تاند- د حکمتیار اسلامي حزب نن په یوه اعلامیه کې د افغانستان له حکومت سره د سولې پروسې ته خوشبیني ښکاره کړې خو په عین حال کې یې غوښتنه کړې چې د دې پروسې تر نهايي کېدو پوري یو څه صبر ته اړتیا ده.
حکمتیار ویلي« د روغي جوړي او مصالحې په اړہ هيله ده لږ صبر وكړئ، تر هغه انتظار وكړئ چي د حزب اسلامي او دولت تر منځ مذاكرات خپل منطقي پاى ته ورسېږي، دواړہ لوري تفاهمليك ته وروستۍ بڼه وركړي او لاسليك ته ئې چمتو كړي، د دواړو لورو له توافق وروسته به رسماً او په گډہ دوى خبر كړى شي. مه تلوار كوئ او مه د هغو كړيو د كركجنو تبليغاتو پروا كوئ چي شيطاني موخي لري او له سولي وېرېږي.»
ده د سولې د پروسې په وړاندې د منفي تبلیغاتو په غبرګون کې ویلي چې څوک باید د دغو تبلیغاتو تر اغېز لاندې را نه شي، دا پروسه به منطقي انجام ته ورسېږي.
په پاکستان کې د حزب اسلامي د دفترونو مشر پرون ازادي رادیو ته ویلي و چې د حکمتیار اسلامي حزب تر هغو د سولې موافقه نه لاسلیکوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش نه وي اعلان شوی.
خو حکمتیار بې له دې چې د حکیم حکیم نوم واخلي تاکید کړی
ده له حکومت سره د خپل ګوند موافقه د اختلافاتو او رقابتونو د ختمولو لپاره بللې ده.
حکمتیار بې له دې چې د حکیم حکیم نوم واخلي تاکید کړی چې د حزب اسلامي د پلاوي مشر انجنير محمد امين كريم دئ، د مذاكراتو د پايلي په اړہ به د حزب رسمي دريځ د هغه له لوري اعلانېږي.
حکمتیار د سولې په اړه شکونه رد کړي دي« موږ ټولو لوريو ته؛ د هغو په شمول چي حزب ته رقيب او حريف په سترگه گوري او د سولي د روان بهير په ارتباط شكوك او شبهات لري او قصداً يا د ناپوهۍ له كبله د سولي له مخالفينو سره همغږي كوي؛ د دوستۍ لاس اوږدوو، اطمئنان وركوو چي دا توافق به د هيڅ افغان په خلاف نه وي، موږ د اختلافاتو او ناروا رقابتونو د ختمولو په موخه روغه جوړہ كوو نه د پاللو لپاره ئې، له ټولو د همداسي عزم او هوډ هيله لرو.»
سولې ته د حکمتیار له چمتوکېدو وروسته د طالبانو د ملا محمد رسول اخوند ډلې هم پرون وویل چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته تیاره ده.
دپردی تر شاه پاکستان دخپل شیطانی لاس وهنو په اساس په پيښورکی دشمشتو کمپ مهاجرین اومجاهدین یرغمال نیولی پاکستان ای ایس ای نه پریږدی چی حزب امیر حکمتیارصاحب چی په افغانساتان کی کی اوسی او دپاکستان له اثررسوخ څخه ازاد اومستقل دی دسولی فیصله له افغان حکومت سره وکړی افغان حکومت ته پکار داده چی دحزب مهاجرین په ابرومندانه اوفوری توګه دهغه هیواد څخه وغواړی اوغم یی وخوری او هم دهغه چا خوله بنده کړی چی دحزب امیر پسی ناوړه تبلیغات کوی که حالت داسی وی چی دلته تخریب اوهلته دحزب مهاجرین دپاکستان دناسالمو سیاستونو ښکار اوتهدید لاندی واقع کیږی نو مشکله ده چی دحزب امیر محترم حکمتیار صاحب به دخپلو متعهدو مهاجرو حزبیانو په خاطرچی کورنی یی په پاکستن کی اوسی له افغان حکومت سره یوی سالمی روغی جوړی ته ورسیږی پاتی دی نه وی چی پاکستان په داسی وخت کی خپلو لاسوهنو ته زور ورکری چی پدی نژدی ورخو کی طالبانو مشر دامریکانو په لاس ووژل شو اوپاکستان پردغه پیښه خواشینی ښکاره کړی اودایی دخپل هیواد په خپلواکی دامریکا تیری وګاڼه اوورسره سم سرتاج عزیر دپاکستنان دامنیتی چارو سلاکار وویل چی دملامنصوروژل دسولی ټولی هڅی له ګواښ سره مخامخ کړی چی داسی یو ګواښ مونږ عملا ګورو چی پاکستان دحزب دمهاجرین څخه په ناواړه ګټه اوس غواړی دجزب سره دسولی مذاکرات ناکامی کړی اویاهم وځنډوی