الله پاک په سپېڅلي قران کې خپل پېغمبر محمد مصطفا(ص) ته وايي، قل الله ممالک الملک توت الملک من تشا و تنزع الملک ممن تشا.و تعزو من تشا و تذل من تشا
ای محمده ورته ووایه چې خدای پاک اصلي پاچا د پاچاهیو دی، چا ته یې چې خوښه شي، واکمني ور کوي او چا ته یې چې خوښه شي، ترې اخلي یې. چاته یې چې خوښه شي، عزت ور کوي او چا ته یې چې خوښه شي ذلیل کوي یې.
خو لکه چې شیطان چې د خدای نافرماني وکړه یا د هغه له امر یې سترګې پټې کړې، ادم ته یې سجده ونه کړه او په دې ډول یې ځان د تل لپاره ذلیل کړ، داسې انسانان هم د شیطان په څېر کیږي. ښه بېلګه یې ملا اختر محمد منصور دی، د واک دومره تږی و، چې خپل امیر ملا عمر یې وواژه، هغه هم د دې لپاره چې د مرستیال مشر په ځای مشر شي.
خو خدای پاک دی دې ته نه وو پیدا کړی، همدا وه چې ډله یې یاغي شوه، په دوو برخو ووېشل شوه، سره ویې وژل او دا وژل یې اوس هم روان دي، اما ملا منصور خدای په لار نه کړ، د خپلې واکمنۍ د تثبیت لپاره یې پر سوله جګړه غوره بلله. د ده په امر د چاودنو لپاره دومره سخت مرګوني مواد و کارول شول، چې خورا زیات انسانان یې په وینو کې لولپه کړل.
ښې بېلګې یې د کابل د شاه شهید چاودنه ده بله هم په وروستیو کې د کابل برید دی.
ملا اختر محمد منصور چې د واک تږی و، پر چاودنو او د وینو د رودونو پر بهولو سربېره یې هرې خوا ته د لېوني سپي په څېر خولې اچولې، د خلکو د وژلو لپاره یې هر چا ته لاس غځاوه. په اخر کې یې ایران ته هم پنا یووړه، هغه ایران چې له سني څخه یهودی غوره بولي.هغه ایران چې په عربي نړۍ کې یې له کلونو راهیسې اور بل کړی دی، هغه ایران چې په هر هیواد کې د سنیانو په مقابل کې شیعه پاروي.
ملا منصور دا کاونه ځکه کول چې له خدای یې هیله شلېدلې وه، ځکه یې خدای د واک تنده زیاتوله او نور یې هم ذلیل کاوه، ځکه یې له ایران څخه د ستنېدلو پرمهال په داسې ځای کې په امریکايي الوتکو ټوټې ټوټې کړ، چې کوم کس یې د پورته کولو جرات نشو کولی او مړی یې بې عزته پروت و.
ملا منصور ته خدای دا ذلت لیکلی و، که دی یې ذلیل کولی نه، د بلوچیستان په ځای به یې د افغانستان په کوم ولایت یا په داسې قبایلي سیمه کې د امریکايي الوتکو ښکار کړی و، که نور نه وی لږ تر لږه خپل څو پلویان خو به یې، په عزت خو به یې د ده مړی پورته کړی و، خو خدای چې نه غوښتل په داسې ځای کې یې مړ کړ، چې چا یې د مړي د پورته کولو غوښتنه نه شوه کولی
دا یې لا پرېږده، په روغتون کې هغه ویډیو هم په رسنیو خپره شوه، چې ځینې خلکو سپوږمو ته څادرونه نیولي او له دې معلومیږي چې له مړي یې بوی ځي، ځکه دې د ده پلویان د شهید نوم نه ور کوي، ځکه له شهید خو د عطرو بوی ځي، نه د مردارې.
الله پاک دې موږ له داسې ذلت وساتي.