ملا اختر محمد منصور

تاند- د امریکايی رسنۍ په یوه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د مشر اختر محمد منصور د سپرلۍ پر موټر هغه مهال د امریکا بې پېلوټه الوتکې برید وکړ چې نوموړی په ایران کې د خپلې کورنۍ له غړیو سره له کتنې وروسته بېرته پاکستان ته روان و.

د امریکا چاپ وال ستریټ ژورنال ورځپاټې د راپور له مخې ملا منصور پاکستان ته د بېرته تګ په ترڅ کې په داسي ځای کې د بې پېلوټې الوتکې له لوري وویشتل شو چې امریکا عموماً پکې د بې پېلوټه الوتکو بریدونه نه کوي.

ایران وايي چې منصور ایران ته نه و ورغلی او نه د ایران له خاورې پاکستان ته داخل شوی دی.

خو د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په راپور کې ادعا شوې چې د امریکا بې پېلوټه الوتکو یا ډرون د ایران او پاکستان په سرحدي سیمه کې کار نه شوای کولی، له همدې امله د استخباراتي راپورونو پر اساس د منصور د سفر د لوري څرک ولګول شو او کله چې د پاکستان بلوچستان ایالت ته داخل شو، حمله پرې وشوه.

په خبر کې ویل شوي چې منصور په سپین رنګه کرولا موټر کې سفر کاوه.

چارواکو وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې ډرون الوتکه د منصور د ویشتلو لپاره له افغانستانه والوته او هغه مهال یې د طالبانو مشر وویشت چې کوټې ښار ته په رسېدو و.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر لا هم دا نه مني چې د امریکا بې پېلوټه الوتکه دې د پاکستان خاورې ته داخله شوې وي.

د ملا منصور په پاسپورټ کې د ایران د ویزې مهر لیدل شوی دی چې نژدې دوه میاشتې مخکې ایران ته داخل شوی و.

وال ستریټ ژورنال وايي، په بلوچستان کې د ملا اختر محمد منصور د ویشتلو یو هدف دا و چې پاکستان ته خبرداری ورکړای شي چې د ضرورت په صورت کې، بې له دې چې پاکستان ته خبر ورکړي، د دغه هیواد په هر ځای کې حمله کوي.

په همدې حال کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په اسلام اباد کې د امریکا له سفیر سره په کتنه کې په دې اندېښنه ښکاره کړې چې امریکايي ډرون د پاکستان په خاوره کې عملیات کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *