+مرکه کوونکي: انجنیر احمد فرید قیوم
د ودان افغانستان ګوند په جوړښت کې خپل ملک ته کار وکړئ!
سوال: که څه هم تاسې پېژندل شوې څېره یاست ولې د دې لپاره چې د بدلون مینه وال مو په مکمل ډول و پیژنی خپل ځان راته معرفي کړه؟
ځواب- زه اباسین بریال یم، په ژورنالیزم او بشري حقونو برخو کې مې لوړې زده کړې کړي.
س: دا چې ته د ۴ کالو لپاره ودان افغانستان ګوند سرپرست و ټاکل شوې، د ګوند د لاپرمختګ لپاره څه کاري پلان لرې، کوم کارونه به وکړې؟
ج- ودان افغانستان یو افغانستان شموله ملي-ولسواک ګوند دی، ددې ګوند مبارزو غړو او مشرانو پرخپل وخت ددې ګوند د پیل او تر دې مرحلې رارسولو پورې په پوره ایماندارۍ او سختو شرایطو کې په زحمت سره ډېر ستر کارونه کړي دي. نن ودان افغانستان په هیواد کې یو پېژندل شوی ملي جوړښت دی چې د خپلې اساسنامې په رڼا کې دهېوادوالو د سیاسي – ملي بیدارۍ لپاره کارکوي، روښان فکر لېږدوي، خلک د خواخپورۍ له بحران څخه راباسي، وطندوستي، ارزښتونو ته کار کول، وطن پر پښو درول او پر نظام باور غښتلی کول یې له یوې عملي- علميطرحې سره وړاندې کړی فکر دی.
دا ګوند په ټولنه کې ډیر معظم نوم او د باور وړ موقف لري، په دویمه مرحله کې چې د سرپرستې رهبرۍ مسولیت یې ما ته راترغاړه شوی، اساسي هدف دادی چې په دریو برخو کې عمده کار وکړو:
اول- د ګوند ټول هغه شرایط تکمیلول چې ګوند د رسمي ثبت او اعلان لپاره او د کنګرې رابللو جوګه کړي.
دویم – تردې مهاله زموږ ډیر تمرکز د کمیت پر اړخ و، په نوې دوره کې به د کمیت د پوره کولو ترڅنګ پر دې هم کار کوو چې د ګوند مدیریت تنظیم شي، د ګوند اساسي مدیریتي ستنې مستحکمې شي او هم خپل ډیټابېس، ولایتي کمېټو ادارې او له ګوند د باندې سیستماتیکې اړیکې تنظیم شي.
درېیم- موږ به د یو نهضت په توګه د روشنګرۍ لړۍ پراخه او منظمه کړو، ودان افغانستان به په راتلونکو دوه کلونو کې د انستیتوت په بڼه د افغانستان په ګوټ- ګوټ کې د روشنګرۍ لکچرونه، بحثونه او دیالوګونه په نوې بڼه پرانیزي او دا سلسله به د مرکز او مرکزي کمېټې له دایرې څخه د ګوند دباندې ته هم د تبلیغاتي او عامه پوهاوي لپاره وغځيږي.
س: په افغانستان کې یو سلو څو سیاسي ګوندونه فعالیت کوي، د ودان افغانستان ګوند اهمیت په څه کې دی؟له نورو سیاسي ګوندو سره څه تفاوت لري؟ ولې باید ګوندې مبارزه وشي؟
ج- سیاسي ګوندونه د هیوادونو او نظامونو اساسات دي، هغه هیوادونه چې ملي لوی مترقي ګوندونه نلري، د انتخاباتو په څېر له ملي پروسو څخه په سالمه توګه نه راوځي. بله نقیصه یې دا وي چې خلک د منظمو علمي طرحو د تعمیل لپاره دولت او حاکم ساختارونه نشي ننګولای. ګوندونه د نظامونو محرکې قوې دي، هغه ګوندونه چې پر ملي معیارونو ولاړ وي، د خلکو د فکري وحدت لپاره ډیر کارکولای شي او روښانتیا له همدې مترقي جریانو سره وده کوي.
ودان افغانستان ملي ګوند دی، د ځوان او مترقي فکر او منځلاریتوب له زاویې په ټولنه ور ګډیږي. موږ پر کلیوالو سیمو متمرکز یو،په خپلو امکاناتو یعنې په افغاني امکاناتو ولاړ یو، د ګوندي مبارزې او ضرورت لپاره خپلې عملي طرحې او میکانیزمونه لرو، سمتونه، ژبې، مذهبي ډلې، او نور سلیقوي غرضي تمایلات مو نفیې کړي دي. له همدې کبله موږه وینو چې زموږ خواخوږي او مینه وال ورځ تربلې زموږ لاره خپلوي او له موږ سره یوځای کیږي.
س: د افغانستان د اوسنې سیاسي کشمکش او لوېدلي سیاسي حالت کې د فعالو ګوندونو ونډه څه ده؟
ج- سیاسي ګوندونه ټولنه له فرد محوره سیاستونو راباسي، له سیاسي لارورکیتوبه یې را باسي، سیاسي ګوندي افکار چلنج کېدای شي او په دې توګه خلکو ته د ګوند د مشخصو تګلارو په اړه د بحثونو او مشورو زمینه مساعديږي. سیاسي ګوندونه د شخص فکر ندی،بلکې د ګڼو طرحو په نتیجه کې د توحید شوي فکر لاره غځوي. حکومتونه د ګوندونو په ذریعه اصلاح کیږي او کرښې ورته ټاکل کیږي. ملي سیاسي ګوندونه اول د کمیت او منظمې سالمې کارا طرحې لپاره کار کوي، بیا دولت او حاکمه دستګا د اصلاحاتو او تغیراتو په برخه کې د هغې تطبیق ته رابولي خو کله چې حاکمه دستګا ددې ظرفیت نلري چې علمي او منطقي طرحې یا وړاندیز شوې طرحې د اصلاحاتو او تغیر لپآره تطبیق کړای شي بیا نو حتی د واک د سیاسي کتلې دسوله ییز او انتخابي بدلون تجویز کوي.
س: په افغانستان کې سیاسي ګوندونه ډېر بد نام دي، خلک یې مشرانو ته سیاسي سوداګر وایی، څنګه کولای شو د خلکو باور پر ګوندي مبارزه باندې را مات کړو؟
ج- په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو ځای ځینو سوداګریزو فرد محوره جوړښتونو نیولی و چې پر هیڅ ډول ګوندي معیارونو او اخلاقو یې باور نه درلود. اکثره دا ګوندونه له بیرونه جوړ شوي پر افغانستان تحمیل وو. بیا یوه دوره راغله چې دا ګوند ماننده جوړښتونه چې ګوند اصطلاح ور ته کارول یوه تېروتنه ده، پخپلو کې دقدرت پرسر سره ونښتل. تریوې اندازې د عقیدې ټکرونه هم پکې رامنځ ته شول. البته تر دیموکراسۍ لسیزې وړاندې افغانستان د سالمو سیاسي ګوندونو تجربه هم لري، چې هغه بیل بحث دی خو موږ د ناخوالو په شرایطو وغږېدو چې ځینو جوړښتونو د ګوندونو په نامه ورته زیان واړاوه.
خلک د باورمنو، پر عملي میکانیزمونو بنا، او منورو وګړو ته ضرورت لري چې د منظمو توحید شووبرنامو ترشا ودریږي او په افغانستان کې سیاسي سالم بدلون را ولي. دا بدلونونه د ملي ګوندونو له پیاوړتیا سره رامنځ ته کېدای شي او ودان افغانستان خپلې اساسنامې ته په وفادارۍ دې هدف او وعدې ته ژمن دی.
س: د سیاسي ګوندو په پرمختګ او سیاسي پخوالي کې د حکومت ونډه څه ده؟
ج- له بده مرغه په افغانستان کې، په تېره یوه نیمه لسیزه کې د ملي ګوندونو د غوړېدا لپاره شرایط ډیر په زړه پورې نه و. دولت هم په دې برخه کې روښانه تګلار نلرله او نه یې هغسې ګوندونه تقویه کړل. دولت یو بل غلط معمول هم رامنځ ته کړ چې ګوندي جوړښتونه یې د دولتي امتیازاتو د وېش معیار کړل. له بلې خوا دولت هغه شرایط چې یو ګوند رسماً خپل فعالیت پیل کړي، د تجارت او یا سوداګريز کاروبار یا اینجو جوړولو حرفې ته ورته کړل. هغه خلک چې لس زره تذکرې، که له هرچا په هره طریقه راټولولای شي، ګوند راجستر کولای شي. دا ډول ګوندونه موقت وو. د ملت له بطن څخه را ټوکېدلي، د وګړو پر یووالي ولاړ، او فکر محوره ګوندونه په دې سیالۍ کې د لوبېدو وړ نه وو، نو ځکه موږ ملي مترقي ګوندونه ونه لرلای شول.
تمه ده چې نوی دولت د وروستیو انتخاباتو او تذکرو په څېر پېچلیو مسایلو او پېښو ته په توجه سره چې لوی ملي مترقي ګوندونه پکې مثبت رول لوبولی شي او خلکو ته د انتخاب مناسب مسیر په ګوته کوي، مرسته وکړي او دغه ډول ګوندونو ته له امکاناتو سره سم شرايط برابر کړي. ملي ګوندونه ملي شخړې هواروي او د اصلاحاتو په برخه کې بر لاس لرلی شي.
س: په ټولنیزوکارونو کې د ګوندونو اهمیت څه دی؟
ج- ګوندونه د ټولنیزو خادمانو څخه جوړ دي، د ګوند خدمت تر سیاست وړاندې اجتماعي خدمات دي، همدا سیاست هم پخپله طریقه د ټولنې لپاره کیږي. موږ باید په ټولنیزو مسایلو او قضایاوو کې باید د ټولنې ترڅنګ پاتې شو، موږ باید د یو ګوند په توګه پر اجتماعي خدماتو فکر وکړو خو هرهغه کار چې په عامه پوهاوي، تعلیم او د خلکو په لاسنیوي کې رول لرلی شي د ودان افغانستان لومړیتوب دی.
س: د افغانستان راتلونکي څنګه وینې، ځوانانو ته مو پیغام څه دی؟
ج- زه د افغانستان راتلونکې روښانه وينم. زموږ د هیواد اینده له امیدوارۍ ډکه ده، خلکو او د خلکو باورونو توپیر کړی. اوس ددې وطن خلک تر بل هر وخت وطندوسته او پر خپلو ملي نوامیسو مین دي. اوس خلک د تعلیم په ارزښت پوهېدلي. ددې وطن لویه ستونزه جګړه ده چې هغه هم زموږ داخلي جګړه نه ده ډیر بهرني عوامل لري. دلته د وخت په تېرېدو او د خلکو په روښانه کېدو سره د جګړې داخلي فکتورونه کمرنګه کیږي او خلک د یوه بسیا او مترقي افغانستان لپاره کارکوي.
زما هیله له ځوانانو داده چې د فکري مبارزې لپاره له هغو سیاسي ګوندونو سره یوځای شي چې ددوی د وطن، ددوی د کورنیو او کلیو او ددوی د هیواد راتلوکې روښانولای شي. ګوند د مبارزې میدان دی خپلو هیلو ته درسېدو لپاره د فردي هلو- ځلو پرځای له ګوند سره یوځای شئ، کړنلارې یې ولولئ او هغه سیاسي بستر انتخاب کړئ چې د وطن نېکمرغه اینده پکې نغښتې ده.
که تاسو ګوندونوته لاړنشئ، په سیاسي خواخپورۍ به اخته شئ، او دلته ډیر داسې بېګانه سخت دریځي تلکونه د ناپېژاندو اړخونو له خوا تاسو ته ایښي چې که دقت ونکړئ پخپله به د خپلې بربادۍ لامل شئ. له سیاسي خواخپورۍ د راوتلو لپاره د ودان افغانستان لمن ونیسئ او د ودان افغانستان ګوند په جوړښت کې خپل ملک ته کار وکړئ!