د ادبياتو ښوونکى د ښار يواځيني او ستر پوهنتون ته تازه راغلى و، په ټولګي کې يې د تدريس په لومړۍ ورځ زده کوونکو ته دنده ورکړه چې د خپل ژوند يوه يوه هيله په ښکلي انداز وليکي او بيا يې دې د ده په مخ کې وړاندې کړي.
سبا ته يې کورنۍ دندې راټولې کړې، يوه يوه يې د تختې له مخې له خپلو زده کوونکو اورېدله او خپل نظر يې ورسره شريکولو، ټولوعجيبه هيلې ليکلې وې، ډېرې له درد او محروميت ډکې وې.

يوې غنم رنګه نجلۍ ته نوبت ورسېد: ليکلي يې وو:

“په وطن کې مو جګړه وه، يو کلنه وم چې پلارمې ژوندى ورک شو، مور مې را لويه کړم، خپل وطن مو کلونه پخوا پرېښود، په ګڼو هېوادونو کې مې ژوند تجربه کړ، بس په دې هيله چې يوه ورځ به هغه راځي او ماته به غږ کوي چې لورې زه راغلم!”

د ښوونکي له خولې ناڅاپه د لورې کلمه په لوړ غږ راووته، ټول زده کوونکي حيران شول، استاد خپلې سترګې د نجلۍ په څېره کې ګنډلې وې، لکه خپله ورکه يې چې موندلې وي.

٢٠١٦، د مې ٢٧مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *