تاند- دا د بلوچستان ایالت له مرکز کوټې ښاره ۴۰ کیلومتره لیري د سرانانو کمپ دی چې په دې صوبه کې د افغان کډوالو په ۴۰ کمپونو کې تر ټولو لوی کمپ ګڼل کېږي.
د چین د تلویزیون د راپور پر اساس په دغه کمپ کې، چې په ۱۹۸۶ م کال جوړ شوی، شاوخوا ۳۰ زره افغان مهاجر اوسي.
د دوی په منځ کې ۸ زره داسي ماشومان دي چې عمرونه یې تر ۵ کلونو ټیټ دي. دوی په خورا بد حالت فقر، بېوزلۍ، لوږې او ناروغیو کې ژوند کوي.
د زیاتې بېوزلۍ له کبله ماشومان مجبورېږي چې ډېر سخت او شاقه کارونه وکړي.
د کمپ د یوه ښوونځي سرښوونکی ظاهر پښتون وايي، په لومړي ټولګي کې ۴۰ زده کوونکي لرو خو تر دوولسم ټولګي پوري د اقتصادی ستونزو له کبله یوازې ۱۰ یا ۱۵ پاتې کېږي.
د ده په وینا په زرګونو شاګردان زده کړې په نیمه کې پرېږدي او پر ځای یې کار کوي.
اکثره ماشومان د خښتو ایستلو په کار بوخت دي. دوی د دغه دروند کار په بدل مکې، چې د تېز لمر تر وړانګو لاندې یې کوي، د ورځې ۳۰ سینټه (شاوخوا ۱۵ افغانۍ) ترلاسه کوي.
تر څو داسي فقر او دا ډول کمپونه موجود وي، ښايي هیڅکله هم د انتحاریانو په شمېر کې کموالی را نه شي.