تاند- د طالبانو یوې ډلې د افغانستان له حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته د تیاري د اعلان په ترڅ کې په هیواد کې د اسلامی او شرعي قوانینو د اجرا او د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې ملا عبدالمنان نیازي نن /یکشنبه/ خپلو یو شمېر پلویانو ته وویل، سره له دې چې د دوی ډله د افغانستان پر حکومت هیڅ باور نه لري خو له دې سره سره له کابل سره بې قید و شرطه خبرو ته حاضره ده.
عبدالمنان نیازی (عکس) د ملا محمد رسول اخوند مرستیال دی.
د رسول ډله د ۲۰۱۵ د جولای په پای کې وروسته له دې جوړه شوه چې د ملا محمد عمر د مړینې خبر اعلان شو او د ملا اختر محمد منصور پر مشرتابه د طالبانو په شورا کې اختلاف رامنځته شو.
دا ډله وايي چې د منصور پر ځای د هبت الله ټاکنه هم نه مني ځکه چې نوموړی د آی ایس آی په خوښه په پاکستان کې ټاکل شوی دی.
تر دې مخکې د ملا محمد سول اخوند ډلې ملا اختر محمد منصور د پاکستان جاسوس بللی و.
سره له دې چې د رسول سیاله ډله زیات نفوذ، مالي او نظامي امکانات او پر ډېر شمېر طالب قوماندانانو کنټرول لري، د رسول ډله وايي چې پر له پسې د مقابل لوري قوماندانان او پلویان وراوړي.
د رسول د ډلې د سرچینو په ادعا د شنبې په ورځ په لوګر کې ۳۱۰ تنه طالبانو د ملا هبت الله له مشرۍ سره مخالفت وکړ او له ملا رسول اخوند سره یې بیعت وکړ.
د طالبانو د خپلمنځي ادعاوو ثابتول اسانه کار نه دی.
د طالبانو یو والي ووژل شو
له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د دایکنډي لپاره یې د طالبانو والي د اروزګان ولایت په چوره ولسوالي کې وژلی دی.
دفاع وزارت وايي چې اسدالله، چې په ملا شکېب مشهور و، د اروزګان د چورې ولسوالۍ د جنګي چارو مسوولیت هم په غاړه درلود.
ویل کېږي چې طالبان، د یوې پټې معاملې پر اساس، چې له ایران سره یې کړې ده، د افغانستان له شیعه مېشتو سیمو او د هغو له اوسېدونکو سره کار نه لري او حتي د دغو سیمو لپاره ټاکلي تشریفاتي والیان او نور مسوولان یې هم په نورو سیمو کې اوسي.