تاند- ګلبدین حکمتیار د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور په وژلو کې د ایران لاس بولي او  وايي چې ایران نوموړی د دې لپاره امریکایانو ته ورپه ګوته کړ چې له متحدو ایالتونو امتیاز ترلاسه کړي.

حکمتیار ادعا کړې چې ایراني استخباراتو د متحدو ایالتونو استخباراتو ته معلومات ورکړي و چې منصور د پاکستان په لور روان دی او  په کندهار کې ځای پر ځای امریکايي بې پېلوټه الوتکو  یا ډرون منصور په داسي حال کې په نښه کړ چې له ایران څخه بېرته پاکستان ته په کرايي موټر کې روان و.

حکمتیار  په عین حال کې د افغانستان له حکومت سره د سولې د تفاهملیک په اړه ګونګې څرګندونې کړي دي.

ده بې له دې چې د چا نوم واخلي د افغانستان له حکومت سره د خپلې روغې جوړې په باب د ځینو کړیو  د مخالفت یادونه کړې خو یوازې خلیلزاد یې په نوم یاد کړی او ادعا یې کړې چې ګواکي نوموړی د دې موافقې د تخریبولو لپاره کابل ته راغلی دی.

خلیلزاد څو ورځې وړاندې د افغانستان د امریکايي پوهنتون د محصلانو د فراغت په مراسمو کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې نه یوازې حکمتیار بلکې د کابل ښار په ورانولو او د ښاریانو په وژلو کې ټولو ښکېلو کسانو ته ښه دا ده چې له ملته بخښنه وغواړي خو د کابل یو شمېر رسنیو  د خلیلزاد غوښتنه یوازې حکمتیار ته ځانګړې کړه او ویې ویل چې نوموړي له حکمتیاره وغوښتل چې له کابل ښاریانو باید بخښنه وغواړي.

One thought on “حکمتیار وايي، د منصور په وژلو کې د ایران استخبارات لاس لري”
  1. ملا منصوردچا لخوا ووژل شو؟
    ایران اوپاکستان دواړه ځمونږ دخاوری اوخلکوابدی اوبی رحمه دښمنان دی، خوفرق یی دادی چه ایران نارینه دښمن دی اوپه ښکاره ډول خبری او دښمنی کوی، مګر پاکستان ښځینه دښمن دی اوپه پټ ډول خبری اودپردی شاته دښمنی او تباهی کوی

    دټولورسنیو اومطبوعاتودلوستلو او ویلو وروسته چه ما دپاکستان کوم ګونګ، بی پروا، بی خبره اوګډوډ حالت ولیدلو،نو ځما دفکر لید لوری د ملا منصورپه وژنه کی داسی احتمالی اټکل کوی!

    کله چه ملا منصور وژل کیږی ځما په ډیر احتمال سره ( دپاکستان د فوځ او آی ایس آی مشران)لمړی خپلو رسنیو اومطبوعاتو ته ددغه نشر داسی سپارښتنی کوی (دافغانستان په خاوره کی امریکایی ډرون دملامنصورپه موټر حمله کړیده) مګر کله چه دنیاوال اوپه سرکی ځمونږ ملی امنیت خبر ورکوی، چه دملا منصور په موټر حمله دپاکستان په بلوچستان ایالات داحمدوال په سیمه کی شویده.
    په عین وخت کی پاکستانی رسنۍ د ولی مخمد په نوم دپاسپورت اودایران، روسی اونورو هیوادونو سره دملا منصور دملاقات خبری کوی اوداسی نور…..

    نو احتمال زیاتیږی چه (دپاکستان دفوځ ځینی مشران اود آی ایس آی ځینی مشران دملا منصور دوژلو په پلان کی شاید لاس ولری.

