Kandahar cityنېټه١٣٩٢، ٠٥، ٢١

کندهار افغانستان – دغه کانفرانس د کندهار د والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په خاصه غوښتنه د ماليي وزارت، په هيواد کي د پانګي اچوني د ملاتړ د اداري يا (ايسا) او د افغانستان د سوداګري خوني په ملاتړ او تاييد جوړيږي.

په دغه کانفرانس کي به د هيواد د ملي سوداګرو تر څنګ د ګاونډيو هيوادونو سلګونه سوداګر او پانګوال هم ګډون وکړي او په هيواد کي په ځانګړي ډول  په کندهار کي به  پانګي اچوني ته تشويق کړل سي .

په همدي موخه نن د دوشنبي په ورځ د کابل څخه د افغانستان د سوداګري خوني د مرستيال حاجي محمد يونس مومند او دپانګي اچوني د ملاتړ د اداري د پانګي اچوني دتشويق دبرخي رئيس ميوند منګل په ګډون يو پلاوی راغلی و او د کندهار والي سره يې د هغه د کار په دفتر کي وکتل

د ليدني پر مهال د ولايت مقام د دفتر رئيس  ډاکټر پرويز نجيب په ګډون د  کندهار سوداګري خوني رئيس حاجي نصرالله زهيراو يو شمير سوداګر او صنعت کاران هم حاضر وه.

له کابل څخه راغلي پلاوي  کندهار والي ته دمعلوماتو ورکولو پرمهال وويل چي په مرکز کابل کي يې ددې کانفرانس لپاره خپل  چمتوالي  بشپړ کړی او په خپل ټول توان سره به خپل امکانات په کار واچوي تر څو کورني او بهرني پانګوال په هيواد او  په ځانګړي ډول کندهار کي پانګي اچوني ته تشويق کړل سي .

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چي د کانفرانس لپاره دوی هم بشپړ چمتوالی لري .

کندهار والي وويل چي دا مهال په کندهار کي بشپړ امنيت دی او د دې موقع  څخه په استفادې بايد کورني او بهرني پانګوال دې ته وهڅول سي تر څو په کندهارکي پانګه اچونه وکړي .

اټکل کېږي ياد کانفرانس د روان لمريز کال په سنبله کي جوړ سي او د پانګوالو د لا تشويق په موخه به يو نندارتون هم پرانستل سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *