تاند- د غزني د نن /چهارشنبې/ په ډله ییزو انتحاري حملو کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

د غزني والي محمد امان امین وویل:«۹ تنه، چې ۴ یې ملکیان، یو پولیس او ۴ ترهګر انتحاریان دي، وژل شوي دي.»

د غزني د والي په وینا په دې ډله ییز برید کې، چې د استیناف محکمې مخته وشوه، د دې محکمې د رييس په شمول ۱۳ تنه ژوبل شوي دي.

څلورو انتحاریانو نن سهار په لس نیمې بجې، په داسي حال کې چې په محکمه کې د مراجعینو بیروبار و، پر استیناف محکمې برید وکړ خو امنیتي ځواکونو ډېر ژر انتحاریان له منځه یووړل. دې برید یوازې ۱۰ دقیقې دوام وکړ.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا برید وسله والو طالبانو کړی او د محکمې ګڼ مامورین یې وژلي دي.

په وروستیو کې د افغانستان د حکومت له لوري د ۶ تروریستانو له اعدامېدو وروسته طالبانو د محکمو پر کارکوونکو بریدونو ته زور ورکړی دی.

تېره اوونۍ یې په پغمان کې د میدان وردک ولایت د محکمې د کارکوونکو د سپرلۍ پر بس په برید کې د محکمې د مامورینو او لارویانو په شمول ۱۱ تنه ووژل او ۱۰ نور ژوبل کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *