استاد عبدالله بختاني خدمتګار

د لوی افغانستان په اوسمهالي (معاصر) تاریخ کې به دا بیخي عجیبه او د نه منلو خبره وي،که داسې شخصیت وموندلای شئ، چې هم یې سیاست کړی وي، هم د دوو سترو سیاسي ویښتیايي ملي نهضتونو فعال غړی پاتې شوی وي، خو ده او سیاسي نهضتونو یې د هېڅ افغان په وینو لاسونه نه وي سره کړي، څوک یې نه وي وژلي او د خلکو او هېواد په لوټ تالان کې دې یې لاس نه وي درلودلای.

د «عدم تشدد»  فکر، سیاسي تګلوری او باور نه د ډار سیاست دی، نه په اصطلاح د بېغیرتۍ یا ځانساتنې او محافظه کارۍ، بلکې دا د انسانمحوره سیاست لپاره د بنیاد جوړونې لومړنی ګام دی.

د ولسواکۍ د تاداو په توګه د عدم تشددپربنسټ د سیاسي مبارزې منطق دا دی، چې خلک یوازې اصلاحي او عملي برنامو ته رایه ورکوي، نه تاوتریخجن زور ته ، ځکه خو پرعدم تشدد ولاړ سیاست له خلکو سره کوم احسان نه، بلکې پخپله د سیاستوالو اړتیا هم ده.

د تاریخي افغانستان په پراخه جغرافیه کې دوه سیاسي نهضتونه همدغه عقلانیت او منطق ته رسېدلي وو، یو یې دلته د ویښ زلمیانو خوځښت و او بل یې کوز خدايي خدمتګاران .  هغه شخصیت ، چې نن یې موږ  دیاد او درناوي لپاره راټول شوي یو ددغو دواړو خوځښتونو غړی او سرلاری پاتې شوی دی.

استاد عبدالله بختانی خدمتګار د شلمې پېړۍ د پیل په لسیزو کې انسانمحوره سیاست ته د ځوانانو د پام یو الګو دی.

هغه مهال چې لا افغانستان له موډرنو فلسفي ـ سیاسي مکتبونو سره ډېر اشنا نه و.  پوښتنه داسې رامنځته کیږي، چې ځوان عبدالله جان ولې له ویښو زلمیانو سره ملګری شو؟

استاد په خپله لیکي:

(… زموږ، یا په مشخص ډول زما رواني یا نفسي یا روحي حالت ، د مرام تر لوستلو دمخه، په اوله مرحله کې وه او ترلوستو وروسته، سمدستي دوهمې مرحلې ته ارتقا وکړه…

اساسي مرام

  • د افکارو تنویر او دعلم او معارف تعمیم لپاره هڅه
  • له هرراز ظلم او رشوت سره مبارزه
  • په اولس کې له ناوړو رسمونو رواجونو سره مجادله
  • د ملي وحدت د ټینګولو لپاره هڅه

خادم صاحب او الفت صاحب د مرام د هرټکي د ضرورت، دهغو د تشریح او په عمل کې د هغو د پلي کولو په طریقو خپل معلومات او نظریات راته څرګند کړل او په ځينو برخو کې یې زما پوښتنو ته جوابونه وویل.

(۱ــ ۱۹۸)

په دې توګه استاد بختانی د یوه ویښ، ځوان او دراک افغان په توګه د معاصر فرهنګ د دوو نومیالیو بنسټوالو؛ استاد الفت او استاد خادم له خوا د ویښ  زلمیانو ګوند ته ورجذب شو، چې مرام یې لنډ خو خورا ګڼ دی، هغه مرام چې نن هم ورته د آب حیات غوندې اړتیا شته . داسې یو مرام چې پوره اویا کاله مخکې  په ۱۳۲۵ لمریز کې طرح شوی واو یو کال وروسته په ۱۳۲۶  لمریز کې استاد بختاني دهغو د عملي کولو لپاره ګوندي کتاب لاسلیک کړ. د ویښ زلمیانو ګوند ولې ځانګړی و؟

  • په داسې وخت کې رامنځته شو، چې لا د ګوند جوړولو کار ګواښمن ګڼل کېده، اصلاحات او له استبداد سره مبارزه قانوني نه وه او دهرغړي ژوند ته یې خطر پېښولای شو.
  • دګوند مبارزه پر ریفورمیسم یا اصلاحات غوښتنې ولاړه وه، نه پر تاوتریخوالي او انقلابي خوځښتونو. په حقیقت کې ګوند ان لا له پیله د عدم تشدد پر لار روان و.
  • د ګوند بنسټ ایښوونکي او غړي منورین، دوخت روښانفکره او پېژندل شوي فرهنګي شخصیتونه وو.
  • ګوند له لومړي او دوهم مشروطیت سره هدفي اړیکي درلودې، استاد بختانی لیکي :

( زموږ په دغوکښیناستو پاڅېدو کې دغو دواړو استادانو د لومړنیو مشروطه غوښتونکو له ډلې څخه ، د لوی فلسفي دانشمند علامه میر محمد قایم خان لغماني ( مشهور په میرصاحب) له دوهم مشروطه غوښتونکوڅخه عبدالهادي خان داوي  او بیا جمهوریت غوښتونکي شخصیت سیدحسن خان حسن شیون او دهغه د تره زوی سیدغلام حیدر پاچا نومونه او کارنامې په ډېر عزت او درناوي یادول. )

(۱ـــ ۱۹۹)

  • دغه ګوند دهربل موډرن او بنسټي تحول راوستونکي نهضت په توګه پر ویښتیا، روښانتیا او بدلون باور من و، ځکه خو استاد الفت خپل ځوان ملګري بختاني ته وايي:

( زمونږ او ستاسې په دې وطن کې حزبونه قانون نه لري، مګر مطبوعات قانون لري، زمونږ حزب به پټ وي او تر هغه چې حزب خپل اخبار پیدا کړي مونږ او تاسې به دموجوده مطبوعاتو څخه دخپلو اثارو دخپرولو لپاره کار واخلو. په داسې عباراتو به  لیکنې کوو، چې هم زموږ مرام نشر  او تبلیغ شي او هم د مطبوعاتو د قانون رعایت وشي. )

(۱ـــ ۱۹۶)

  • ویښ زلمیان دیوه شعوري ګوند په توګه پر خپلو غړیو ټینګار کوي، چې مرام په غور ولولي، ځان پرې پوه کړي او تر پوره سرخلاصۍ وروسته یې غړیتوب واخلي. دا نو د هغو ایډیولوژیکو متشددو احزابو په څېر نه دی، چې سره او شنه باغونه وروښیي او په حیله و مکر ځوانان دغړیتوب لپاره ښکار کړي. له دې ټولو څخه د ویښو زلمیانو د موډرن، دیموکراتیک، روښانفکري، نامتشدده او انسانمحوریت نښې له ورایه ښکاري. استادبختانی کله چې دخپل غړیتوب په اړه خبرې کوي، ددغه ګوند د ماهیت او د هغه د غړیو پر همدې صفاتو ټینګار کوي.

تر لومړي او دوهم مشروطیت ورهاخوا دسیمې نور روښانتیايي نهضتونه هم د ویښو زلمیانو لپاره د فکري سرچینو په توګه په زړه پورې وو، دا مهال په هندوستان کې د خپلواکي غوښتنې هنګامې ګرمې وې او بلخوا دچپو انقلابي خوځښتونو بازار هم ښه تود و. عجیبه دا ده، چې ویښ زلمیانو د سیمې چپ او ښی افراط پېژانده، دهمدې لپاره یې د اعتدال او وسطیت د اصل پربنسټ د افغانستان له کولتوري، ټولنیزو، اعتقادي او بومي ارزښتونو سره سم د یوې افغاني ټيپ اصلاحي لارې پر رامنځته کولو فکر کاوه، چې  د نړیوالو نهضتونو معقول او سم ارزښتونه راواخلي، خو په افغاني خوند ورنګ کې، پرته له دې چې حساسیتونه او بېزارۍ راوپاروي، پرداسې یوه ولس کې عملي کړي، چې هاغه مهال یې تر اتیا ډېره سلنه وګړي نالوستي، محروم او په دودیزو جالونو کې راګیر وو.

دویښ زلمیانو لپاره په نړیوال کچ د پښتنو د برخلیک مسئله مهمه ښکارېده، په دې اړه استاد بختانی لیکي:

(زه پخپله د ۱۳۲۶ هـ ش کال د جوزا په میاشت ددغه حزب غړی شوم. د ویښ زلمیانو په رسمي جلسو او هم په شخصي ناستو پاستو کې د خدايي خدمتګارو د حزب فعالیتونه په  درنښت یادېدل، ددغه حزب د موسس او لارښود نوم په ډېر عزت او درنښت یادېده او دهغه پرکارونو، افکارو، نظریاتو او شخصیت باندې مثبتې تبصرې کېدلې. دې سره کومه کرښه چې په دې برخه کې ،زما په ذهن کې موجوده وه، لا روښانېدله . )

( ۲ـــ  ۱۰ )

پر همدې پیوند د ویښ زلمیانو له ګوند څخه د خدایي خدمتګارو د ګوند په لوري فکري او مبارزاتي پول تړل کیږي او د استاد بختاني خدمتګار سیاسي شخصیت پخوالي ته رسوي.  دواړه ګوندونه پر عدم تشدد باورمن دي، دواړه د افغانانو د ویښتیا روښانتیا او مثبت بدلون لپاره مبارزه کوي، دواړه د ملت  د ازادۍ په ترلاسه کولو پسې راوتلي دي، دواړه اصلاحي موخې لري، دایو یې د مشروطیت او بل یې  دانجمن اصلاح الافاغنه دوهم نسلونه دي. د دواړه په سر کې د تاریخي افغانستان لوی ریفورمیست شخصیتونه د فکر وعمل سرلاري دي. استادبختانی د یادو نهضتونو د فکري اړیکو په اړه لیکي :

( د ویښ زلمیانو نهضت د کابل د (( مشروطه غوښتلو)) او دپېښور د (( خدايي خدمتګارۍ)) نه وروسته او دهېواد د اوسنیو ملي او مترقي حرکاتو نه دمخه دی. )

( ۲ــ ۹۴)

دواړه نهضتونه اصلاحات له لاندې عملي کوي، مانا دوی دواړه پر دې باور دي، چې ترڅو ولس راویښ نه شي او دخپلو روا حقونو د ترلاسه کولو اوساتلو اراده او صلاحیت ورخپل نه کړي، حکومتونه به دا حقونه په زرین خانک کې ورسوغات نه کړي. چې ولس پرحکومتونونظارت ونه لري، حکومتونه به له استبداد نه لاس وانه خلي او چې خلک ټولنه د پرمختګ او پوهې خواته رهبري نه کړي، مستبد او ښکېلاکګر حکومتونه به هېڅکله د خپلو ګټو پرخلاف ویدې بلاوې راویښې نه کړي. د همدې لپاره هم ویښ زلمیان او هم خدايي خدمتګار پردې ټینګار کوي، چې د خلکو ترمنځ د ټولپوهاوي او اصلاحاتو پروګرامونه عملي کړي.

دسیاسي مبارزې په ترڅ کې باچا خان د استاد بختاني پر ایډیال شخصیت اوړي، که څه هم له باچاخان سره ګډه مبارزه او ګوزاره سخته ده، پرخپل نفس او لوړتیا غوښتنو به پښې ږدئ، دا سړی نه ستوماني پېژني او نه هم  دتجمل ژوند خوښوي، یوازې مازیګر یوه پیاله چای څښي اوبل وخت چای څښل اسراف ګڼي. په هغه ورځ ډوډۍ نه خوري، چې دخلکو دخدمت او له هغوی سره د ویښتیايي برنامو لپاره راوتلی وي. ډېرو ځایونو ته د پلي ورتګ پلوي دی. پر دسترخوان یوډول خواړه خوري اوبېځایه مېلمستیاوې یې نه خوښیږي. د حکومتونو پالیسۍ نه مراعتوي، بلکې هرځای سپینې خبرې کوي، غواړه ماري او بېځایه ستاینې  یې نه زده او په ریښتیا ویلو دچا دخپګان پروا نه ساتي. له داسې سړي سره د سیاست هغه شوقیان چې یوازې  داقتدار ترلاسه کولو لپاره یې سیاست ته مخه کړې او خپلو سیاسي موخو ته د رسېدلو لپاره هره ورځ ځان او ژبه بدلوي، په یوه لاره نه شي تلای. ځینو ته خو دا بیخي عجیبه بریښي، چې یو څوک یا ډله دې دسیاست کولو هوډ ولري، خو انسانوژنه او زور کارول دې نه مني.  دباچا خان فکر اوس هم ځينو ته تر سیاست ډېر یوه اخلاقي مبارزه ښکاري. حال دا چې باچا خان له فلسفي پلوه دسیاست اصلي موډل پېژني او دهغه رعایت ته ژمن دی. د باچا خان فلسفه دا ده، چې که موږ د خلکو دانساني ژوند دښېګڼې لپاره سیاست کوو، نو په دې مبارزه کې به  انسانانو ته څنګه او په کوم نوم زیان رسوو؟ په کوم منطق به   یې وژنو، شکنجه کوو به یې او یا به  یې  لوټ تالان ته لاس ورغځوو؟

استاد بختانی هم په ویښ زلمیانو او هم په خدایي خدمتګارو کې د رنسانس دا منطق بیامومي، چې هره هڅه د انسان د نېکمرغۍ لپاره بویه، سیاست  او هربل ټولنیز فعالیت باید د دې لپاره وي، چې انسانانو ته یې له یوه اړخه ګټه ورسیږي، نه داچې د ځان د اقتدار لپاره هربشري حق او  ارزښت ترپښو لاندې شي.

همدغه افکار بختانی په خدمتګار بدلوي او ورځ په ورځ د باچا خان دشخصیت معنوي ژورو ته ورننوځي. باچاخان هم پر ده ځانګړې لورېینه لري، دیوه فعال او مخلص ځوان په توګه  ورته ګران دی، یوځل په سخت باران او خټو کې بختان کلي ته ددې لپاره ورځي، چې ده ورته مېلمستیا کړې ده او که ورنه شي، نو دملګري زړه به یې مات شي.

اوس نو باچا خان یوازې یو سیاسي مشر نه دی، بلکې تر دې ورهاخوا یو معنوي  او روحاني شخصیت هم دی. د باچا خان باور پردغه ملګري دومره دی، چې یوه ورځ یې په رسمي بڼه دخدايي خدمتګارۍ غړیتوب ته وربولي، نوره کیسه د استاد له قلمه واورئ :

( دقیقه نیټه یې رانه هېره شوې ده. د ژمي ورځې شپې وې.  بابا په جلال آباد کې اوسېده. د بختان کلي څخه د هغوی سلام ته ولاړم.

ماته یې یوه چاپي پاڼه راکړه، چې په  دوو منځنیو مخونو کې یې دخدايي خدمتګارۍ تعریف ، مرامنامه او وعده او په لومړي او څلورم مخ کې یې د قران کریم ایاتونه چاپ شوي وو. بابا راته وویل دا ځان سره په غور ولوله او ورباندې غور وکړه…)         ستر خدايي ۱۵۴ مخ

تر دې وروسته استاد بختانی بابا ته وايي : ما دا لاره لا پخوا ومنلې وه او زه حاضریم چې دخدايي خدمتګارو غړی شم، بابا لا قانع نه دی، په ټینګار یې ورته وايي، چې پوره غور او دقت وکړه، په دې لاره کې ستونزې او کړاوونه پېښېدلای شي او ته باید په هرڅه خبر اوسې، خو د بابا لاروي خپله پرېکړه کړې ده او په مینه غواړي، یو خدايي خدمتګار شي، تر دې چې یوه ورځ رسماً له څو نورو منورینو سره یوځای دغه غړیتوب د باچا خان بابا په حضور کې ترلاسه کیږي. یوځل بیا استاد بختانی :

( د بابا سره ټول یوولس تنه وو. په دې کې مولوي عبدالوکیل صداقت، حاجي ملک نادرخان زخه خېل اپریدي، فقیر محمد بایزی، صاحبدین کاکا دلواړګي او ادم خان ځاځی راته یاد دي…)

(۲ـــ  ۱۵۶ )

او په دې توګه یو ویښ زلمی د دې لپاره خدایي خدمتګارهم شو، چې دخپل لوی ولس د ویښتیا او خدمت لپاره یې خپله مبارزه لاپسې پراخه کړې وي. زه باورلرم، چې د باچا خان له دعوت او د استاد بختاني له اجابت څخه د دواړو یوه موخه دا هم وه، چې د خپلې مبارزې پرمټ د ډیورند کرغېړنه کرښه ماته کړي او وښيي، چې د دغې تپل شوې کرښې دواړه غاړې  ولس یو برخلیک او ګډې سیاسي اړتیاوې لري. ټول افغان ولس بایدیولاس د ویښتیا او روښانتیا تر پړاوونو وروسته داسې بدلون ته ځان ورسوي، چې خپل هېواد، خپل ولسواک نظام، خپله ژبه، خپل فرهنګ، خپلواکه سیاسي اراده او خدمتګار سیاسي نظام یې ځانګړنې وي.  هی ارمان چې تر دې پېښو شپږ اووه لسیزې وروسته هم دا ولس خپلو هغو لوړو موخو ته نه دی رسېدلی. یو لامل یې دا دی، چې د باچا خان او استاد بختاني سیاست ونه غځول شو، د ویښ زلمیانو اوخدايي خدمتګارو د مبارزې لاره هېره کړای شوه، سیاستوالو د اقتدار لپاره تشدد ته مخه کړه او ګڼ ټوپکونه یې پر خپلو خلکو ورتش کړل، د واک لپاره یې پردیو ته ګونډې ووهلې او پرخپل ولس یې تکیه هېره کړه. یو لوری د یوه ګاونډي په لمن کې ورولوېده او بل لوری د بل . له سیاستونو څخه انساني ارزښتونو کډه وکړه او دعدم تشدد اخلاقي فلسفه هېره کړای شوه، ځکه خو موږ لاهم په هماغو ستونزو کې ترستوني ډوب یو، چې اویا کاله پخوا یې باچاخان او استاد بختاني حللاره پرعدم تشدد ولاړه عقلاني مبارزه ګڼله او په ولس کې دسیاسي شعور د لوړتیا له لارې یې ځانونه دخپل انسانمحوره سیاستونو موخې ته رسول غوښتل.

دواړه نهضتونه، چې استاد بختانی یې غړی و، خپلو موخو ته بشپړ ونه رسېدل، خو دا سیاسي نهضتونه دومره دقیق او سم و،چې اوسنی نسل یې بیا راژوندي کولو او په یوڅه نورو موډرنو وسایلو سره یې دوام ته لاهم اړ دی او که نه د سیاستوالو لار به تورکستان ته وي.

استاد بختاني په دوو لویو سیاسي ګوندونو کې سیاست وکړ، لسیزې لسیزې یې مبارزه وکړه، دسیاسي مبارزې ډګر یې یوه لویه انساني حوزه او ټوله افغاني جغرافیه وه، څو نسله یې له انسانمحوره سیاست سره بلد کړل، خو نه یې څوک وواژه،نه یې هېوادوران کړ، نه یې ملي ګټې پر پردیو وپلورلې او نه یې هم د چا پوزه وینې کړه، عجیبه ده؟

د استاد بختاني سیاست موږ ته څه پیغام لري؟

هو بې وینې بهولو هم سیاست کېدلای شي، د دې سیاست پایله به دا وي،چې تر پينځه نوي کاله اوږد ابرومند او دعزت ژوند وکړې، ټول عمر دخپلو خلکو ترمنځ تېر کړې، په هېڅ سختۍ کې خپل هېواد پرې نه ږدې او بالاخره دې هر افغان په درناوي یاد کړي.

استاده ! دا سې عزت او داسې مقام دې مبارک شه !

سرچیني :

۱ـ  بختانی، عبدالله خدمتګار:  دخدمتګار د ژوند سفر، دافغانستان دعلومو اکاډمۍ، ۱۳۹۴ ل ، کابل.

۲ـ     بختانی، عبدالله خدمتګار:   دسترخدايي خدمتګار ویاړلي یادونه، دبیهقي کتاب خپرولو ریاست، ۱۳۹۰ل، کابل.


دا لیکنه د بدلون اوونيزې د دوهم کال/۲۸مه / پرله پسي۸۰مه ګڼه/چهارشنبه/ جوزا /۵/۱۳۹۵  چاپ شوې ده.

One thought on “یو ویښ زلمی خدمتګار/ څېړنوال عبدالغفورلېوال”
  1. دمهربانۍ له مخې به میرقایم خان په میرقاسم خان باندې سم کړئ . نورڅه نه وایم .
    زرین ګل اندیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *