هغه خلک چې ګټوره او اثرناکه وینا یې کړې ، یا یې په لیکلي ډول ټولنې ته تل پاتې پیغام پریښی وي . مړه نه بلکې ژوندي بلل کیږي . له دغو ښاغلو یو مولانا بجلي ګر هم دی ، چې تل یې سپینې پخې ، ټولنیزې، د قران او احادیثو پر بنیاد خبرې کړي دي . نوموړی پرته له خدایه له بل هیچا نه دی ویریدلی. هره ټوکه او مسخره به یې چې کوله له پند او حکمته خالي نه وه ، په وینا کې به یې ددې لپاره ټوکې او مسخرې نه کولې چې خلک وخندوي بلکې دا دده د وینا ځانګړی سټایل و ، چې خلک خوشال وساتي او په دې هنر او چل سره اصلي خبره هم ورباندې واوري . سره ددې چې بجلي ګر یو لوی او مشهور عالم و ، د نورو قومونو سربېره یې په خپل قوم افریدیو پسې هم ټوکې کولې . تر اوسه په ډېرو ملایانو پسې خلکو بدې ردې ویلي دي خو یوازیني بجلي ګر دی چې هر چاته یې نوم ور واخلې نو په ستاینه یې نیم ساعت خبرې در سره کوي . مولانا بجلي ګر اصلي نوم محمد امیر و ، د کوزې پښتونخوا د افریدیو قوم ، د بجلي ګر کلي اوسیدونکی و ، بې ویرې او خوش طبعیته انسان و ، په فقه ، ریاضي ، تصوف ، فلسفه ، منطق ، قران ، احادیثو ، تبسیر ، تجوید ، روانشناسي او نورو ټولنیزو علومو باندې ښه برلاسی و ، نوموړي ډېر زندانونه هم تېر کړي دي خو بیا یې هم په سپینه وینا کې کوم تغیر نه دی راغلی او د پاکستان غوندې کچه او ځیرک دولت پسې یې تل بد رد ویلي دي . په هر اُمي او ملا کې یې چې لږه غلطي هم لیدلې ده نو د ممبر له سره یې مخامخ ورته ویلي دي ، بجلي ګر یو لوی عالم زوی لري چې په جلسو او نورو دیني محافلو کې ویناوې کوي ، اوس هم ډېر عالمان شته چې د بجلي ګر لاره تعقیبوي ، خو تر اوسه ځای ناستی نه دی پیدا شوی ، بجلي ګر که څه هم د یوې لهجه ییزې (افریدیو) سیمې اوسیدونکی و خو وینا به یې په پېښورۍ پښتو کوله چې ټول پښتانه ورباندې پوهیدل ، ګني په ډېرو لهجو هم برلاسی و ، هسې به یې یوه نیمه ټوکه په لهجه کې د خوند لپاره وکړه ، دا چې د لهجه ییزو سیمو ملایان تل په لهجه کې مسئلې کوي ، له دې وجې محدود هم پاتې شویدي او عام پښتانه په لهجه نه بلکې په معیاري پښتو ښه پوهیږي.
مولانا بجلي ګرپه پېښور کې ومړ او جنازه یې په قیوم سټیډم کې تر سره شوه چې سلګونو خلکو په کې برخه اخېستې وه.
مولانا بجلي ګر به د طنز په ژبه د حکومت پر تګلارو نیوکې کولې چې له همدې وجه یې زرګونه مینه وال موندلي و.
د مولانا بجلي ګر ويناوو دومره مینه وال درلودل چې آنن د سپرلې په ګاډو کې به هم خلکو دهغه کسټې اورېدلې د بجلي ګر جنازه د یو پاچا په سطحه لویه وه چې سر او بر یې نه معلومیده ، نوموړی ډېر حاضر ځوابی او بوچ خولی هم و ، ځکه یې په غږیزو رسنیو کې تقریرونه هم نه نشریدل . کله چې بجلي ګر وفات شو نو یو طالب العلم ته په خوب کې ورغلی و او ورته ویلي یې وو چې زه خدای وبښلم ، ځکه خدای پاک راته ویل چې که ښکنځلې او بد رد دې ویلي هغه دې هم زما لپاره ویلي دي ، ځه ته ما بښلی یې . د بجلي ګر اکثره ویناوې تقریباً هر پښتون اوریدلې دي ، په هر ځای کې چې ضرورت شي نو ځینې خبرې یې خلک په مثال کې رواړي ، زه یې هم له یو ملاتړي مینوال څخه یم . او دده له یو تقریر څخه په تاثر مې دا شعر هم ورته لیکلي:
په تصوف او فلسفه دې چې نن پوه کړم راځه
د کایناتو خالق ولې خپل تصویر نه ښیي
پوه شوې دا ځکه دا دنیا یو څه محدود نوم لري
او هغه ذات خو مه کوه احد ابد نوم لري
خبره داده د یو چا تصویر چې زړه کې لرې
بیا د هغه تصویر ته هیڅه ضرورت نشته دی
نه فلسفه نه تصوف و په دې شعر کې زما
هسې مولانا بجلي ګر یو مسئله کوله