د ۲۰۱۳کال د اګست د میاشتې په یوولسمه نېټه د یکشنبې په ورځ د هندوستان د ګواه په ایالت کې مېشت افغان محصلېنو کوچنی اختر په یو ماښامني پروګرام ولمانځنه.

غ2ونډه د ماښام په شپږو بجو د افغانستان د ملي سرود په غږولو پېل شوه.

د غونډې پرانستونکې وینا د سیاسي علومو د پوهنځي د پای کال محصل پاڅون (رسولي) وکړه. ده له ټولو مېلمنو څخه د مننې په ترڅ کې دا غونډه د افغاني کلتور د ودې لپاره ګټوره وبلله.

د ستېج چارې د پاڅون (رسولي) او رحمن نظر بیلیم لخوا پر مخ بیول کیدې. له ویناوو وروسته د مشاعرې برخه پیل شوه چې ېو شمېر محصلینو پکې برخه واخیسته. نصیب الله (عصمتي) عبدالله (عطایې) عزیزالله، جاوید (اتیلا) فیض الله (ټني) ولي (ولي زاده) پامیر(شینواری) ویناوې او شعرونه ولوستل.

4 3له مشاعرې او ویناوو وروسته پر هغو محصلانو، چې پخپلو پوهنتونو کې ښې نومرې او لاسته راوړنې درلودې، تحفې او جایزې وويشل شوې.

د غونډې یوه برخه تفریحي پروګرام ته ځانګړې شوې وه. په دې برخه کې، چې د ښاغلی نقیب (وطنوال) او محبوب الله (عزیزي) لخوا پرمخ بېول کیده، د ټولو ګډونوالو پرشونډو موسکا خپره شوه. همدارنګه د ېو شمېر محصلینو لخوا 4ګډونوالو ته ملي اټن وړاندې شو چې د ګډونوالو لخوا پر چکچو بدرګه شو.

په پای کې د غونډې جوړونکي هرېو پاڅون (رسولي) نصیب الله (عصمتي) نقیب (وطنوال) منان (نعمتي) فیض الله (ټنی) احمدشاه (سخا) او رحمن نظر (بیلیم) د ګډونوالو لخوا په تحفو ونازول شول.

غونډه د ماښام ناوخته د لسو بجو شاو خوا پای ته ورسېده. یاده دې وي چې تیر کال هم همداشان غونډه د محصلينو لخوا جوړه شوې وه.

پاڅون (رسولي) ګواه هندوستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *