د تېرې دوشنبې په ورځ (د ۱۳۹۳کال د زمري۲۱مه / د ۲۰۱۳ کال د اګست ۱۲) د دوو فرهنګیالیو محمد امين رحيمي او رحمت الله دانش فاتحه د کابل د رحمان مینې د طلايي ښارګوټي جومات کې د اوښتون کلتوري ټولنې، د دوی د کورنيو او ملګرو لخوا واخيستل شوه.
محمد امين رحيمي د ځوان شاعر او لیکوال اسماعیل لاروي کشر ورور و، دی په پکتیا کې د اوښتون راډیو ژورنالیست و. رحيمي د کانکور د تېرکال په ازموینه کې د لوړو نمرو په اخيستلو سره په نږدې وخت کې د دولت لخوا د ممتازه شاګردانو په بورس کې مالیزیا هېواد ته د کمپيوټر ساینس زده کړو لپاره لیږل کیده، چې د روژې پر اتمه د طالبانو لخوا د ګرديز ښار په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو او رحمت الله دانش په یوه ترافيکي پيښه کې ساه ورکړې وه.
د فاتحې مراسمو کې د هېواد ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو په ګډون، د کابينې ځينو غړیو او د پارلمان ځینو وکیلانو هم برخه واخيسته.
رپوټ: بابری باران
له تاند ویب پانې نه یوه نړی مننه ، هر وخت یی ګران لوستونکي او هیواد وال له مهمو پیښو څخه خبروی ، چې دوستان کولای شي په ګڼو مراسمو او محافلو کې ګډون وکړی مننه