د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د کشف او استخباراتو رئیس تورن جنرال عبدالمنان فراهي نن د لغمان والي سره د خپل کار په دفتر کې دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د کشف عمومي مدیر ډګروال سید محمد، د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال نور الله قادري او یو شمېر نورو افسرانو یې هم ملتیا کوله، چې په دغه ناسته کې د ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار هم ګډون درلود.
پیل کې ښاغلي فراهي لغمان ته د خپل سفر په اړه لنډ معلومات د لغمان والي عبدالجبار نعیمي ته وړاندې کړل او زیاته یې کړه لغمان ته یې د سفر موخه په ځینو مهمو امنیتي مسایلو له نېږدې بحث او خبرې اترې او دغه راز په یو شمېر برخو کې ولایت مقام او امنیتي ځواکونو ته دا ډاډ ورکول دي چې د افغان هوايي ځواک اوس د دې وړتیا لري چې په مهمو عملیاتو کې برخه واخلي او د دښمن پټنځایونه له مینځه یوسي.
تورن جنرال فراهي زیاته کړه چې په ټوله کې د افغانستان او په ځانګړې توګه د لغمان امنیتي وضعیت د تېر کال په پرتله د بهترۍ لور ته روان دی او زموږ هڅه او تلاش هم همدا دی چې د خپلو ولسونو لپاره ډاډمنه امنیتي فضا رامنځته کړو.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي له نوموړي په ځینو مهمو ځایونو کې د امنیتي تهدیداتو د له مینځه وړلو په برخه کې د هوايي ملاتړ غوښتنه وکړه او د دې تر څنګ یې زیاته کړه چې د لغمان ولایت ستراتیژیک اهمیت ته په کتو د دې ولایت امنیت ته باید اړونده امنیتي او دفاعي وزارتونه ځانګړې توجو وکړي او په لغمان کې میشت امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونه باید له تجهیزاتي، تسلیحاتي، لوژستیکي او اکمالاتي پلوه لا پسې پیاوړي او غښتلي شي، تر څو د هغه دښمن پر وړاندې په مېړانه وجنګېږي څوک چې د بې ګناه انسانانو ویني تویوي، ماینونه خښوي او په ټوله کې تروریستي کړنې تر سره کوي.
ښاغلي نعیمي همدارنګه د کشفي ارګانونو د اصلاحاتو او په دغو ارګانونو کې د سمون راوستو په موخه د تغیر او تبدیل او تجدید نظر په اړه هم یادونه وکړه.
په پای کې یو ځل بیا تورن جنرال عبدالمنان فراهي د ولایت مقام ته ډاډ ورکړ چې د ولایتي ادارې د امنیتي او عملیاتي پلانونو په تطبیق او دغه راز د اړتیا پر مهال د هوايي ځواک څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې به خپله مرسته او همکاري له لغمان ولایت څخه و نه سپموي.