تاند- په چین کې یوه کروندګر له کلونو کلونو هڅو وروسته داسي هندواڼه پاللې چې ۸۰ کیلو وزن لري.
دغه کروندګر، چې لي فونګ چون نومېږي، وايي چې په خپله هم خپل کار ته حیران دی.
د دې هندواڼې کرونکی د چین د پلازمېنې پیکینګ اوسېدونکی دی او هندواڼه یې د ښار په داشینګ نومې سیمه کې کرلې ده.
په چین کې د هندواڼو د محصول په اته ویشتمه سیالۍ کې د لي فونګ چون هندواڼې لومړۍ جایزه وګټله.
تر دې وړاندې چینايي کروندګر د اوږدو وریجو، غنمو او نورو غلو په پاللو کې هم پرمختګونه کړي دي.
چین تر یو ملیارد زیات نفوس لري او د زیاتې غلې او نورو زراعتي محصلاتو تولید ته ځانګړې پاملرنه کوي.
په نړۍ کې د کرنیزې مځکې له نظره چین درېم هیواد دی خو یوازې په سلو کې ۷ کرنیزه مځکه کري او تر یو ملیارد زیات انسانان پرې مړوي.