لیکوال : رابرټ ایل ګرینیر

ژباړونکی: بسم الله پښتون مل

دوهم څپرکی

له منځه وړونکی

د منځني عمر ښځه د خړ نظامي میز پر ژۍ مخامخ نیغه راته ناسته ده ماته د استخباراتو، پر ځان باور، رازساتنې او خوش طبعۍ په اړه معلومات راکوي دا ماته بیخي نوي او له ټولو جلا معلومات دي، دا ښځه داسي یو څوک ده چې ماته قدر راکوي او ددې لپاره له چل څخه کار اخلي او زه یې په څه نا څه کارونو هم مشغول کړی یم.

پنځه په درې انچه کې کاغذي دوسیه مې په لاس کې وه او زه د ویرجینا په روسلین سیمه کې په یو بې نومه او بې لوحې دفتر پسې لالهانده ګرځیدم کله چې له واشنګټن نه راوتلی وم لا تر اوسه نه پوهیدم چې څه راته په انتظار کې دي او څه پیښيږي، زما لپاره بیلابیلې لیدنې تنظیم شوې وې او زه ددغې لړۍ یوې بلې لیدنې ته پر لاره وم.

دا لیدنې زما لپاره د ماسیچیوسټ ایالت د کانګریس د غړي حقوقي مشاور جیو ایرلي لخوا تنظیم شوي وې هغه زما د میرمني د تره زوي و، زما اخښیانو په سیمه ییزه حوزه کې دندي درلودي خسر مي په تیرو ټاکنو کې کار کړی و ځکه نو زما د خسر کورنۍ د ماسیچیوسټ ایالت د سیاستوالو له لوري پيژندل کیده او د ددې لپاره چې ددغې کورنۍ زړه یې ساتلی وي نو د کانګریس دغه وکیل د دوي له څڼیور ۲۳ کلن زوم سره مرسته کوله

هغه ۲۳ کلن څڼیور زه وم چې اوس د سي ای اې له لوري جذب شوم داسي راته ښکاریده چې د نړۍ ټول خلګ زما د لیدو لپاره وخت لري.

پر میز ناستي میرمني راڅخه زما د تیر وخت په اړه پوښتنې کولي، زه د خپلې کاتولیکي کورنۍ د اوو ماشومانو تر ټولو مشر او تر ټولو تابع اولاد وم د ماسیچوسټ ایالت په یوه ارامه سیمه او ارامه کور کې را لوی شوی یم ماشومتوب مې ساده او خوشاله و هغه راهبان چې ماته یې د کلیسا په ښوونځي کې درس وایه په خپل پاکوالي مغروره و خو ماته یې ډير څه راوښودل په اوړي کې به مې بیس بال لوبه کوله له ملګرو سره مې منډي وهلي او په حوض کې مې ورسره یو ځای لامبل او کله نا کله به مې د امریکايي څيړونکو او نظامي اتلانو ژوند مطالعه کاوه ځکه نو زما روزنې په شعوري ډول د وطنپالې او مذهبي اړخ وموند.

د امریکايي ګرځنده ژوند مطابق زه د خپلې کورنۍ له لوري له سیمي پنځلس مایله لیري د ویلسټن اکاډمي ته د منځنیو زده کړو لپاره ولیږل شوم پدغه له خښتو جوړ ښوونځي کې يې اوس هم ښوونکو ته ماسټر ویل هلکانو جاکټونه اغوستل او د ماښام ډوډۍ ته به په لیکه ولاړ و که څه هم په ښوونځي کې زما په څير کاتولیک او ځینی یهودان هم و خو اکثره یې د نوي انګلنډ اوسیدونکي و دغه چاپيریال پر ما جوړ و ټولنیز اداب او مسوولیتونه مې وپيژندل او هغه صمیمت چې ما دلته وموند زما ژوند یې پدغه ښوونځي کې راحت کړ.

ویلسټن ښوونځي په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ یمو کلونو کې له سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو خوندي نه و خو زما مذهبي توب او په زده کوونکو کې د ویټنام د جنګ پر وړاندي راپورته شوي کرکې زه له سیاسته لیري وساتلم د پوهنتونو محصلینو مظاهرې کولې خو ما پکې برخه نه اخیسته ما داسي فکر وکړ چې دوي د ویتنام د جګړې چندان په کیسه کي دي نه دي بلکه غواړي په سیاست کې ورته پاملرنه وشي او ځان په سیاست کې ښکیل کړي

زما بدني جوړښت د جان پاول جونز، سټيپن ډي کاټر او جنرال ډوګلاس مک ارتر په څیر و ځکه نو ما په یوه نظامي اکاډمۍ کې د شمولیت خوبونه لیدل د ښوونځي په اخري کال زه دوه ځله د اناپولیس ( نظامي روزنځای) لیدلو ته معرفي شوم او په اوړي کې له خپل پلار سره د دغه مرکز لیدو ته ولاړم، هلته نوي شامل شویو عسکرو تمرینونه کول هغه ځای او هلته عملي کیدونکو کارونو زما پر ذهن اثر وکړ دا مې ضروري وګڼله چې د دغه مرکز سخت انظباط پر ځان ومنم ځکه زه یې نور هم سمولم او پریکړه مې وکړه چې باید د شمولیت لپاره غوښتنلیک ور وسپارم.

نه د هغه وخت پوځ ضد تبلیغاتو او نه هم د ټولګیوالو رویې زه زړه ماتی کړم خو زما پلار دا کار وکړ، زموږ کورنۍ ډیره خپلواکه وه یواځي د ګوتو په شمیر داسي وختونه راغلي چي زما پلار زما په کارونو کې مداخله کړې ده چې له هغو لږ وختونو یو هم دغه وخت و.

هغه راته وویل : په یاد ولره که په پوځ کې شامل شوي نو بیا هغه څه نشي کولي چې ته یې ښه ګڼې بلکه هغه څه باید وکړې چې د پوځ لپاره په ګټه وي. دغې خبري زه ټکنی کړم او په ملکي برخه کې زده کړې ته مې مخه کړه. خو کله نا کله به مې په فکر کې ځان داسي یو څوک لیده چې غواړي په دولتي خدماتو کې کار وکړي زه ددې په علت نه پوهیدم او نه دا راته معلومیده چې زما دغه میلان به تر کومه ورسیږي او اخر به یې څه وي؟

په هغو وختو کې د زده کوونکو په منځ کې دا نظریه وه چې که په متوسطه ښوونځي کې تکړه یې او په ښو نومرو فارغ شې نو د نورو زده کړو لپاره به هم یو غوره ښوونځي ته ځې، زما د (ایوي لیګ) پر ښوونځي نظر و خو کله چې اخري مرحله راغله حالاتو تغیر وکړ ما فکر وکړ چې له کوچني لومړني ښوونځي غټ لومړني ښوونځي ته ځم، د پوهنتون ټوله دوره په مخ کي وه سره له دې چې ما په لومړي کال په درسونو کې خپل زیات کوښښ کاوه خو بیا هم دغه کال زما د زده کړو په بهیر کې یو خالیګاه وه ما به ډير وخت د نیو انګلینډ په شاوخوا سیمو کې د ملګرو په لیدو تیراوه، په شراب څښلو اموخته شوم، له نجونو سره مې اړیکي جوړې کړې او زما درجه په ټولګي کې ډيره کښته شوه، زما په راغلې نتیجه مې مور او پلار سخت وارخطا و.

د دوهم کال په اوړي کې زما پلار راسره پدې اړه خبري وکړې هغه د یو بریالي سوداګر په توګه زما ستونزه داسي بیان کړه: کله چې زه ستا د پوهنتون لپاره پیسې ورکوم نو ورته د پانګونې په توګه ګورم خو اوس دغه پانګونه سمه نه بريښي.

له دې نصیحت وروسته زما نومرې بیرته جګې شوې خو زه لا هماغسي ساده، تصوري او غیر فعال وم زه نه پوهیدم چې د ځان لپاره کوم ډول کار غوره کړم او چې د پیسو اړتیا ته به مې فکر وکړ نو یو کار کول غوښتل، پوهنتون زما لپاره د حقیقت موندلو یو بنسټ و لوي فیلسوف را نه جوړیده.

د ډراټ موت کالج د فلسفې څانګه له ځینو استثناتو پرته ښه نه وه ثابته شوې، زموږ دڅانګې استادان راڅخه نا امیده شوي و له ما توقع کیده چې د خپلو نورو چالاکه او فصیح ملګرو په څیر یو ژور حقیقت موندونکی او د خلکو په اذهانو پوهیدونکی کس شم.

دا کالج د ښکلا، باشخصیته ملګرو، بیلابیلو کلتورونو پخاطر ما خوښ کړ خو هلته د ګوتو په شمیر ملګري او استادان و چې اصلاحي خاصیت یې درلود دوي به زما په اړه ډیري خبرې کولي زما شاوخوا کسان اکثره یې پر ځان باوري، قانع، او د پوهې په لټه کې و غوښتل يې ژر فارغه شي ما غوښتل درې کلنې زده کړې سر ته ورسوم خو لوي سوال دا و چې تر فراغت وروسته به څه وکړم؟.

د لیليې ژوند مي خوښ و ځکه هلته مې فکري ازادي درلوده،له ډيرو ذهینو خلکو سره می لیدل، پوهه مي تر لاسه کوله او د نشو په مرسته مې ځان خوشاله ساته.

د ۱۹۷۰ لسیزي په منځ کې اقتصادي رکود پر شخصي تعلیمي مرکزونو بد اثر وکړ کارونه لږ شول ډیرو ځایونو ته د مي کار کولو لپاره پيژندپاڼه او غوښتلیکونه ولیږل خو یوازي یوه یې د مرکې بلنه راکړه. د باسټن ښار څخه بهر د کانکرډ اکاډمۍ چې کومه دنده ماته وړاندي کړه له هغه څه سره چې زما په ذهن کې و بالکل متفاوته وه، کانکرډ له ډيرو کلونو راهیسي کوچنی خصوصي د نجونو ښوونځي و چې له شاوخوا سیمو ورته د بیلابیلو خلکو خپلې لورګانې رالیږلې دغه زده کوونکي اکثره یې د شتمنو کورنیو وي چې ډیر وخت به یې په فلم، تلویزیون او سینما کې تیراوه، دغه ښوونځي پدې وروستیو کې مختلط سیستم ته اوښتی او اوس د هلکانو د لیلیې لپاره د یو کس په لټه و، دنده تدریسي نه وه بلکه د یو مشر په توګه د زده کوونکو څارنه وه چې غلط کار ونکړی ما ته دهمدې دندي وړانديز وشو.

د کالج په وروستۍ کال په زړه پوري و که څه هم د لیلیې په وظیفه کې مي معاش کم و خو د اوسیدو کوټه او خوراک پکې مفت و خپل عواید مې په یو نژدي ښوونځي کې په تدریس او د بیس بال د یو ټيم د روزونکې د مرستیالۍ په دنده سره زیات کړل د کانکرډ په ښوونځي کې مې زیات ملګري پیدا کړل او په ساعتونو وخت به مې له دوي سره د باسټن او کمبریج په شرابخانو او رستورانتونو کې تیروی.

دا زما د هغو خوبونو د رښتیا کیدو لپاره لمړنی ګام و چې څوک راته مشر صاحب ووايي، خو یوه ستونزه بله وه او هغه دا چې زما لپاره په ځوانۍ د خپلو احساساتو کنترول سخت و، که څه هم د ځینو زده کوونکي لپاره ښوونځي په زړه پوري وي خو ما فکر کوي چې زما لپاره نور په ښوونځي کې کار سخت دي او باید بل څه ته لاس واچوم. په اوړي کې مې د یو بل ملګري سره د کورونو د رنګولو کمپنۍ جوړه کړه او ژر مو د کمبریج په سیمه کې د ځینو پخوانیو ودانیو د رنګولو قراردادونه وکړل په رنګ لړلو جامو کې به مې د چای او ډوډۍ د وقفې په وخت کې اخبارونه مطالعه کول، نړیوال مضامین یې راته په زړه پوري و د منځنځي ختیځ د موضوعاتو په اړه مي دلسچپي پيدا شوې وه د فارس خلیج په تیلو ماړه هیوادونه، د اسراییلو او عربو شخړه او له ساړه جنګ وروسته د افریقا د واکمنۍ موضوعات، د رابرټ موګابي، این سمیت او جوشا نکومو د مانورو په اړه مې د اخبارونو اونیزۍ لړۍ لوستې، ما له ډیره وخته په نړیوال سیاست کې دلچسپي درلوده خو هیڅ وخت مې پدغه برخه کې کار نه و کړی. زما ملګري راسره په تکلیف و چې زه به یې له مطالعې بیرته کار ته ولاړولم. یو څو عشقي فلمونه مي درلودل چې هغه هم د منځني خیتز په اړه جوړ شوي هغه به مې هم کتل او پریکړه مې وکړه چې باید په نړیوالو اړیکو کې لیسانس واخلم.

یو بل شي هم د لا نورو زده کړو لپاره زما لیوالتیا زیاته کړه کله چې په ډراټ موت ښوونځي کي وم د باسټن د نرسینګ د څانګې پر یوې محصیلې عاشق شوم هغه د یوې لويي ایرلنډ نژادي کورنۍ څخه وه نوم یې پاولا و او موږ غوښتل چې ژر تر ژره واده سره وکړو خو یو کال مو لا نور ځکه انتظار ایست چې هغه فارغه شي، ما نه غوښتل چې بیرته بدو لارو ته ور وګرځم د څو میاشتو لپاره مې د باسټن په بک بې سیمه کې یو کور چې سر یې په چادر پوښلی و په کرایه ونیو او څو لنډ مهالي قراردادونه مې بشپړ کړل، کله چې هوا سړه شوه او د رنګمالۍ کارونه سخت شول. نو مې دود کشفونکې الې (smoke detectors) کور په کور خرڅولې او وروسته د ګازو په یو پمپ کې منیجر شوم. د ماسیچوسټ په ډیډام سیمه کې مې په لږ معاش د اونۍ ۶۰ ساعته کار کوی خو دغو ټولو سختو کارونو ماته د ژوند درسونه را زده کړل له سختیو سره بلد شوم، زړه سوي مې وپيژندی او داسي خلګ مي ولیدل چې تر اوسه یې زما په څیر نړۍ نه وه لیدلې.

د ۱۹۷۷ په پسرلې کې پاولا د باسټن کالج څخه فارغه شوه او د فراغت وروسته په لومړۍ جمعه یې زموږ واده وشو، واده مو د ایرلنډۍ رواجونو مطابق و شاوخوا ۲۰۰ تنو پکې چې اکثره یې ما د لومړۍ ځل لپاره لیدل برخه اخیستې وه، په څو اونیو کې مې د ویرجینا په پوهنتون کې زده کړه پیل کړه او زما ميرمن د دغه پوهنتون به روغتون کې د نرسې په توګه وګمارل شوه دا مهال زما عمر ۲۲ او د میرمنې مي ۲۱ کاله و.

له دې وروسته زه د سي ای اې تر دروازې ورغلم له یو ساعت صمیمې مجلس وروسته پر میز مخامخ ناستې میرمني رانه وپوښتل: د کومې دندې لپاره غوښتنلیک راکوې؟ له لږ فکر وروسته مې ورته وویل: فکر کوم د استخباراتي معلوماتو د تحلیل او تجزیې په برخه کې لیوالتیا لرم. دا زما د سي ای اې سره د کار کولو لپاره لومړۍ خبره وه او دا هم لومړی ځل و چې یو چا ماته درواغ ویل. میرمنې راغبرګه کړه : موږ اوس تحلیل ګر ته اړتیا نلرو، خو ایا تا فکر کړی چې د امریکا دولت له بحرونو ها خوا د هیوادونو په اړه د پټو معلوماتو راټولولو ته اړتیا لري؟

ژر مې ورته وویل : نه میرمنې ما تر اوسه پدې اړه هیڅ فکر نه دی کړی.

هغې د خپل ځان په اړه معلومات راکړل، واده یې کړی و او میړه یې د بهرنیو چارو وزارت یو کارمند و چې وړاندي یې د چین په شاوخوا سیمو کې د ډیپلومات په حیث کار کړی و او وروسته د سي ای اې د عملیاتي مرکز چې اوس يې ( د پټو خدمات ملي مرکز) بولي له لوري جذب شوی و میرمن یې د خپل خاوند پر لاره تللې وه او د نورو هیوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره د خپل میړه له اړیکو یې کار اخیست او هغه معلومات یې تر لاسه کول چې د امریکا لپاره په زړه پوري و. ددې وظیفه دا وه چې نوي جاسوسان پیداکړي د کار لپاره د هغوي انګیزه و ارزوي او قناعت ورکړي چې له سي ای اې سره په پټه همکاري وکړي.

ماته مخامخ میرمنې زما څخه د هغې فرانسوي کورنۍ په اړه پوښتنې وکړې چې د یو تعلیمي پروګرام پر مهال مې ورسره په فرانسه کې ژوند کړی و مثلا: د کور خاوند د څه په وړاندي حساس و؟ په ژوند کي يې څه غوښتل ؟ له خپل کاره راضي و؟ له واده خوشاله و؟ ما هم د خپل فکر مطابق ځوابونه ورکول خو زه هیڅ پر خپلو معلوماتو باوري نه وم د نورو خلکو په څیر ما هم د ملګرو او اشنایانو په اړه پر بې ارزښته معلوماتو تکیه کول او هیڅکله مې په سیستماتیکه توګه دوي نه و ارزولي او ازمویلي.

کله چې موږ خبرې کولې نو زه پوه شوم چې دغه میرمن ما یو داسي کار ته ور بولې چې په پیل سره یې زه باید هر څه ته له بیل لیدلوري وګورم.

هغې ماته وویل: موږ داسي کسان غواړو چې له ګڼې ګوڼې ډک هوايي ډګر او د خلکو منځ کې له یوه په زړه پوري کتاب سره ناست وي خو هیڅکله هم هغه کتاب ونه لولې ځکه دده ټوله توجه باید د خلکو پر څیړنه او پيژندنه باندي وي.

هغې زیاته کړه: یو تکړه استخباراتي مامور باید له خلکو سره ښې اړیکي ولري، په نه ستړي کیدونکي توګه پلټوونکی وي، د حالاتو درک ولري، د پيښې په عواملو پوه شي، باید ډیري زیاتي سرچینې او طبعي نرمښت ولري، باید ژر، لنډه او ښه لیکنه وکړای شي، باید ځان ونه ښيي ځکه دلته په راتګ سره باید له دې ادارې دباندي هیڅوک پوه نشي چې دا کس څه کوي؟.

دغې میرمنې ماته د عملیاتي مرکز د بیلابیلو اصولو او خصوصیاتو په اړه معلومات راکړل، د پرمختګ لاري چاري یې راته وښودي چې څنګه یو استخباراتي مامور د کوڅې له دندې د نظارت څوکۍ او بالاخره د ادارې دننه منصب ته رسیدای شي. پدغو لارو چارو کې دسیسه کاري او تهدید څخه کار اخیستل کیده، هیڅ وخت ندی راغلی چې زه دې پر خپل ځان بې باوره شوی یم خو اوس نه پوهیدم چې ایا دغه دنده به وکړای شم؟ له ځان سره په کشمکش کي وم.

هغې وویل: ته ښه بکګراونډ (ماضي) لرې، ستا علمي او ژبنۍ وړتیاوي ستاسره مرسته کولی شي، د خپل ظاهري جوړښت په اړه خپله پریکړه کولی شې، په لیکلو کې هم ښه یې، یواځي هغه څه چې ته یې باید فیصله کړې دادی چې ایا غواړي دغه دنده مخ ته یوسې؟ زما ځواب مبهم و.

نوموړې زیاته کړه: زه به تاته یو کتاب درکړم ته یې ولوله Night watch ډیويډ اټلي پلیپس لیکلی دغه کتاب به تا په هرڅه پوه کړي که دي لیوالتیا درلوده راسره اړیکه ونیسه بیا به د مقررۍ چارې پيل کړو

په هغه ماښام مې خپلې میرمنې پاولا ته ټلیفون وکړ د سي ای اې سره د لیدنې مې ورته وویل او زیاته مې کړه ( باور به ونکړې چې دوي څه ډول غوښتنې درلودې زما په ګمان موږ به هیڅکله داسي ونکړای شو).

هغې راته وویل : ډيره عجبه ده. سبا مخکې تر دې چې زه خپل کور ته ورسیږم پاولا د نایټ واچ کتاب له کتابخانې موندلی و بیا مو دوې ورځې په ګډه هغه لوست، پلیپس ( د کتاب لیکوال) په زړه پوري دنده ترسره کړې وه چې پکې په لوړه کچه بریاوي او بدې غمیزي شاملي وې، هغه د کیوبا د پيګ اډې په ناکامه یرغل کې برخه درلوده خو بیا یې هم پرمختګ کړی و او بالاخره د سي ای اې د لاتینې امریکا د څانګې مسوول شوی و، دده په کتاب کې مو ولوستل چې هغه  د جاسوس په اړه د عمومي افکارو چې ساړه، حسابګر او ډبرینو زړو والا دي برخلاف هغه یو شریف او انسان ملګری و کله چې دده د ژوند کیسه رسوا شوه موږ هغه او د هغه چالاکه میرمن وپيژندل.

د دریمې ورځې په سبا مې میرمنې راته وویل : دا هم یو کار دی.

ما هیڅ کله اوږد مهالې دنده سرته نه وه رسولې خو بیا هم دومره شوی وم چې د بیلابیلو کارونو پر مهال مې فرصتونه پيژندلی و، د مقررۍ کارونه ډير اوږده شول اوه میاشتې وخت یې ونیوی، په ۳۶ پاڼو کې مې خپله اوږده پيژندپاڼه ورته ولیکله، پوښتپاڼې او د لیکنې بیلګې مې ورته ولیکلې، عملي او نظريي ازموینې تیري شوې، د عصبي ډاکتر او د نژدي ختیځ له کارپوهانو سره مې خبري وشوي، د افشاګرۍ او پټو څيړنو تر ازموینو تیر شوم او له دې ټولو وروسته زه دې پایلې ته ورسیدم چې ما هغه څه موندلي چې له ډیره  وخته ورپسې ګرځیدم، په ژوند کې مې څو ځله دا تجربه کړې چې بخت او طالع مهمې دي.

زه د سی ای اې په عملیاتي مرکز کې د پټو خدماتو په څانګه کې د ټیټ رتبه افسر په توګه وګمارل شوم د ۱۹۷۹ کال د جنوري ۱۴مه، خاص هغه ورځ چې د ایران باچا محمدرضا پهلوي له خپله هیواد وتښتید زما د کار لومړۍ ورځ وه، له سختې یو کلنې روزنې او دفتري کارونو سره تر اشنا کیدو وروسته زه د نژدې ختیځ د فرقې غړی شوم او په لومړی ماموریت شمالی افریقا ته ولاړم. او بیا پر له پسې یوولس کاله چې ۱۹۸۰یمه لسیزه یې ټوله ونیوله زه له یوه بهرني ماموریته بل ته تلم، په نژدې ختيځ او لویدیزه اروپا کې مي شپږ ماموریتونه سرته ورسول خو زما په ټولو ماموریتونو کې به ما د منځني ختیځ پر موضوعاتو کار کوي، خپلي اکثره وظیفې مې د دولتي مامور په څيره کې سرته رسولې او په کومه څيره کې چې به ما ځان ښود ځينې وخت به یې زما پر اصلي کار بده اغیزه کوله، دوه کاله پر له پسې مې په نژدي ختیځ، اروپا او لیري ختیځ کې سفرونه وکړل او د دغو سفرونو پر مهال مې له جعلي اسنادو او بدلې څيرې څخه کار اخیست هغه څیره چې دغه مهال ما د ځان لپاره غوره کړې وه زما تر څيره ډیره په زړه پوري وه خاص د تمثیل غوندي و چې کله به مې چیرته امضا کوله څو ثانیې به مي فکر کوی چې اوس زه څوک یم او د چا نوم باید ولیکم.

پدغو سفرونو کې زما دنده داوه چې بهرني وګړي د جاسوسانو په توګه پیدا او استخدام کړم له دوي څخه د جاسوسانو په توګه کار واخلم، لارښوونې ورته وکړم او معلومات ځیني تر لاسه کړم. استخباراتي نړۍ ته د تکنالوژي په داخلیدو سره حالات اسانه کیدل خو بیا هم زموږ کار دوام درلود، سی ای اې ماته ویل چې هماغه لرغونې د خلکو جاسوسي ته دوام ورکړم، انسانان په تیره جاسوسان پیچلي طبعیت لري یو څوک هڅول چې د خپل هیواد یا خپلې ادارې اسرار زموږ سره شریک کړي په یقیني ډول یو سخت او خطرناک کار و، مبهم والی د جاسوس طبعي ملګری وی چې جاسوس پيدا شي بیا نو وخت پر وخت د هغه د حرکاتو، انګیزي تغیر او د  معلوماتو اهمیت ارزول کیږي د ناکامۍ بیه ډیره لوړه وي جاسوس کیدای شي وپيژندل شي یا هم ستاسي پر ضد ورڅخه کار واخیستل شي، کیدای شي دریمه ډله یې ځان ته جذب کړي او څو طرفه جاسوس شي یا هم که له ترورستانو سره اړیکي ولري تا ووژني، دغو ټولو خطرونو او ګواښونو ته په کتلو سره یو مدیر باید له خپل جاسوس سره نژدې او پر له پسې اړیکي ولري تر څو په حالت یې پوه شي، د مدیر کاری ساحه پیچلي وي او انسان پيژندنه سخته ده خو د تیز ذهن او پر وخت اقداماتو په کولو سره کولی شي چې هم حالات کنترول او هم ډیر څه زده کړي.

له سي ای اې زما وظیفه د دندې په نسبت د ژوند یوې طریقې ته ډیره ورته وه د ژوند هیڅ داسي اړخ نه و چې له ما دي پټ پاته و له ملګرو سره له سیاحتي سفرونو، بیا د انجینر په توګه تر کار کولو په هرڅه کې به ما هڅه کوله چې خپلې معلوماتي سرچینې پیاوړي کړم، په کلي کې میلې او د ساحل پر غاړه د ورځو تیرول هغه څه و چې زما د پټو کارونو لپاره به یې د لیدنو زمینه برابروله، له ملګرو به د ماښام د ډوډۍ له منځه په یوه او بله بهانه ولاړیدم تر څو د خپل همکار معلوماتي ټلیفون ته ځواب ورکړم ژوند اسانه نه وه هر کار به مې دوه هدفه درلود.

پاولا هیڅ وخت له سي ای اې سره اړیکي نه درلودي خو هلته زما په مقررۍ کې يې رول درلود هغه او زموږ ځوانه کورنۍ زما د دوه ګوني ژوند بشپړونکي و ځيني وخت به مې لیدل چې پاولا زما په نسبت د خلکو په شخصیت پيژندنه کې چالاکه ده او زه باید ورته پاملرنه وکړم.ډیري شپې به مې میرمني ته دا لارښوونې کولې چې که زه له کومې ناوخته لیدنې بیرته رانغلم نو باید چا ته احوال ورکړي. یو ځل یوه غمیزه هم رامنځ  ته شوه زما تر لاس لاندي یو مشر جاسوس چې د یو ظالم او د تروریزم ملاتړي حکومت پر ضد یې کار کوي او د دوهم لاس جاسوسانو نظارت یې کول د خپل وړوکوالي د یو ملګري له لوري وغولول شو او ووژل شو، دغې پيښي زه وویرولم او فکر مي وکړ چې راتلونکی هدف زه یم، په لانګلي کې زما مشر راته وویل چې ژر تر ژره د تفریح په بهانه غرونو ته ووزم او وروسته په دایمي ډول هغه هیواد پریږدم موږ فقط وکولی شو چې هلته خپلو ملګرو ته لنډ د خدای په امانۍ پيغام پریږدو. کار مې په شوق روان و هر څه مې پکې رانغاړل، زما د یوې ښځینه همکاري په قول زما دنده زما معشوقه وه، رښتیا هم د وخت په تیریدو سره دندې زما کورني ژوند او نورې کورنۍ پالنې اغیزمنې کړي په ځینو وختونو کې به له موږ د مرستې هیله نه کیده، په هغو کلونو کې مې بې رحمه او نشه یې غوندي ژوند درلود. میرمن به هر ماښام چې زه د ساحل غاړو ته د خپل همکارانو لیدنې ته تلم سخته انديښمنه وه ډیر وخت به مې په هوټلونو کې په میلمستیاو تیراوه، پاولا چې به هر چیرته غوښتل ځانته یې د نرسینګ دنده موندلې شوه له سفارتو رانیولي تر شخصي ښوونځیو او د تیلو تر کمپينو ، له بیلابیلو ملتونو او بیلابیلو مسلکونو مو ډیر خواږه ملګري پیدا کړل په لږ پرمختللي هیوادونو کې ژوند استعماري بڼه درلود، لويي سرایونه، خدمتګاران او د ټینس د لوبې میدانونه پکې جوړ و. رخصتۍ مو د یمن د منځني پيړیو له نااشنا ښارونو بیا د روم تر کنډوالو، د افریقا له دښتو بیا د هانکانګ تر مارکیټونو او د اتن د بې ساري ساحلونو تر منځ تیریدلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *