څه د پاسه اته سوه زره وګړي په روغتیايي او پوهنیز ډګر کې معلوماتو ته د لاس رسي او معالجې په موخه د نړۍ له مهمو مرکزونو سره ونښلول شول.
د لغمان پوهنتون، مرکزي روغتون او درې ښوونځیو ته د نوري فایبر شبکې د نښلولو چارې نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي او د ولایتي ادارې د یو شمېر چارواکیو له لوري رسما پیل شو.
دغه شبکه د ۱۱.۴۵ کیلو متره په اوږدوالی د څه دپاسه یوولس میلیونه افغانیو په لګښت دمخابراتو وزارت د اترا اداری دTDF(دمخابراتی پرمختګ صندوق) له بویجی څخه د افغان ټیلیکام مخابراتی شرکت لخوا د دوو میاشتو په اوږدو کې جوړېږي چې څه دپاسه اته سوه زره عام وګړي، د ښوونځیو زده کوونکي او د پوهنتون زده کړیالان او استادان به ترې په روغتیايي او پوهنیز ډګر کې معلوماتو ته د لاس رسي او معالجې په برخو کې ګټه پورته کړي او د نړۍ له مهمو روغتیايي او پوهنیزو مرکزونو او پوهنتونونو څخه به معلوماتونه تر لاسه او یو له بله سره به تجربې شریکې کړي.
د مهترلام مرکزي روغتون چی مخکې ورته د ۱۰ کمپیوټرونو په ظرفیت دمعلوماتي ټکنالوجۍ لابراتوار جوړ شوی وه اوسمهال له نوري فایبر سره نښلیږي چی موخه یی له لرې واټن څخه درملنه ده. دمعلوماتی ټکنالوجۍ پرمټ د دې روغتیایی مرکز څخه به د لغمان ولایت شاوخوا ۷ لکه وګړی ګټه واخلي او د دې پرځآی چی له هیواد څخه بهر د درملنې لپاره سفر وکړی بلکی له همدی ځایه به دهیواد او نړی په مشهورو روغتونونو کې معالجه کیږي.
همدارنګه د لغمان پوهنتون، د مستورې د انجونو او دغه راز د روښان او قرغیو ولسوالۍ د هلکانو د لېسو زده کوونکي او د پوهنتون زده کړیالان او استادان به په سمعې او بصري توګه نصاب، د هېواد او نړۍ تعلیمي او تحصیلي ادارو او همدارنګه بریښنایی کتابخانو، لابراتوارونو او څیړنیزو مرکزونو ته لاس رسی ومومي.
د دې تر څنګ د ۲،۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲،۱ کیلو مټر په اوږدوالي بیا همدغه شبکه چې د کرنې مسلکي لېسې، د شیخانو کلا د انجونو او د ډاکتر عبدالله لغماني د هلکانو د لېسو لپاره له وړاندې جوړه شوې وه نن عملا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان ولایت وکیلانو له کورنیو او دفاع وزارتونو څخه مهمې اوبېړنۍ غوښتنې وکړې
په ولسي جرګه کې د لغمان ولایت د خلکو استازو او د ولایتي شورا غړو د ولایت مقام ترمشرۍ لاندې د امنیتي،کشفي او نظامي ارګانونو له مسوولینو سره د امنیت د تامین او شته امنیتي تهدیدونو د مخنیوي په خاطر د همغږۍ فوق العاده غونډه وکړه، په غونډه کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي ترڅنګ، د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړو او د امنتي ځواکونو مسوولينو برخه درلود.
په پیل کې د ټولو امنیتي،کشفي او نظامي ارګانونو مسوولینو وویل چې د ولایت په کچه یې خپل حرکات او عملیات زیات کړي دي چې د ګڼ شمیر ویجاړونکو پیښو او بریدونو مخه یې نیولې ده، دوی د تشکیلاتو کموالی،په خپل وخت د امنیتي ځواکونو عدم اکمال او تجهیز هغه ستونزې یادې کړې چې په دغه ولایت کې شتون لري.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د ولایت په کچه د ښې حکومتوالۍ او انکشاف چارې ښې یادې کړې مګر د امنیتي حالت د تامین په خاطر یې د ګډ کار او تلاشونو غوښتنه وکړه، نوموړي د لغمان ولایت پر وکیلانو غږ وکړ چې د امنیت د تامین ترڅنګ ولسونه دې ته وهڅوي چې د امنیتي ځواکونو سره د امنیت په تامین کې همکاري وکړي.
د لغمان ولایت وکیلانو او د عالي مقام سلاکار د خپلو خبرو پرمهال د ولایتي ادارې د ټولو هغه کړنو او تلاشونو ستاینه وکړه چې د دغه ولایت د پرمختګ،بیارغونې او انکشاف لپاره یې ترسره کړي دي دوی ټولو ولایتي ادارې ته ډاډ ورکړ چې ولایت ته به د وزارتونو د توجه د جلبولو لپاره اساسي کار وکړي.
همدا راز د خلکو استازو په جدیت سره پریکړه وکړه چې د محلي حکومت سره به په ټولو چارو کې همکاري کوي او د ټولو هغه کړنو مخه به نیسي چې په دغه ولایت کې د قانون حاکمیت،امنیت او ښې حکومتوالۍ ته زیان رسوي.
امیرزيب دُراني