    ولی فوځ او آی ايس آی دملا منصور د له مینځه وړلو فیصله کوی ؟
    دپاکستان ګټو ته ملا منصور نور ګټور نه وه، لکه د ملا برادرپه شان قیصه به وی اوداسی نور……
    پاکستان د تل لپاره غواړی چه ټول طالیبان دیومشر په آمر په افغانستان کی زورور اوبی رحمه جنګ وکړی، مګر دملا منصور په مشری کی طالیبان څوډلی شوی وه، اوهم یی په خپل مینځ کی جنګ روان وه، چه دا کار دپاکستان دپالیسی اوګټوپه خلاف وه.

    بله داچه کیدای شی چه امریکا دپاکستان دفوځ او آی ایس آی مشرانو ته دخطر زنګ اویا کوم تلیفون کړی وی، لکه پرویز مشرف ته چه دبوش معاون ښاغلی ډیکچینی په تلیفون کی ویلی وه، چه یاسم شه او که نه پاکستان به درته په څو دقیقو کی لوټه لوټه کړم.

    مګر دامریکا اوافغانستان پالیسی اوغوښتنه دتل لپاره دپاکستان څخه داوه چه جلال الدین حقانی مونږ ته په لاس راکړه، مګر داچه دجلال الدین په ورکولو کی دپاکستان بی حده تاوان وه، اودپاکستان ګټی په خطر کی لویدلی، نو یوځل یی بیا امریکایان اوهم افغانان وغولول اوخپلی ګټی یی خوندی کړی وی.
    دلته دامریکا دښاغلو چارواکو څخه دافغانانو اوشاید ټولونړیوالو هیلی داوی اودادی، چه تاسو خوډیر امکانات لری تاسو کولای شول چه دیوهلیکپتر په زریعه مو ملا منصور ژوندی نیولی وای، چه دټولو واقیعاتو اورازونو څخه خبر شوی وای، که چیری پاکستان په رښتیا سره تاسو ته دملا منصور دتګ پلان درکړی وی، اویا په خپله تاسو دده دتګ دپلان څخه خبر شوی وای، نوباید تاسو په خپلو پرمختللو امکاناتو سره هغه ژوندی نیولای وای، اودپاکستان پلان چه ملا منصور باید سمدلاسه ووژل شی عملی شوی نه وای، ځکه داسامه، ملاعمر اوملا منصور په ژوندی نیولو به شاید تاسو ډیره ګټه کړی وای، او هم به مو د پاکستان د آی ايس آی اوفوځ ځینی ترهګری پلانونه شنډ کړی وای.

    دملا منصور دوژلو وروسته دپاکستان تورونه :
    پاکستان وای چه ملا منصور ایران ته تللی وه، په ایران کی یی دروسانو سره هم ملا قاتونه کړی وه، نوروهیوادونو سره یی هم دافغانستان په ورانولو کی ملاقاتونه لرل، ملامنصوردا دوه یا دری میاشتی ورک وه، اوس مونږ ته پته لګیدله چه دا ایران ته تللی وه، داسی او داسی نور تبلیغات یی دملا منصور دمرګ څخه وروسته شروع کړیدی.

    ګرانو ورونو پاکستان ولی داخبری کوی؟ داخبری پدی خاطر کوی چه کیدای شی پاکستانیانو ملا منصور وژلی وی، اواوس غواړی طالیبان دملا منصور په اړه شکونه اوزړه بدوالی پیداکړی، اوخپل ځان هم سپین ثابت کړی، اونړیوال هم پدی خبرو تیر باسی.
    لمړی ډیراحتمال لری کیدای شی ملامنصور دغه یوه، دوه یا دری میاشتی دپاکستان دآی ايس آي په زندان کی بندی وه، اوچه کله به چا دمنصور پوښتنه کوله نوآی اس آی به ویل هغه ایران ته دیومهم کار په خاطر تللی دی، اوتلیفون یی هم نه دی وړی ځکه بیا افشآ کیږی.
    دوهم احتمال دادی چه کله دافغانستان اوپاکستان دسولی اخرنی خبری په جریان کی وی، دملامنصور اوآی ايس آی ترمینځ کیدای شی خبری خرابی شوی وی، دامعنی چه دپاکستان ګټو ته به ګواښ وه، لکه دملابرادر اونورو په شان، نوددغوخبرو څخه وروسته آی ايس آی شاید د ملامنصوردوژلو په پلان غور کړی وی، دلته دډرون دحملی په ورځ دوه خبری ځما په مغز کی ګرځی.
    الف : شاید ملامنصور به لمړی دآی ايس آی لخوا بی هوشه شوی وی، اودبلوچستان علاقی ته به یی وړی وی، اووروسته به یی دکوم بی خبره دریور په زریعه دغی لاری ته سم کړی وی، وروسته امریکایانو ته خبر ورکوی چه دملا منصور موټر درغی اوحمله پری وکړی.
    ب : شاید دډرون په دغه حمله کی دوه نور کسان له مینځه تللی وی، اوملا منصوردپاکستان لخوا په پټه په زندان کی وژلی شوی وی، خووروسته یی دپخوا په شان خپل سیاسی چالونه اوګډی وډی خبری شروع کړی، مګرداکرت په خپلو خبرو اوسیاسی چلونو کی ناکام شول، اوددوی دغوګونګو اوګډووډو خبرو وښوده، چه شاید ملامنصور دپاکستان آی ايس آی اوفوځ لخوا دوژلو په پلان کی نیول شوی وه.

    پاسپورت جوړول، اوپه پاسپورت دملکونو ټاپی یا مهرونه وهل دپاکستان بل جال اورجال دی، داچه پاکستان اوس ځینی طالیبان مجبوروی چه میډیا ته ووایی چه ملا منصور به کله کله ایران ته تللو، په دی ټول پوهیږو چه دفشار او زور قانون دپاکستان میراث دی، خو دلته دپاکستان دکورنیو چارو وزیر نظرهم وګوری چه بی بی سی نشر کړیدی.

    د چودري نثار په خبره د ملا اختر منصور کورنۍ ته يو نژدې کس د هغه د مړي وړلو ته راغلی، چې دوی ورڅخه د ډي این اې معایناتو لپاره بېلګې ترلاسه کړې او ډېر ژر به دا معلومه شي چې همدا وژل شوی کس ملااختر منصور دی او که نه.

    په دې خبري غونډه کې د يوه خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې څه ډول انسانان په اور وسوځل شول ، خو شناختي کارډ او پاسپورټ لاهم خوندي پاتې دي، چودري نثار علي خان په ځواب کې وویل، ده ته هم دا معلومات نه شته چې څه ډول دغه دوه شیان خوندي پاتې شول.

    ګران ورونو:
    دلته به دملا منصور دوژلو په هکله دپاکستان دوارخطایی اوداسی ګډوډ راپورونه ولولی، اوبیا قظاوت وکړی چه منصور چا وژلی دی.
    لمړی دتاند پواسطه دتوخی صیب د لیکنی ځینی برخی وګوری، او بیا دتاند څخه وروسته دبی بی سی خبر ولولی.

    د ملا منصور مړینه او پاکستان/ توخی
    • تاندMay 22, 2016
    د احمد وال حمله که څه هم د شنبې په ورځ د محلي وخت د ماسپښین په دریو بجو او څلویښتو دقیقو تر سره شوه خو د پیښې په لومړیو څلرویشت ساعتونو کې پاکستاني حکومت، میډیا او استخباراتو د پیښې په باره کې د جزییاتو له ورکولو ځان داسې لرې وساته ، لکه دا پیښه چې په جنوبي افریقا یا لاتینه امریکا کې شوې وي او دوی د نورو خولو ته انتظار باسي چې معلومات ورکړي. ځینو اژانسونو د هغه موټر عکسونه خپاره کړي چې لمبې ورباندې بلې دي او له یوې نیمې وسپنې پرته تقریبا هر څه پکې له منځه تللي دي.
    د پیښې په اول شواروز کې پاکستاني حکومت او رسنۍ داسې حیران او ګنګس ښکاري لکه د اسامه د وژلو پیښې چې حیران کړي وو. یوه نیمه رسنۍ یې وایي چې د یوه قتل شوي کس شناخت کارټ پیدا شوی او معلومه شوې ده چې دا د چمن د سیمې یو عادي اوسیدونکی دی. خو که په موټر باندې بلو لمبو او د موټر پاتې شونو ته وګورو نو شناخت کارټ په ځای پریږده چې اکثره اوسپنې هم باید اوبه شوې وي. رحیم الله یوسفزی چې له آی ایس آی سره رابطه یې مشهوره ده، اردو بي بي سي ته په مرکه کې ویلي دي چې منصور له تیرو دریو میاشتو راهیسې لادرکه غوندې و او ان د قطر له دفتر سره یې هم رابطه تقریبا نه وه. د پاکستاني ژورنالیست رحیم الله یوسفزي له دې خبرې دا مطلب اخیستلای شو چې پاکستان به په دې فکر کوي چې تر یو څه وخته پورې د ملا اختر محمد منصور د مړینې خبر پټ وساتي او په دې ډول دې حقیقت ته توجه لږه کړي چې ملا منصور په پاکستان کې وژل شوی دی.
    د پیښې د لومړي شواروز تر پوره کیدو له مخه د افغانستان د ملي امنیت ادارې د ملا اختر محمد منصور د قتل خبر تصدیق کړی دی. پاکستاني میډیا دا خبر رااخیستی خو خپل معلومات یې نه دي ورسره شریک کړي. که څه هم په کوټه کې د ملا منصور او یوه بل ملګري جنازه یې روغتون ته رسیدلې او د تابوت عکسونه یې خپاره شوي دي، خو پاکستان بیا کوښښ کوي چې د خبرونو اصلي منبع په افغانستان او امریکا کې وښیي او ځان یو ډول ناګاره واچوي.
    له دې پیښې سره د پاکستان د حکومت او رسنیو د ځان ناګاره اچولو چلند دا ښیي چې په پاکستان کې د ملا منصور د قتل پیښه ورته سخته تمامه شوې ده. پاکستاني رسنیو داسې رپورټونه هم خپاره کړي دي چې پیښه په زابل کې شوې ده. البته، دا هم وایي چې د افغانستان او پاکستان ګډې پولې ته نژدې یو موټر په نښه شوی دی. حال دا چې ملا منصور په هغه لویه لاره باندې وژل شوی دی چې د نوشکي له خوا څخه کوټې ته راځي او دا لاره د افغانستان له سرحد څخه په لسګونو کیلومتره لرې ده. ډیر احتمال دا دی چې ملا منصور به کوټې ته روان و. د ده په برخه کې ویل کیدل چې د کوټې په جنوب کې اوسیده.

    اوس دبی بی سی خبر ولولی

    پاکستان: د منصور وژل کېدل اوس هم نه شو تاییدولای
    خداینور ناصربي بي سي اسلام اباد
    • 24 می 2016 – 04 غبرګولی

    پاکستان نن سه شنبه لاهم وايي د امریکا په ډرون برید کې د طالبانو د مشر ملا اخترمنصور وژنه نه شي تاييدولی. دا ځکه چې وايي د هغه د مړي نمونې ډي اين اې بېلګې یې د معایناتو لپاره لېږلې دي.
    ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د سه شنبه په ماښام په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې دغه څرګندونې وکړې.
    چودري وویل، له امریکا، بهرنۍ نړۍ، کابل او د طالبانو د ځينو مشرانو لخوا ورته همداسې معلومات ورکړل شوي چې همدا وژل شوی کس ملا اختر محمد منصور دی، خو وايي پاکستان به يې تر هغه په رسمي توګه ونه مني چې يې له ساينسي او قانوني لارې بشپړه او کره معلومات ترلاسه کړي نه وي.
    چودري نثار علي خان په دې خبري غونډه کې وویل که چېري همدا وژل شوی کس د طالبانو مشر ملااختر منصور وي، نو دده له پاسپورټه ښکاري چې په دې ورستیو کې يې د ایران، افغانستان او يوشمېر نورو هېوادونو سفرونه کړي دي. نوموړی وايي، ولې امریکا دی هلته نه په نښه کاوه، چې همدلته په پاکستان کې یې په نښه کړ.
    د کورنیو چارو وزیر په دې خبري غونډه کې وویل، دوی د امریکا لخوا ددغه برید په سختو ټکو کې غندنه کوي او زیاتوي، د امریکا دا ډول بریدونه د پاکستان د خپلواکۍ پرضد عمل دی. چودري نثار د امریکا د هغه بیان هم غندنه وکړه چې ویلي يې وو، هغه طالبان چې پر امریکا بریدونه کوي، په هر ځای کې به يې په نښه کړي.
    د چودري نثار په خبره د ملا اختر منصور کورنۍ ته يو نژدې کس د هغه د مړي وړلو ته راغلی، چې دوی ورڅخه د ډي این اې معایناتو لپاره بېلګې ترلاسه کړې او ډېر ژر به دا معلومه شي چې همدا وژل شوی کس ملااختر منصور دی او که نه.
    په دې خبري غونډه کې د يوه خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې څه ډول انسانان په اور وسوځل شول ، خو شناختي کارډ او پاسپورټ لاهم خوندي پاتې دي، چودري نثار علي خان په ځواب کې وویل، ده ته هم دا معلومات نه شته چې څه ډول دغه دوه شیان خوندي پاتې شول.

    چودري نثار وویل د ولي محمد په نامه د کوم کس پاکستانی شناختي کارډ او پاسپورټ چې د پېښې له ځایه ترلاسه شوي هغه تر برید وروسته دواړه له موټره بهر او لرې پراته موندل شوي.
    د ده په خبره يې غالب ګومان همدا دی چې ددغه پاسپورټ او شناختي کارډ درلودونکی په همدې برید کې وژل شوی دی.
    نثار زیاته کړه د ولي محمد په نامه ددغه کس شناختي کارډ يې څو مياشتې وړاندې له زرګونو نورو شناختي کارډونو سره بلاک کړی و، ځکه چې پرې شک کېده چې دا افغان دی او په غیرقانوني توګه يې د پاکستان پېژندپاڼه ترلاسه کړې ده

    په اخر کی طالیبانو ته خواست کووم، چه ځما پورتنی لیکنه په کراتو ولولۍ، اووروسته خپله پریکړه اوقظاوت وکړی.
    بله داچه ترڅو به داخونړۍ جنګ اوجګړه کوی، آیا تاسوکله فکرکړیدی چه په دا یوه نیمه لسیزه جګړه کی تاسو کومه ګټه کړیده،
    که ګټه مو نه وی کړی، نوولی خپل ځانونه اوکورنی تباه کوی، ولی نور افغانان تباه کوی.
    دخدای په خاطر نور فکر وکړی، جنګ ته دپای ټکی کیږدی، دخپلوورونو سره روغه اوجوړه وکړی، اوپریږدی چه ستاسو او ځمونږ کوچنیان لکه دنړی دنورو ماشومانو غوندی په سوله اوآمن کی ازاد ژوند وکړی.
    الله ج دیی دافغانستان دغه لویه غمیزه غیبی نوره ختمه کړی، آمین آمین

    طالیب جانه په اخر کی زمونږ دخورجانی دغه سرخلاصی لیک ولوله کوم چه تاند د مۍ دمیاشتی په ۲۳ نیټه نشر کړیدی

    • یو طالب ته د خپلې خور سرخلاصی لیک!/ وحيده نوري May 23, 2016تاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *