تکړه ژورنالیست او د ازادۍ راډیو د خبر د څانګې ایډیتر محمد زبیر ژمن د ۱۳۹۳ لمریز کال د سرطان په څوارلسمه (۲۰۱۴جولای پنځمه) ځوانیمرګ شو. اروا دې یې ښاده وي.
دا لیکنه د ده له مرګه وروسته اسدالله غضنفر لیکلې چې موږ یې د ارواښاد ژمن د تلین په یاد بیا خپروو. (تاند)
————————————————-
مرګ حق دی خو د ځوان او بیا تکړه ځوان مرګ په اسانه زړه ته نه لوېږي. یو څوک چې همېشه په کار بوخت وي، چې فعال وي، چې د ارامو اعصابو څښتن وي او له راتلونکي وخت سره بوخت وي خو ناڅاپه غلی شي او د ماضي برخه وګرځي، دا نو څنګه کېږي؟ لکه روانې اوبه چې ناببره لوری بدل کړي او په څټ راستنې شي، لکه د ساعت ستنه چې په شا راوګرځي.
ژمن ژورنالیست و، ژباړن و، د قلم څښتن و او د اکثرو نورو برخلاف چې د زده کړې ضرروت نه ویني، همېشه په زده کړه بوخت و. د نوي کتاب په لوستلو او د نوي مطلب په زده کولو به بوخت و. په مجلس کې یې لږ څه ویل او ډېر څه یې اورېدل.
تېر کال یې د یوه ولایت نوم واخیست چې د ژورنالیزم پوهنځی پکې جوړ شوی دی او له ده یې غوښتي دي چې د استاد په حیث ورشي. ما ورته وویل، کابل مه پرېږده، په ولایتونو کې د امنیت مزه نشته.
له ما سره وېره وه چې د بمونو او مرمیو بلا یې ونه خوري خو دې ته مې پام نه و چې بلا یوه نه ده. د کابل ناولې او ککړه هوا چې دی ظاهرا د هغې ښکار شو، یوه بله خوله پرانیستې بلا وه چې شبکورو سترګو مې نه لیدله.
یوناني فیلسوف اپیکور دوه زره درې سوه کاله پخوا ویلي وو چې له مرګه مه وېرېږئ، ځکه کله چې موږ یو، مرګ نشته او چې مرګ راشي موږ به نه یو. ژمن به له مرګه په تشویش کې نه وي مګر د هغو کسانو د ژوند یوه برخه ترخه شوه چې دی یې لیدلی، لوستلی او اورېدلی دی.اوس به د خپل ژوند د هغو شېبو په رایادولو ځورېږو چې ژمن پکې و. نور به له هغو خاطرو په منډه تېرېږو چې ژمن پکې اوسي. نپوهېږم دا خبره چا کړې وه چې مرګ ژوند ختموي خو روابط نه ختموي. موږ به د خپل عمر په تېرو شېبو کې او د خپل ژورنالیزم، خپلې ژباړې او خپل فرهنګ په تاریخ کې له ژمن سره رابطه لرو. دغه رابطه به د ژمن د دوستانو لپاره په فردي ژوند کې غمجنه وي خو زموږ د فرهنګ او کلتور په دنیا کې دغه رابطه په یقین سره ویاړمنه ده. ژمن کار ته ، سړیتوب ته او ټولنې ته ژمن انسان و. ما په تېرو پنځه ، شپږ کلونو کې په سلګونو ځله ولید، کله د څو دقیقو په مخه او کله د ازادي راډیو په دهلیزونو کې د سلام علیک په وخت. په سلام کې یې محبت او خلوص وو او په خبرو کې یې درنښت او وقار. هیڅ وخت مې د چا غیبت ورڅخه وانه ورېد، هیڅ وخت مې ونه لید چې د اعتدال لمن پرېږدي. زما په شمول اکثره کسان په پېښو او واقعیتونو باندې د خپلو خوښو او ارزوګانو په ګټه تبصره کوي، مګر د ده هڅه به دا وه چې انصاف او واقعیت ته وفادار واوسي. ما د ده په قلم لږ تر لږ دوه ژباړل شوي کتابونه چې له انګلیسي یې راپښتو کړي او چاپ شوي ، کتلي دي. که له ده څخه یوازې همدا دوې ژباړې هم پاتې وای، د خوشحال خټک دا بیت به ورسره ښایېده:
ښه خو دا چې د چا نوم پکې یادېږي
په فاني دنیا به نه وي ژوندی تل څوک