په نړۍ کې تر واقعي او وفادارو ملګرو غوره څه نشته.(آکویتاس)

که غواړئ چې د ژوند په ټولو چارو کې بریالي او خوښ وئ نو باید پردې پوه شئ چې انسانان پر دوو ډلو وېشل شوي، لومړی ډله هغه انسانان دي چې ژوند ته تل په مثبت نظر ګوري، هغوي انرژي لري تل کار او هڅه کوي او د ژوند پدې سفر کې هر قدم په ډېر احتیاط او پام سره اخلي دویمه ډله انسان بیا ددې ډلې برعکس دي هغوي ژوند ته په منفي نظر ګوري، هغوي سست او تنبل دي او د خپلو مسولیتو پروړاندې بې پروايي او بې احتیاطي کوي.

دا په یاد ولرئ چې هر ملګری مو په هرې ماتې او په هره بریا کې رول لري، که غواړئ چې تل په خپل ژوند کې بریالي او خوښ وئ نو د دویمې ډلې له خلکو سره د ناستې او ولاړې نه په کلکه ډډه وکړئ، د ځان لپاره مو داسې ملګري پیدا کړئ چې هغوي ژوند ته په مثبت نظر ګوري هغوي مثبته انرژي ولري او تل د بریاوو او نېکمرغیو د لاس ته راوړلو لپاره هڅه او کوښښ کوي.

دا مه هیروئ چې د هیله من او مثبت فکر لرونکو ملګرو په لیدو سره خوشاله کیږي، خبرې یې مثبته انرژي او قوت درکوي له هغوي سره معاشرت مو د بریالیتوب سبب کیږي هغوي مو په خوښیو خوښ او په خفګان مو خفه وي دا ډول کسان هېڅکله هېڅ راز مرسته درنه نه درېغوي.

ښه ملګري داسې وي کله د کوټې چتر چې په باراني او سخته ورځ مو هم ملګري وي.( پل نرولا)

که تاسو د بریالو خلکو نه وپوښتئ چې د بریا راز مو په څه کې دی؟ هغوی به په ځواب کې درته وايي چې زما د بریا راز د خدای مرسته او د خپلې کورنۍ او ملګرو ملاتړ او هڅونه ده؟ په رېښتیا هم کله چې له تاسو سره د خدای(ج) مرسته او د خپلې کورنۍ او ملګرو ملاتړ او مرسته نه وي تاسو نه شئ کولای چې د بریا پر لور مو کوټلي ګامونه واخلئ، په پښتو کې متل دی وايي( څټه «بار» پرته له ملګري نه بابریږي) ژباړن.

لږ ملګري دي وي خو سم ملګري د وي یو امریکايی ارواپوه وایی چې د انسان لپاره دا دواړه( بد ملګري او یوازېتوب) مضر دي ځکه دواړه د انسان ذهن او فکر ته زیان رسوي. یو بل ارواپوه بیا وايي چې ( تر بدو ملګرو یوازېتوب غوره دی) هغه پردې اند دی چې یوازېتوب انسان دومره نشي بدمرغه کولای څومره چې بد ملګري یې بدمرغه کوي. تاسو هڅه وکړئ چې له دواړو ځان وساتئ هم له یوازېتوب او هم له بدو ملګرو نه د ځان لپاره غوره او د عالي فکر لرونکي ملګري وټاکئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *