چارواکي وایي په ننګرهار ولایت کې د ترانسپورټ وزارت له لورې د مسافرو او بار وړونکو موټرو ۶ ترمینلې منظورې شوې او ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي .

د ترانسپورټ ادارې چارواکو دغه څرګندونې نن د غبرګولې په ۶مه د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په مشرۍ د ادارو د مسؤلینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې وکړې .

د ترانسپورټ رئیس محمد ایوب شرافت وویل: د ترانسپورت وزارت د ديارلسوه پنځه نويم کال په بوديجه کې په ننګرهار کې د مسافرینو او بار وړونکو موټرو د ۶ ترمینلو د جوړولو په موخه بودیجه ځآنګړې کړې .

نوموړي زیاته کړه، د یادو ترمینلونو څخه به یې دوه په تورخم ښارګوتې او څلور نور د جلال اباد ښار اړوند په بېلابېلو سیمو کې جوړ شي .

د هغه په وینا هر څومره ژر چې د یادو ترمینلو د جوړولو په موخه ځمکه په واک کې ورکړل شي،د دوی له لورې به پرې عملي چارې پیل او ژر به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري .

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د ترانسپورټ وزارت څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې یې د شپږو نورو ترمینلو جوړولو منظوري ورکړې او همدا راز یې د ځای ټاکلو په موخه د ترانسپورټ ادارې په مشرۍ یو کمیسون ته دنده ورکړه،چې ځمکه په ګوته او راتلوونکي غونډه کې معلومات شریک کړي .

د ولایتي شورا مرستیال ډاکټرلعل محمد دراني هم ژمنه وکړه،چې د دغه ترمینلو د جوړېدو په برخه کې به هر ډول مرسته او همکاري ترسره کړي .

په دغه کمیسون کې د ترانسپورټ ریاست ترڅنګ د ښاروالۍ، ښار جوړونې، زراعت، کانال، اراضی، ولايتي شورا، امنیه قومانداني او د ګمرک ادارې شتون لري .

د ادارو د مسؤلینو ترمنځ په دغه جوړه شوې غونډه کې د تورخم ښاروال په تورخم ښارګوټې کې د نوي ماسټر پلان او يا د جوړې شوې نقشې د تطبيق په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ننګرهار والي لارښوونه وکړه،چې د تورخم ښاروالۍ نقشې په موخه دې اوږد مهاله پلان تطبیق شي، ترڅو په کې پوهنې، روغتیا،ګمرک، کرنې، امنیتي او ښاروالۍ ادارو ته د چارو د ترسره کېدو په موخه ځآنګړي ځایونه معلوم شي .

په تورخم کې د نوې نقشې د تطبيق په موخه د تورخم ښاروالۍ په مشرۍ د ښار جوړونې او ولايت مقام د ادارو مسؤلين وټاکل شول، چې د يادې سيمې د ټولو چارو څخه څېړنه وکړي او راپور يې ولايت مقام ته د اجرائتو په موخه وسپاري.

د دغه غونډې په ترڅ کې د تورخم ښاروالۍ په وړاندیز پرېکړه وشوه،چې د ډکې په سیمه کې دې تورخم ښاروالۍ مسولين د قانون له مخې د جوړو شوو بټيو، هټیو او ګودامونو څخه عواید راټول کړي .

په همدې حال کې د تورخم له لارې د غېرې صحي غوښو د مخنیوي کمیسون د پنځّ ویشت ټنه غیرې صحي غوښو د نیولو خبر ورکړ.

د ملي امنیت څارنوالۍ رئیس وویل: دغه غوښه یې د لابراتوري معایناتو وروسته ثابته کړې،چې روغتیا ته زیان رسوي .

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د یاد کمیسون د چارو څخه ستاینه وکړه او د تورخم ښاروالۍ،ګمرک، ملي امنیت ، عامه نظم او سرحدي پولیسو ته یې دنده وسپارله،چې له دې وروسته په تورخم کې جلال اباد ښار ته د غېرې صحي غوښو د را لیږدولو مخنیوی وکړي .

د استناف څارنوالۍ رييس د کابل هډې د عمر فاروق شرکت د پنځه ويشت هکتاره قرارداد شوې ځمکې په اړه د ټاکل شوي کميسون اجرات غونډې برخوالو ته وړاندې کړل.

نوموړي زیاته کړه، د سترې محکمې د پرېکړې عملي کول د ولايت مقام او امنیتي ارګانونو دنده ده او په همدې موخه جوړ شوي کمیسون خپلې چارې په ګړندي توګه پیل کړي .

One thought on “ننګرهار کې د مسافرو او بار وړونکو موټرو۶ ترمینلې جوړیږي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *