نصیر احمد روښان
ټاکل شوې ده چې د راتلونکي کال په پسرلي کې په هېواد کې د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو له پاره ټاکنې ترسره شي . د ټاکنو د څرنګوالي په اړه د تیرو دوو کالونو راهسې د سیاسي کړیو په منځ کې تاوده بحثونه راوران دي ، هغه سیاسي ډلې چې ځانونه د اوسني حاکم ټیم اپوزیسیون بولي هڅه کوي راتلونکي ټاکنې د ځان په ګټه راوڅرخوي. د ملي ایتلاف، ملی جبهې، اسلامي حزب، حق او عدالت هغه سیاسي حرکتونه دي چې هر یو یې د راګ د واک د ترلاسه کولو ارمان لري . دوی د تیرو دولسوکالونو د سیاست د ډګر لوبغاړي دي . د ملي ایتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د کرزي په مشرۍ په موجوده اداره کې شاوخوا پنځه کاله د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی دی، نوموړی په پنځو کالونو کې په دې ونه توانیده د بهرنیو چارو وزارت مسلکي کړي ،هغه جنګي قومندانان چې زیاتره یې په کورنۍ جګړه کې دده د سنګر ملګري ول د بهرنیو چاور په وزارت کې په لوړو پوستونو پاتې شول چې هیڅ ډول مسلکي پوه یې نه درلوده.
ده ونه کولای شول چې د افغانستان له پاره په بهرني سیاست کې یوه مشخصه ستراتیژی جوړه او ملي شورا ته وړاندې کړي ، د بهرنیو چارو وزارت تیر کال په دې وتوانیده چې د بهرني سیاست ملی کرښې مشخصې کړي . او له نورو نړۍ سره خپل سیاسي مناسبات په یو مشخص چوکاټ کې راولي. په همدې ترتیب د ملی جبهې مشر احمد رضا مسعود پنځه کاله د ولسمشر لومړی مرستیال پاتې شوی دی .
د ده په وخت کې هم په هېواد کې روان بحران موجود و، همدا فساد هم و، همدا جوړ او تالان هم و، جنګ هم روان و،په ولس کې نارضایت هم موجود و، لنډه دا چې نوموړی هم د حاکم ټیم په کاسه کې خوړلي او څکلي دي خو اوس ځان پاک باز معرفي کوي او وايي چې دی باید واک ترلاسه کړي ،څو امن راشي، فساد ورک شي، ولس خوښ شي او افغانستان د پرمختګ په لوري برابر ګامونه واخلي ، په دې ایتلافونو کې دا نورې څیرې هم د افغان دولت فعال غړي ول دوی زیاتره پخواني جنګسالاران دي چې اوس هم وسله والې ډلې لري ، ان د هېواد په ځینو برخو کې یې په خپلو پخوانو جنګیالیو وسلې هم ویشلې دي او تمه کیږي که ټاکنې وبایلي وسلې ته به لاس کړي ، دا امکان هغه وخت باوري شو چې د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح په شمال کې یوې ځانګړې غونډي ته په ضمني شکل وویل چې راتلوونکي ټاکنې د دوی له پاره حیاتي دي که یې وبایلي نو له نورو اغیزمنو لارو به کار واخلي څو خپل حق ترلاسه کړي ، د دوی حق یوازې واک او اقتدار دی چې باید له دوی سره وي او بس.
لنډه دا چې د اوسني سیاسي اپوزیسیون زیاتره غړي په تیرو کې د حاکم ټیم ملګري او غړي ول او تر هغې یې هیڅ هم نه ویل چې په نظام کې یې ګټې خوندي وې ، کله چې برطرفه شول نو بیا مخالفین شول او دولت ورته مرداره کاسه ښکاري ، کړه وړه یې سلقوي شخصي،نامسلکي او خپلسري ښکاري . په هر صورت ، دا ډلې ټپلې اوس په خپلو کې مصروفې دي چې راتلونکو ټاکنو ته یو کاندید وړاندې کړي ،چې دا کار باید ان یو کال وړاندې شوی وی ، په دې هر څوګ چې د مخالف لوري کاندید ورکړي ، باید ولس ته له مخکې په غیر مستقیم شکل ورپيژندل شي ، زموږ زیاتره خلک نالوستي دي او په ډیره ګرانه به وکولای شی چې خپل مشخص کاندید وپیژني ، خو اوس چې ټاکنو ته ډیر لږ وخت پاتې دی ، ددې ډلو څخه رامنځ ته شوي د سیاسي ګوندونو د همکارۍ شورا هره ورځ ناستې کوي څو د خپله اړخه یو کاندید وړاندي کړي ، دلته په دې ایتلافونو کې هر یو غواړي چې راتلونکی زاعم شي ، د هر یو په سر کې تاویږي چې رئيس جمهور شي او واک ترلاسه کړي .
دلته زموږ په سیاسیونو کې د تیریدنې فرهنګ هم ډیر کمزوی دی، هرې ډلې ته به ګرانه وي چې له لومړی څوکۍ تیر شي ، په دې چې د ملي جبهې له منځه استاد سیاف له وړاندې نا رسمي مجلسونه پیل کړي او کلکه اراده لري چې راتلوونکو ټاکنو ته ودریږي ، د ډاکټر عبدالله استازي هم په ځینو ولایتونو کې د خلکو سره په ناستو مصروف دي او ان په ځینو ځایونو کې یې دفترونه پرانستي دي او له خلکو سره په بیلابیلو نومونو مرستې هم کوي ، دوی هر یو څه کوي چې د سیاسي ګوندونو د همکارۍ شورا د خپلو ګټو په محور راوڅرخوي . که له یوې خوا د شورا سره ناستې لري او په تمثیلي شکل ښکاره کوي چې د یو کاندید له لټه کې دي ولې د بلې خوا هره ډله په ولایتونو کې د مجلسونو او پروګرامونو په اجرا مصروفه ده . په دې حساب باور دا دی چې دوی به ونه توانیږي چې د راتلوونکو ټاکنو له پاره یو مشخص کاندید وړاندې کړي ، او هره ډله به د ځان له پاره ځانګړي کاندید مخکې کوي، چې دا کار د دوی د بري چانس راکموي بل خوا دا ډلې په ولس کې که له یوې خوا زیات باور نه لري او ریښي یې هم لا سطحي دي ، د بلې خوا به امنیتي ستونزې او په ټاکنو کې د خلکو پراخ نه ګډون هم یو بل یو چالش وي چې دوی به ورسره مخامخ وي