د فارن پالېسۍ د رپوټ له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، ایران په پام کې لري چې له وسلهوالو طالبانو سره یوځای له افغانستان سره پر ګډې پولې حایله سیمه رامنځته کړي، څو ایران ته د داعش له سرایت څخه مخنیوی وکړي.
پهدغې لیکنه کې د ایران او طالبانو روابطو ته لنډه اشاره شوې او د اسلامي دولت ډلې (داعش) ورهاخوا له طالبانو سره د ایران د اړیکو پر اهدافو رڼا اچول شوې ده.
ایران او طالبان
د شوروي پر وړاندې د افغان جهاد پر مهال ایران له مشخصو شیعه ډلو سره اړیکې درلودې او مرسته یې کوله. ایران له مذهب څخه په استفادې هڅه کوله چې د شیعه افغانانو ترمنځ خپل نفوذ پراخ کړي؛ خو د بېلابېلو شیعه ډلو موجودیت له امله د ایران مرستې کارنده نه وې؛ بلکې د شیعه افغانانو ترمنځ د بېلوالي لامل شوې(د تهران اتهګونې ډلې یې ښه بېلګه ده). له شیعه ډلو سربېره، له نظار شورا سره هم ایران مرسته کوله او له جهاد وروسته د کورنیو جګړو پر مهال د مرستو په برخه کې ایران خپل رول درلود.
د طالبانو واکمنۍ پر مهال ایران له نظار شورا چې د شمال ټلوالې ترنامه راڅرګند شوی و، پرېمانه مرستې وکړې. دغه چاره د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو پر خرابوالي تمامې شوې او حتی د د واړو هېوادونو ترمنځ د مخامخ جګړې وېره هم رامنځته شوه (په مزارشریف کې د ایراني دیپلوماتو د وژنې له امله دغه حالت رامنځته شو). دغه حالت له شمال ټلوالې سره د ایران د مرستو پر زیاتوالي منتج شول او ایران په بشپړه توګه د طالبانو پر وړاندې ودرېد.
په ۲۰۰۱ کې په افغانستان کې د نوي نظام په راتګ سره د کابل-تهران ترمنځ اړیکه ټینګه او ښه شوه؛ خو د طالبانو بیا راپورته کېدو سره (۲۰۰۳-۲۰۰۴) د پخوا برخلاف ایران له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې او پخوانۍ تربګنۍ ته یې شا کړه. په نوي پېر کې ایران له طالبانو سره د مرستې او اړیکو له لارې دوه اساسي اهداف تعقیبول: لومړی دا چې د ایران او لوېديځو هېوادونو په ځانګړي توګه امریکا ترمنځ اړیکې خرابې وي، ایران تر سختو نړۍوالو بندیزونو لاندې و. دغه مهال د تهران غوښتنه دا وه څو د طالبانو په مرسته لوېدیځو هېوادونو ته مالي او ځاني زیان ورسوي. لهدې امله چې طالبان د بهرنیو پر وړاندې جنګېدل، نو ایران موخه هم ترلاسه کېدای شوه. ایران له وسلهوالو طالبانو سره د پیسو او پوځي تجهیزاتو مرسته کوله او لهدې لارې یې طالبان د امریکا په مشرۍ ناټو پر وړاندې مقاوم کول (د ایران مرسته تر ډېره بریده په لوېديځو او سوېلي ولایتونو متمرکزه وه). دویم هدف د افغانستان اوبو مهارول و. د تېرو کلونو په اوږدو کې ایران په وار ورا هڅه کړې ده چې په افغانستان کې د اوبو بندونو له جوړولو څخه مخنیوی وکړي (پهدې لړ کې د هلمند د اوبو نه مهارول په سر کې ځای درلود).
داعش؛ د ایران او طالبانو ګډ دښمن
خو د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) په ظهور او او د فعالیت له پراختیا سره د ایران او طالبانو اړیکې نوي پړاو ته دننه شوې. داعش او طالبان د یوه بل پر وړاندې درېدلي دي؛ خو د طالبانو په پرتله وهابي داعشیان د ایران لپاره لوی خطر بلل کېږي.
(په ۲۰۱۴زېږدي کال کې د داعش وياند ابومحمد العدناني ويلي و، اسلامي دولت ډله چمتو ده چې ايران په وينو کې ولمبوي). ظاهرا تهران غواړي له طالبانو سره د مالي او پوځي مرستو له لارې خپلو پولو ته څېرمه د داعش له فعالیت څخه مخنیوی وکړي؛ اما باور دا دی چې لهدې ورهاخوا ایران نور اهداف هم تعقیبوي. لاندې ځینو دغو موخو ته اشاره شوې ده.
ثبات او بېثباتي
ظاهرا ایران په افغانستان کې د نسبي ثبات غوښتونکی دی (د کډوالو ستونزې، د مخدره توکو قاچاق، سرحدي ستونزې او … هغه ستونزې دي چې په افغانستان کې د ثبات نشتوالي له امله ایران ورسره لاس او ګرېوان کېدای شي چې کورنۍ جګړې یې ښه بېلګه ده)؛ خو دغه ثبات باید دومره پیاوړی و نه اوسي چې په افغانستان کې د ایران ګټې له خطر سره مخ کړي. د افغانستان د اوبو او د اوبو بندونو له جوړولو ورهاخوا؛ تهران د نفوذ د زیاتوالي او په رسمیت پېژندلو غوښتونکی دی. تهران په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده (له ښوونځیو نیولې بیا تر پوهنتونو او رسنیو پورې). په افغانستان کې د بشپړ ثبات له موجودیت سره د ایران ګټې او نفوذ له خطر سره مخ کېدونکی دي او د اوبو مهارول جدي دي. پر دې اساس دغه هېواد یوازې د نسبي امنیت او ثبات غوښتونکی دی. د دې لپاره چې ثبات بشپړ نهشي؛ له وسلهوالو مخالفینو ملاتړ هغه څه دي چې پهدې برخه کې مرسته کولای شي.
د ریاض-تهران سیالي
سعودي عربستان ځان د اسلامي نړۍ د مشر په حیث ګڼي؛ خو د دغې مشرۍ پر وړاندې ایران ولاړ دی (عربستان د سني اسلام او ایران د شیعه اسلام علمبرداران دي). دواړه هېوادونه د منځنۍ ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې پر سیالۍ او نیابتي جګړو بوخت دي. پهدې لړ کې سعودي تورن دی چې له داعش څخه ابزاري استفاده کوي؛ خو پر وړاندې یې ایران بیا له شیعه ملېشو څخه ګټه پورته کوي او د سلفي-وهابي ډلو پر وړاندې یې دروي. دغه سیالي افغانستان ته هم غځېدلې چې د دیني مدرسو له جوړولو را نیولې بیا تر مرستو پورې ټول موارد رانغاړي.
ایرانی لوری پهدې باور دی چې د داعش تر شا د سعودي عربستان په ګډون د یو شمېر نورو عرب هېوادونو لاس هم دی او غواړي د دغې ډلې په ذریعه ایران او د ایران ګټو ته زیان ورسوي. له همدې امله د سعودي عربستان دودیز ملګري (طالبان) یې ځان ته را جذب کړي، څو د داعش پر وړاندې یې وجنګوي.
بل لور ته له داعش ورهاخوا، د سیمې په کچه د مشرۍ مسله او د سیمهییز ځواک په توګه د ایران مطرح کېدل هم له پامه نهشي غورځېدای. له طالبانو سره د ایران نږدې اړیکې د دې ښکارندويي کوي چې تهران توانېدلی حداقل د اوس لپاره طالبان د سعودي عربستان له دودیزې ملګرتیا او نفوذ څخه خپل لور ته رامات کړي. په اوږد مهال کې دغه چاره پر دې تمامېدای شي چې تهران وسلهوالو طالبانو ته د دویم اسلاماباد-راولپنډۍ حیثیت ولري. لهدې سره د ایران او سعودي عربستان سیالي نوي پړاو ته دننه کېدای شي. خو د ایران او طالبانو ترمنځ پخوانیو تربګنیو او مذهبي مسایلو ته په کتو؛ د ایران لپاره ستونزمنه ایسي چې د سعودي عربستان ځایناستی دې شي؛ اما ناشونې نهده.
پایله
سربېره پر دې چې طالبان او ایران د دښمني مخینه لري؛ خو اوسمهال ګډو ګټو دواړه سره یوځای کړي دي. باور دا دی چې ایران غواړي د سوریې په څېر په افغانستان کې هم نیابتي جګړه پیل کړي/پیل کړې ده. د نیابتي جګړې پیل د ټولو نړۍوالو قوانینو او د کابل-تهران ترمنځ د شویو هوکړو خلاف عمل دی. دغه کار د افغان حکومت له پامه غورځولو په معنی دی. لهدې پرته د قانوني حاکمیت موجودیت په صورت کې دا مسله په هېڅ ډول نهشي توجیه کېدای چې ایران دې د افغان دولت له وسلهوالو مخالفینو سره مرسته وکړي. لهدې سره مهمه ده چې پر ایران د فشارونو زیاتوالي لپاره جدي اقدامات په پام کې ونیول شي. نړۍوالو اورګانونو ته مراجعه پهدې برخه کې کارنده تمامېدای شي؛ خو له هغه وړاندې د دواړو حکومتونو ترمنځ مخامخ خبرې هغه څه دي چې د ستونزو په هواري کې ګټورې تمامېدای شي. لهدې پرته له ایران سره پر پوله د افغانستان په خاوره کې د حایلې سیمې رامنځته کېدل؛ د طالبانو د قوت د زیاتوالي او بالاخره د ایران لهخوا د طالبانو له رسمیت پېژندلو پرته بله معنی نهشي درلودای. لهدې ورهاخوا د حایلې سیمې رامنځته کول پر دې منتج کېدای شي چې د افغانستان مشخص جغرافیا دې د ایران په مستقیمې مرستې د وسلهوالو طالبانو تر کنټرول لاندې راشي. باور دا دی چې دغه چاره د ایران لهخوا د افغانستان د ملي حاکمیت نقض او له ترهګرو ډلو سره د دغه هېواد ښکاره مرستې او ملاتړ ډاګیز کوي.