تاند- په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېر معظم علي نن د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو چې په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ د کارکوونکو د ځورېدو په وړاندې د افغانستان د حکومت رسمي احتجاج ورته واورول شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان د سفارت شارژدافېر ته د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کونسلګرۍ د کارکوونکو د موټر د درولو په وړاندې شدید الحنه احتجاج وسپارل شو.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا په پېښور کې د افغانستان د کونسل موټر د کور او کونسلګرۍ ترمنځ په لاره ودرول شو.
د افغانستان حکومت د پاکستاني پولیسو دا اقدام په کلکه غندلی او د اعرتض په دود یې د پېښور کونسلګري بنده کړې ده.
د چابهار د بندر د افتتاح او د دوی د غلام امیرالمومنین ملا منصور د وژل کیدو له امله د پنجابیانو په کونه درد دی ته به وایی چې توند مرچ یی پکې اچولی دی . کله د تورخم لویه لار بندوی، کله د ټولو ديپلوماتیکو اونړیوالو نورمونو خلاف د افغانستان د جنرال قونسل موټر دروی او یا په هلمند کې جګړه سختوی. له دوی سره باید په دیپلوماتیکو نورمونو سره موافق بالمثله عمل وشی .