تاند- د ایران تسنیم خبري اژانس د افغان سرچینو په قول وايي چې د افغانستان، روسیې او ایران د ملي امنیت چارواکو نن /پنجشنبه/ په کابل کې درې اړخیزه غونډه وکړه.
د تسنیم خبري اژانس د راپور پر اساس، د درو هیوادونو د ملي امنیت چارواکو د مخدرو موادو او تروریزم پر ضد د خپلو اقداماتو پر همږغولو خبرې وکړې.
په راپور کې ویل شوي چې دا غونډه د درو هیوادونو د ملي امنیت د مرستیالانو په کچه په ارګ کې جوړه شوه.
ځینو افغان سرچینو ویلي چې د دې درې اړخیزې غونډې برخوال نورې درې اړخیزې غونډې هم کوي.
تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ایران د ملي امنیت شورا له رييس رضا سیف اللهي سره د یوې نړیوالې غونډې په څنګ کې د چیچنیا په پلازمېنه ګروزني کې وکتل.
په کابل کې د افغانستان، روسیې او ایران د ملي امنیت د مرستیالانو غونډه وروسته له دې جوړېږي چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان د بلوچستان په نوشکي کې ووژل شو او د پاکستاني سرچینو د راپورونو له مخې نوموړی له ایران څخه پاکستان ته روان و.