تاند- د فرانسې په کالې کې د شاوخوا ۴۰۰ افغان او سوډاني پناه غوښتونکو ترمنځ په اخو ډب کې نژدې ۶۰ تنه ټپیان شوي دي.
دا نښته تېره شپه د ژول فري په نوم د یوې مرستندویې موسسې له لوري د خوړو د وېش په مهال وشوه.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې په دې نښته کې چې نژدې څلور سوه تنه پکې ښکېل ول، لږترلږه ۶۰ تنه ژوبل شوي دي.
ټپیان روغتون ته وړل شوي او ویل کېږي چې ۵ ټپیان سخت ژوبل شوي او حال یې نازک دی.
تر دې مخکې هم افغانانو په کالې کې له کوردانو او نورو ملیتونو سره نښتې کړي دي. په یونان کې هم افغانانو له سوریه والو سره څو ځلي نښتې کړي او وروستی ځل یې د یونان په سرحد کې له پاکستانیانو سره وهلي ول.
د فرانسې په کالې کې د افغانانو او سوډانیانو د نښتې د مخنیوي لپاره ۲۵۰ پولیس ځای پر ځای شوي خو تراوسه پوري یې څوک نیولي نه دي.
پناه غوښتونکو د یو بل له وهلو وروسته د یو بل خیمو ته اور ورته کړ.
د کالې په کمپ کې، چې د ځنګل کمپ هم بلل کېږي، شاوخوا ۵ زره افغان، سوري، عراقي، سوداني، ایراني، او نور پناه غوښتونکي مېشت دي. دوی هیله لري چې له دغه کمپه به بریتانیا ته لاړ شي.