ټاګور د نړيوال فکر، پوهې او ليدلوري خاوند انسان دى، دا چې ده خپل فکر تر خپلې کلکتې او تاريخي وطن هندوستان پورې محدود نه کړ او د ټول بشريت او انسان په نوم يې تلپاتې بشري اثار وپنځول، نو ځکه  خو نړۍ هم د هغه دا احسان قبول کړ او غېږه يې ورته پرانېسته.

  هغه چې د نړۍ کوم هېواد ته سفر کړى، نو له بې سارې هرکلي سره مخ شوى، ټولو د يوه رهبر، مفکر او فيلسوف په سترګه ورته کتلي، د هغوى پوښتنې يې ځواب کړې، فکرونه او اندونه يې سره شريک کړي، خو خپله ټاګور بيا ددې سفرونو په ترڅ کې د هغوى د کلتور او ادب مطالعه کړې او خالي ذهن نه دى راستون شوى.

Tagor د ټاګور نه هرکلي د يوه رسمي چارواکي په کچه و، د هر  هېواد په فرهنګي، ادبي او هنري مرکزونو او پوهنتونونو  کې به ورته ستاينغونډې جوړېدې او په بېلابېلو موضوعاتو به يې ويناوې کولې.

    نوموړي د خپلې خوښې نه پرته، د نړۍ ګڼو هېوادونو ته هم په رسمي ډول بلل شوى او هر ځل د کوربه هېواد د مفکرينو، ليکوالو او سياسي مشرانو له تاوده هرکلي سره مخ شوى چې ځينو سفرونو يې د څو مياشتو لپاره هم دوام کړى دى.

  د سترو انسانانو سفرونه او ليدنې هم د هغوى په څېر سترې وي، د نورو خلکو په څېر شخصي او عادي بڼه نه لري، هم څه اخلي او هم يو څه نورو ته په ميراث پرېږدي، د ټاګور دې سفرونو هم پر نړيوال ادب اغېزې درلودې او هم د ګڼو هېوادونو د کلتور او ادبياتو اغېز پرې پاتې شوې، ځکه چې نوموړي د تعصب او فرديت په نامه څه نه پېژندل.

د بېلګې په ډول د انګلستان په سفر کې نوموړي ددې هېواد پر ملک الشعرامسټرايټ خپل اغېز پرېښود او ايران ته يې د سفر پرمهال  پر ملک الشعرابهار د خپل ادبي شخصيت او هنر سيورى خپور کړى چې يوه يې په اړه ځانګړې مقاله او بل هم ځانګړي قصيده ورته وليکله.

سره ددې چې د ټاګور د ماشومتوب لومړۍ سفر کورنۍ سفر و او  د خپل پلار سره د معرفت په لټون د هماليا غرونو ته تللى، خو نړيوال سفرونه يې هم د يادونې وړ دي چې دلته به په تاريخي ترتيب د هغه د نړيوالو سفرونو يادونه وکړو.

  1. په ١٨١٠کال کې اروپا ته سفر وکړ، په انګلستان کې يې دحقوقو نيمګړې زده کړې وکړې او جرمني کې  يې د موسيقي په اړه روزنه تر لاسه کړه.
  2. په ١٩١٠ کال کې لندن ته لاړ او د شيکاګو پوهنتون کې يې د ادبي مسايلو په اړه څو لکچرونه وړاندې کړل.
  3. په ١٩١٣ کال کې لندن ته ولاړ او وروسته د هندوستان د برېتانوي واکمن لخوا نوبل کمېټې لخوا ور سپارل شوې نوبل جايزه ورکړل شوه.
  4. په ١٩١٥ کال کې يې جاپان ته سفر وکړ او د شاهي نظامونو ضد سياسي ويناوې يې وکړې.
  5. په ١٩١٥ کې يې د شمالي امريکا هېواد اتازوني ته هم سفر درلود او د شاهنشاهيت خلاف ويناوې يې وکړې.
  6. په ١٩٢٠ کال کې يې د اروپا او امريکا ګڼو هېوادونو ته سفرونه وکړل چې له فرهنګي او اکاډميکو مرکزونو ليدنې کتنې په کې شاملې وې.
  7. په ١٩٢٣ کال کې يې سريلانکا ته سفر وکړ، خو په دې سفر کې د شانټي نېکټن زده کوونکي(نجونې او هلکان) هم ورسره وو چې يو علمي سير او سفر و، هلته يې څو ډرامې هم تمثيل کړې او د خلکو د خوښۍ سبب او هر کلي سبب شوې.
  8. په ١٩٢٤ کال کې د سويلي امريکا هېواد پيرو حکومت د جمهوريت جشن لپاره د نړۍ ګڼې مشهورې څېرې ور بللې وې چې له دې ډلې يې له هند نه ټاګور ته هم د يوه درانه مېلمه توګه بلنه ورکړې وه، خو نوموړى د ورپېښې ناروغۍ په سبب بونيس ايرس ته لاړ او په جشن کې له ګډون محروم شو.
  9. په همدې کال(١٩٢٤) کې له سويلي امريکا نه اېټاليا ته په رسمي سفر روان شو او هلته يې د اېټاليا له ولسمشر او ګڼو ټولنيزو مخورو سره وليدل. دا سفر يې اوږد شو، له کاناډا نه  جاپان، وېټنام، کمبوديا، لاوس ته لاړ او په پاى کې د برما له لارې خپل هېواد ته ستون شو.
  10. په ١٩٢٤ کال کې جاپان ته لاړ او هلته يې د څه وخت په تېرولو سره جاپاني ادب مطالعه کړ، په فرهنګي او کلتوري غونډو کې يې ګډون وکړ.
  11. په همدې کال(١٩٢٤) کې يې خپل درېيم سفر هم چين هېواد ته وکړ چې له ادبي او کلتوري مسايلو سره تړلى و.
  12. په ١٩٢٦ او ١٩٢٧ مو کلونو کې يې اوسلو، بلګراد، بخارست، اتن، قاهرې ، ماليزيا او برما ته سفرونه وکړل.
  13. په ١٩٣٠ کال کې روسي ته سفر وکړ، هلته يې نږدې دوې مياشتې تېرې کړې، د روسيې اديبانو سره يې ليدنې کتنې وکړې او په همدې کال يې امريکا، جرمني، انګلستان ته هم سفرونه وکړل.
  14. په ١٩٣٢ کال کې يې د ايران د وخت د پاچا رضاشاه پهلوي په بلنه ايران ته سفر وکړ چې د شاهي حکومت ګڼو چارواکو يې هر کلى وکړ. ددې يادونه هم اړينه ده چې د ټاګور د زوکړې د اويايمې کليزې جشن هم په ايران کې نمانځل شوى دى.

   له ټاګور سره په دې سفر کې د ايراني زردشتيانو يوه مشر (دين شاه جي جي) هم ملتيا کوله، نوموړى د ايراني حکومت لخوا محکوم شوى و او په هند کې يې په تبعيد کې ژوند کاوه، خو حکومت ورته د ټاګور په درناوي څه ونه ويل او بښنه ېې ورته وکړه.

   له ټاګور سره په دې سفر کې د هغه  مېرمن(پراتيماديوي) هم ملګرې وه، په تهران او شيراز کې له ګنو ايرانيو ليکوالو او پوهانو سره اشنا شو،د ايران ملک الشعرا بهار يې په ستاينه کې يوه ځانګړې قصيده وليکله، ټاګور  ايران ته د خپلو دواړو سفرونو پرمهال د سعدي، حافظ او فردوسي مزارونو ته هم ورغى او دعا يې وکړه.

(ټاګور په تهران کې )

ځينې ايراني څېړونکي د عبدالحسين سپنتا له قوله چې ايران ته د ټاګور په سفر کې يې د ژباړن دنده پر غاړه درلوده، ليکي چې ټاګور د ايران له مذهبي او لرغونو ځايونو سره مينه درلوده، د فردوسي او حافظ مقبرو ته ورغى او د حافظ مزار ته له ورتګ وروسته يې په خپلو يادښتونو کې ليکلي دي:

((د حافظ د مقبرې څنګ ته په کېناستو سره مې د حافظ له سترګو د ذهن له منځه يو پرتمين او ځلاند لمر تېر شو، ګټ مټ د پسرلي د ځلېدونکي لمر په څېر، ډېر روښانه احساس لرم، سره ددې چې پېړۍ پېړۍ تېرې شوې، ګڼ انسانان راغلي او تللي، خو د حافظ د مقبرې ترڅنګ کېناستل له حافظ سره سلوک کول دي.))

(ټاګور د حافظ پر مزار )

  اوسمهال په ايران سربېره د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ټاګور تلين غونډې د بېلابېلو فرهنګيانو او ټاګور ميننانو لخوا جوړېږي چې په هر ځل د هغه د فکر، شخصيت او  اثارو نوي اړخونه راسپړل کېږي.

   په پاى کې بايد ووايو چې ټاګور له نړۍ او ټول بشريت سره مينه درلوده، غوښتل يې چې هغوى له نږدې وګوري، د يوه عادي خواخوږي او ملګري په توګه ورسره ناسته ولاړه ولري، يو له بل سره خپلې کلتوري او  ټولنيزې تجربې شريکې کړي.

ددې ترڅنګ ټاګور د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د فرهنګونو، تهذيب او ادبياتو مطالعې او پېژندنې ته لېوال و چې ددې سفرونو په لړ کې يې خپله دا پوهه اوچته کړه او د نړيوال فکر او فرهنګ کې يې خپل مقام لا اوچت کړ چې له شک پرته له دې سفرونو وروسته به يې په اثارو کې د جامعيت او بشريت موضوع ډېره پياوړې شوې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *