تاند- لومړۍ مېرمن رولا غني نن /سې شنبه/ په افغانستان کې د نجونو لپاره لومړنی ځانګړی پوهنتون افتتاح کړ.

په دغه پوهنتون کې، چې مورا نومېږي، د طب، کمپیوټر ساینس او منجمینت یا ادارې په ګډون بېلابېل پوهنځي شته.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې نجونو ته د ځانګړي پوهنتون د جوړېدو ژمنه کړې وه څو هغو نجونو ته د لوړو زده کړو لار هواره شي چې کورنۍ یې له هلکانو سره یوځای د خپلو لوڼو له زده کړې سره مخالفت کوي.

مېرمن رولا غني
مېرمن رولا غني

مېرمن رولا غني د (موره) په نوم د نجونو د ځانګړي پوهنتون د ودانۍ په پرانستونکې وینا کې وویل:«دا پوهنتون به د هغو افغان نجونو لپاره د لوړو زده کړو اسانتیا برابره کړي چې په مختلطو پوهنتونونو کې زده کړې ته لېواله نه دي.»

دې زیاته کړه:«د دغه پوهنتون جوړېدا په اوس وخت کې هغو نجونو محصلانو ته د لوړو زده کړو په خاطر لوی ګام دی چې د ځینو ستونزو له کبله د خپلو کورنیو له لوري د زده کړو بشپړولو ته نه پرېښودل کېږي.»

د پوهنتون رييس عزیز امیري وویل:«دا د ښځو لپاره بې ساری پوهنتون دی، په دې پوهنتون کې دوی ته په بېلابېلو برخو کې لوړې زده کړې ورکول کېږي. د دوی لپاره ځانګړې لیلیه هم شته چې د نورو ولایتونو محصلو نجونو ته د اوسېدو امکان برابروي. دا لیلیه د ۹۶۰ محصلانو لپاره ده. موږ غواړو د سرطان او نورو ناروغیو د روزنې یو تخصصي مرکز هم پرانیزو.»

په افغانستان کې اوس ۳۶ دولتي او ۱۲۶ غیرحکومتي پوهنتونونه فعالیت کوي خو په درستو پوهنتونونو کې هلکان او نجونې یوځای زده کړې کوي.

4 thoughts on “مېرمن رولا غني د نجونو لپاره د ځانګړي پوهنتون ودانۍ پرانسته”
  1. کار خو ډیر ښه او پر شریعت برابر دي خو ایا تاسو فکر نه کوي چي د انجونو د پوهنتون رئیس دي یو نارینه و اوسیږي دا به بهتره نه وي چي یوه ښځینه قابله رئیسه وګمارل شي؟ په دي هیڅ شک نشته چي افغانستان دي قابلي میرمني ونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