پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې مثبت فکر او مثبتې خبرې کوې؛ ډېر منفي ګرا خلک شته، چې د ځان په شمول یې د نورو ژوند تباه کړی.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې د ستونزو پر وړاندې په میړانه جنګیږې؛ ډېر داسې کسان شته، چې ستوتزو ته د تسلیمېدو له امله د بدرغیو ښکار شوي.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې د موخو پر لور دې حرکت کوې؛ ډېر خلک شته، چې د نهیلۍ پر لور سر ټیټي روان دي.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: چې د چا حق دې نه دی خوړلی؛ ډېر خلک شته، چې دا د اور سکروټې تر ستوني تېروي.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې له لوېدو وروسته بیا پورته کیږې؛ ډیر کسان شته چې وغورځیږي د بیا راپورته کېدو توان نه لري.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: چې پرته له خپل رب څخه له نورو نه ویریږې؛ ډېر خلک شته، چې د انسان له وېرې یې زړونه چوي.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې نرمې او خوږې خبرې کوې؛ د ډېرو داسې ژبې دي، چې په ورځ که سلګونه زړونه ماتوي.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې حق وايې؛ ډېر خلک شته، چې له دې عبادته عاجز دي.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې له لږ فرصت نه ډېره ګټه اخلې؛ ډېر خلک شته، چې له ډېر فرصت نه لږ ګټه هم نه شي اخیستلای.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې د زده کړې پر لور ګامونه اخلې؛ ډېر داسې خلک شته، چې تر اوسه یې پر دې لار یو ګام هم ندی اوچت کړی.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: چې له دې لویو شتمنیو« ترحم، مینې، صداقت، علم او بریا» برخمن یې؛ ډېر داسې کسان شته، چې له دې شتمنیو یوه هم نه لري.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: چې په زړه کې وېره او شک نه لرې؛ ډېر خلک شته، چې د وېرې او شک له امله یې تل ماتې خوړلې.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې د خپلې خوشالۍ تر څنګ د نورو د خوشالولو لپاره هم هڅه کوې؛ ډېر خلک شته، چې د ځان د خوښ ساتلو په موخه نور خفه کوي.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې وايي «مینه درسره لرم» ډېر کسان شته، چې لا یې یو ځل هم دا ښکلی عبارت نه دی ویلی.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: چې د لویې شتمنۍ (اخلاقو) څېښتن یې؛ ډېر کم خلک له دې شتمنۍ برخمن دي.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: چې هر کړنه د بشر په خیر ده؛ ډېر داسې خلک شته چې هر کړنه یې د بشر په زیان ده.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: چې صحیح نیت او ښې هیلې لرې؛ ډېر خلک دي چې بد نیت او ناوړو هیلو یې ژوند تریخ کړئ.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: چې په دوستۍ کې دښمني نه کوې؛ ډېر خلک دي چې پردې بې غیرتۍ د خلکو ژوند ګواښي.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې په حقیقت پسې منډې وهې؛ ډېر ناپوهان دي چې د حقیقت پرځای پر خلکو پسې منډې وهي.
پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې څوک درته مسکا کوي؛ ډېر خلک دي چې د هېڅا ورته پر شونډو مسکا نه راځي.
