ژباړن: یحیی یعقوبي
لیکوال: لیز اندرسن
په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د متحده ایالاتو نه لاسوهنه یو ښه نظر دی، خو عملي به ځکه نه وي چې تر یاد کال وروسته د افغانستان پریښودل د امریکا لپاره کوم انتخاب نه دی او له ټاکنو ګوښه والی هم ورته مانا لري.
متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم ړنګ او پر ځای د حامد کرزي په مشرۍ یو نا ثمره دولت رامنځ ته کړ، چې د ۱۲ کلونو لپاره د ۱۵۰زره بهرنیو سرتیرو او ملیاردونو ډالرو مرستو پر مټ دوام وکړ، نو ایا د……..
د کرزي حکومت نن دا درک کړی چې په واک کې د مفسدو چارواکو او جنګسالارانو شتوالی د طالبانو د بیا ژوندي کیدا زمینه برابره کړې، نو تر هغې چې په افغانسان کې د کرزي پر ځای مناسب ځایناستی پیدا شوی نه وي، دا ستونزمنه ده چې هیواد د نړیوالې ټولنې د یوه باوري او دوامدار شریک په توګه تصور کړای شي.
څه فکر کیږي چې د کرزي مناسب ځایناستی څنګه پیدا کیدای شي؟ د ټاکنو له لارې؟ نه. هو.
ټول افغانان ټاکنو ته باید په ازاده او مناسبه بڼه لاسرسی ولري، که داسې نه وي نو نه ښايي چې په جعلي او ناډیموکراتیکو انتخاباتو ځان د ملنډو کړو. په داسې حالاتو کې غوره ده چې د خلکو غږ غبرګولو لپاره نورې لارې چارې وموندل شي. د یوه ارام سیاسي واک لیږد تر نامه لاندې باید د فساد ارام انتقال ته زمینه برابره نه کړو او نه هم د جعلي ټاکنو له لارې جنګسالارانو، د بشر حقونو پایمالونکو او د نشي توکو سوداګرو ته په واک کې د پاتې کیدا وخت ورکړو. همدومره بس دی،ځکه په تیرو دولسو کلونو کې دا تجربې تکرار شوې ، هیڅ ګټه مو ترلاسه نکړه او نه به یی ترلاسه کړو.
د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزې ټاکنې چې له پراخو درغلیو سره ملې وي، نو د ۲۰۱۴ کال ټاکنو په اړه په هیڅ دلیل دا فکر نه شي کیدای چې ګواکې تر هغو به توپير ولري، ځکه چې له همدې کال څخه به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شتوالی هم کمرنګه کیږي، همداراز کرزی او ورسره فاسد ډله به یی هڅه کوي چې ټاکنې د ځان په ګټه وڅرخوي، دوی به تر ډیره بې پرې خلکو ته د ټاکنو د رهبرۍ او بهرنیو څارونکو ته د څارنې اجازه ورنکړي. کرزی او د هغه ټیم به په واک کې د فاسدو چارواکو، جنګسالارانو، بشر حقونو پایمالونکو او نشي توکو سوداګرو د پاتې کیدا لپاره هڅه کوي او دوی به د پردې تر شا د کرزي قدرت خوندي کوي. دا هغه څه دي چې کرزی یی د افغانستان لپاره له متحده ایالاتو څخه غواړي. په اوسنیو شرایطو کې د ټاکنو ترسره کیدل به د راتلونکو لږ تر لږه لسو نورو کلونو لپاره د کرزي تر اغیز لاندې د یوه بدمرغه او یو مفسد دولت د دوام د قبلولو په مانا وي.
افغانان ښايي قضاوت وکړي چې امریکا د دوی پر وړاندې د دغو ټولو بیرحمیو طرحه کونکې ده.
له دې ستونزو د خلاصون یو غوره بدیل د لا زیات سیاسي فعالیت رول زیاتول دي. متحده ایالات ښايي داسې یوه کاندید ته زمینه برابره کړي چې د کرزي د بري لپاره کار کوي. نوی شخص باید په هیواد کې د فساد محدودولو او د افغانانو له ګټو سره د سیمې او نړیوال ځواک د ګټو همغږي کولو جوګه وي، دی باید نه یوازې له امریکا سره د ښه تفاهم وړتیا ولري بلکې د افغانانو په منځ کې هم د عزت څښتن وي او وسلوالو مخالفانو ته ورسره د ګډ کار کوو احساس ورکړي. که له دوی څخه ځیني د جګړې خوا ونیسي نو ښايي لږ تر لږه خپل نیمايي ملاتړي له لاسه ورکړي. په داسې حالاتو کې امریکا بیا کولای شي چې خپل تاثیرات وکاروي،…..
یوازې همدا ډول ټاکنې به مانادارې اووسي، خو که داسې ونه شي، نو بیا به مو پریکړه افغانانو ته نه بلکې کرزي او د هغه له جنګسالارانو، نشي توکو سوداګرو او فاسدو ملګرو څخه جوړ ټیم ته پریښې وي. په افغانستان کې د فساد کلنۍ کچه دوه نیم ملیاردو ډالرو ته رسیږي، چې دا د هیواد د کورنۍ ناخالصو تولیداتو څلورمه برخه جوړوي.
۲۰۱۴ کال موږ ټولو لپاره اساسي او مهم ځکه دی چې په دې کال کې :
-ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي.
-نوی ولسمشر به ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاره مومي او په ډیر قوت سره به د نوي دولت جوړولو او خپل دریځ پیاوړي کولو لپاره کار کوي.
-اقتصادي لیږد به ترسره کیږي.
-پوځي انتقال به ترسره شي.
– د سولې مذاکرات به وشي. همدا سیاسي توافق ته د رسیدو لپاره د ریښتینو هڅو وخت دی.
تقریبا ټول کاندیدان په دې تمه دي چې ……. د راتلونکي ولسمشر ټاکنه او ایله د ټاکنو ترسره کیدنه د دوی د قانوني کیدا لپاره یو سند دی. لاندې ښاغلي د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي کاندیدان دي:
–د ملي اجماع ډله : په دې ډله کې چې علي احمد جلالي، ډاکټر انورالحق احدي، ډاکټر اشرف غني احمدزی، ډاکټر زلمی خلیلزاد، حضرت عمر زاخیلوال، احسان الله بیات او قیوم کرزي شامل دي، ډیری یی د متحده ایالاتو تابعیت لري. دوی په منځلاري ډول له یو لړ بدلونونو سره د اوسني دولت د دوام غوښتونکي دي نه د کرزي او جنګسالارانو د ځورولو. دې ډلې په هیواد کې دولس کاله واکمني وکړه، هم خپله او هم یی نږدې خپلوان په فساد او د دولتي ملکیتونو په چور او تالان کې ښکیل دي. اکثریت بهرني قراردادونه همدې ډلې سره تړلي، چې له همدې لارې ډیرې پیسې ترلاسه کړي. …… او له همدې امله په بشپړه توګه د امریکا ترحم ته سترګې ته پر لاره دي. دې ډلې قیوم کرزی ځکه له ځانه سره نیولی چې ولسمشر ته د هغه د ګټو د خوندیتابه ډاډ ورکړي.
–د شمال ټلواله : دا ډله له عبدالله عبدالله، یونس قانوني، رسول سیاف، محمد محقق او عطانور څخه جوړه ده. د قومي لږکیو په دې ډله کې هغه جنګسالاران او د بشر حقونو سرغړونکي شامل دي چې دولت کنټرولوي. دوی دولتي ملکیتونه چور او بشري حقونه تر پښو لاندې کړي. دوی له قومي اختلافاتو په ناوړه ګټنې د ایران او روسي ملاتړ او مرستې ترلاسه کولې. د شمال ټلولې دا ډله په دې باور ده چې پښتانه په جګړې کې د ښکیلتیا له امله په رایه اچونه او راتلونکي دولت کې له اغیزمن ګډونه بې برخې دي. د دوی په فکر ټاکنې به تر ډیره په هغو سیمو کې ترسره شي چې قومي لږکي په کې میشت دي او له همدې امله راتلونکی حکومت به د قومي لږکیو په واک کې وي. سربیره پر دې د ټاکنو کمیسون کنټرول هم دهمدوی په لاس کې ده. په یاد ولرئ چې د کمیسون د ۷ کمشنرانو له منځه یو هم پښتون نه دی. …..
همداراز دا ډله د ولسمشر کرزي له ملاتړه برخمنه ده، او همدا لامل دی چې کرزی بهرنیانو ته د ټاکنو د څارنې اجازه نه ورکوي. دوی اساسا د لویدیځ پر ضد دي، خو د اړتیا پر مهال د اړخ بدلولو وړتیا هم لري.
–حنیف اتمر : پخوانی کمونیست او د کرزي په حکومت کې د کورنیو چارو وزیر وو. له نوموړي سره د حق او عدالت په نامه ډله کې تر ډیره هغه پخواني کمونستان ګډ دي چې په ۱۹۸۰ کلونو کې له سره پوځ سره خوا په خوا د افغانانو پر وړاندې جنګیدلي، همدا وجه ده چې ډیری یی حتی خپلو کلیو او سیمو ته هم نه شي تللای. دا چې دوی له لږ شهرت لرونکي ملاتړه برخمن دي، نو ځکه د غرب قوي ملاتړ ته سترګې پر لاره دي.
ډاکټر فاروق اعظم د افغانستان لپاره د سولیز بدلون د حرکت مشر : نوموړی یو له هغو خپلواکو کاندیدانو څخه دی چې له فساده پاک او د کرزي په حکومت کې یی دنده نه ده ترسره کړې. ډاکټر اعظم او ورسره ډله یی د کرزي په حکومت کې د فساد، بشري حقونو پایمالونکو او نشي توکو سوداګرو د شتوالي له امله له سختو ګوتنیونکو څخه ده. نوموړی اصلا د کندهار استوګن دی، په امریکا او برتانیه کې یی زدکړې کړي او دوه ځلې یی د وزارت پر څوکۍ کار کړی.
ډاکټر اعظم د ټولو نوماندانو په منځ کې له ښه شهرت او ولسي محبوبیته برخمن دی او د هیواد لپاره پراخ لرلید لري. دی د ښې حکومتوالۍ او اقتصادي پراختیا لپاره د یوې ځانګړې نظريي پر لرلو مشهور دی. ډاکټر اعظم د وسلوالو مخالفانو په ګډون له ټولو ډلو سره ښې اړیکې لري.
فوزیه کوفي، د افغان پارلمان غړې : نوموړې د ښځو حقونو فعاله ده. په اداري چارو کې لږه کاري تجربه او کمزورې اخلاقي مخینه لري چې دا مسله په افغاني ټولنه کې خورا مهمه ده.
سربیره پر دوی ځیني نور ناڅرګند کاندیدان لاهم د ولسمشر کرزي شنې اشارې ته په دې تمه دي چې ګواکې د نوموړي د ملاتړ او امکاناتو په راخپلولو سره خپل چانس زیات کړي. کله چې ولسمشر کرزی په راتلونکو ټاکنو کې د هغه له کلیدي رول څخه خبر وي، نو تر خپلې ټاکلې نیټې به د خپل واک لوړولو او پر خپلې خوښې کاندید د اغیز زیاتولو هڅه کوي.
تیرو دوو ولسمشریزو ټاکنو ته په کتلو په اوسنیو حالاتو کې هم هیڅوک دا باور نه لري چې ګواکې راتلونکې ټاکنې به په افغانستان کې سوله او ثبات راولي. د خلکو په نظر راتلونکی دولت به هم د تیر مفسد هغه دوام وي.
د ډاکټر اعظم نظر له نورو نوماندانو توپیر لري، دی په شخصي، قومي او د ټوپک په زور ولاړ اوسني واکمن نظام پر ځای پر ایدیالوژۍ او ګوندونو متکي ولسواک نظام په راتلو سره یو واقعي بدلون غواړي. نوموړی له نورو کاندیدانو په توپير په ۲۰۰۱ کال کې د بون کنفرانس یو منتقد دی او پر باور یی چې له همدې لارې جنګسالاران پرته له دې چې بې وسلې شي سیاسي واک ته ورسیدل. دوی له همدې وسلې او دولتي موقفه په ګټنې دولتي سرچینې او شخصي ملکیتونه لاندې کړل. د ډاکټر اعظم په فکر همدا چاره د فساد اساسي لامل دی او باید اصلاح شي.
متحده ایالات باید دا ټول کاندیدان په بشپړ ډول وپيژني او وازمويي چې کوم یو یی د کرزي پر ځای راتلونکې رهبرۍ ته وړ کس دی چې دوی ترې قوي ملاتړ وکړي. د ارزونې لپاره ځینې معیارونه په لاندې ډول دي:
۱-څنګه یو پراخ سیاسي تصفیه رامنځ ته کیدای شي؟
۲- څنګه کیدای شي چې منځلاري طالبان پخلا او په دولت کې برخه ورکړل شي؟
۳-اقتصادي پراختیا ته څنګه زمینه برابره شي؟
۴-د فساد او نشي توکو کنترول او مخنیوي لپاره باید څه وشي؟
۵-څنګه کیدای شي چې یوه ښه حکومتوالي رامنځ ته شي؟
۶-له سیمیزو قدرتونو سره د مثبتو او ښو اړیکو جوړولو لپاره څه کیدای شي؟
۷-څنګه کیدای شي چې نوی مشر باوري،امین او د نړیوالې ټولنې یو دایمي شریک اووسي؟
لیز انډرسن صیب، هر چا له یوه کاندید سره کافي څښلې او خوږې خبرې یې ورسره کړي او داسې ښکاري چې تا ښاغلي له فاروق اعظم سره ترخه او په بوره خوږه نیسکافي څښلې ده. که نه، فاروق اعظم خو له ما او تا پرته په ولس کې هیڅوک هم نه پېژني. په هر حال، ستا په څېر ډېر نور روسي، ایراني، امریکایي، چینایي، پنجابي، فرانسوي، ترکي لیز انډرسنان شته چې هر څوک خپلې خوا ته تیشه وهي.
۱-څنګه یو پراخ سیاسي تصفیه رامنځ ته کیدای شي؟
د اول سوال ځواب: ټوله هغه جنکي، د بشرحقوق سرغړنی کسان او ټوپکسالاران له منځه یوړ شی او هغه قوم نوی ځوانان او سپینږیری کسان سانی ته راشی او دوی د خپلو خاینون په موقابل ودرول شی.
۲- څنګه کیدای شي چې منځلاري طالبان پخلا او په دولت کې برخه ورکړل شي؟
دوهم سوال ځواب: اصلا خو منځلار طالبان ډير لږ کسان دی او دهغو دلاسه افغانانو او افغانستان ته هیځ خطر نه دی متوجی او ډیر حسانه کولای شو چي ښه رئيس جمهور ولرو او هغه درواغجن نه وی او دطالبان اتمنا تر لاسه کړی.
۳-اقتصادي پراختیا ته څنګه زمینه برابره شي؟
دریم سوال ځواب: امینت چي په ملک کی پيداشو خود به خوده اقتصادی پراختیا زمینه براره شوه، خو خارجی او داخلي تجاران باید تشویک شي او خاینونو ته اجازه ور نه کړل شي چي دوي مداخله وکړی او هر څه په خپله ګټه تمام کړی.
۴-د فساد او نشي توکو کنترول او مخنیوي لپاره باید څه وشي؟
څلورم سوال ځواب: اول باید فساد کوونکی ته سخته سزا ورکړل شي چي نور کسان هم ځيني عبرت واخلی او دوهم د نشي توکو کاروبار والا ته دي داسي سزا ورکړی هميشه نور پیدا ولری. هم داسي موږ کولایشو چي ګرونده او کښتګر والا څخه هغه څه چي دوي يي کری دولت په ډيره ښه بيه رانیسي او هغه په خپلو ګودامو کي زخیره کړی او يا په نورو هیوادو کي ښه مارکټ پيدا کړی او هغه څه چي دولت ضرورت ورته ولری په خپلو ګدامو کي زخیره کړی.
۵-څنګه کیدای شي چې یوه ښه حکومتوالي رامنځ ته شي؟
خاینانو سره دي حساب او سزا ورکړل شي او سمتي، قوم پرستي ژبي پرستي دی نه وی او هغه چا دي دغه عمل وکړی سخته سزا دی ورکړل شي او کار دی، احل کار ته دی ورکړی خو ډیر مهم هم نه دی، خارجی کسان دی په دولت کي نه وی، خو مهم هغه کسان دی چي خپل ملک ته وفا داره وی او په کار پوهيږی.
۶-له سیمیزو قدرتونو سره د مثبتو او ښو اړیکو جوړولو لپاره څه کیدای شي؟
له سيميزو قدرتونو سره د مثبتو او ښو اړيکو لپاره دي سیمیزو مشرانو ته دی معاش کښيښوال شي او مصولیت په غاړه ورکړل شي چي ستاسو په کلي کي هر څه پيښه شوه نو ستاسو جایداد ضبت کیږی.
۷-څنګه کیدای شي چې نوی مشر باوري،امین او د نړیوالې ټولنې یو دایمي شریک اووسي؟
اول: باید کلد مسلمان وی.
دوهم: درواغجن باید نه وی.
دریم: په خپلو وعدو وفا باید وکړی.
څلورم: پنځه وخت لمونځ باید وکړی.
پنځم: په خپلو وعدو او خبرو کي باید رښتنی وی.