سرتاج عزیز

تاند- د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز نن /پنجشنبه/ وویل، د امریکا د بېلوټه الوتکې حملې نه یوازې د امریکا او پاکستان اړیکې زیانمنې کړې بلکې د افغانستان د سولې بهیر یې هم اغېزمن کړ.

د مې د میاشتې په یوویشتمه د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې نه یوازې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور ووژل شو بلکې نړیوالو ته یو وار بیا څرګنده شوه چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي.

تر دې وړاندې اسامه بن لادن هم د پاکستان په خاوره کې وژل شوی و.

سرتاج عزیز د خپل هیواد مشرانو جرګې (سینټ) ته په وینا کې وویل چې پاکستان د امریکا د حملې په وړاندې غلی نه پاتې کېږي.

«دا نظر چې ګواکي موږ چوپ یو او څه نه وایو، سم نه دی… مهمه خبره دا ده چې پر نوشکي د بې پېلوټه الوتکې برید د پاکستان – امریکا اړیکې او په افغانستان کې د سولې پروسه اغېزمنه کړې ده.»

ده همداراز وویل چې د بې پېلوټه الوتکې له حملې وروسته صدراعظم نوازشریف او د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف ته خبر ورکړای شو.

One thought on “سرتاج عزیز، د بې پېلوټه الوتکې حملې د پاکستان – امریکا اړیکې او د سولې پروسه زیانمنه کړه”
  1. د سر تاج عزیز هر ډول څرګندونې له دې وروسته نور باید د اعتبار وړ نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *