خبریال: صدیق الله پوپل کندهار- د کابل کندهار لویه لاره چې مرکز له سویل لویدیځو ولایتونو سره نښلوي په ورستیو کې د ناامنیو، ماینونو او د اسفالت د کم کیفت په وجه تر ډیره تخریب سوې ده.
د دغې لارې موټړ چلوونکي وايي چې د سرک تخریب نه یوازي دا چې دوی ته ستونزې زیږولي بلکې پر دغه لار تلونکي مسافر هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
موټر چلوونکي وايي چې ډیر کله د سرک د تخریب له وجې په لار کې ناروغان روغتون ته نه دي رسیدلي او په لاره کې یې ژوند له لاسه ورکړی.
د زابل د ترافیکو مدیریت که څه هم د دې لوېي لارې وضعیت د اندیښنې وړ بولي او وايی چې یاد سرک په ډیرو برخو کې یومخ وران سوی خو په دې برخه کې د باروړونکو موټړ چلوونکو پر نه پاملرنې نیوکه کوي.
په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د زابل د خلکو استازي هم د خلکو اندیښنې پر ځای بولي او له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې د کابل کندهار لویه لاره دې له سره ورغوي.
د سرک د تخریب او د موټړ چلوونکو د نه پاملرنې له کبله پر دغه سرک ګڼې ترافیکي پېښې کېږي او سلګونه کسان په کې له ژونده بې برخې کېږي.