لیکوال

د دې سړي مطلب څه دي؟ اخير دي غواړي له ما څه؟ دده دي دا غټه قره قولۍ او جګه درخته له خاورو ډکه سي چي يې باد ورواولوزوي او دي يې بيرته پر تندي سمه کړي .

زه خورا کړهېږم، په خونه کښي ګرځم، راګرځم، د بېټک له کيړکۍ او پړدې ورته ګورم چي دباندي په کوڅه کښي ولاړ وي او له ځانه پوښتني کوم چي اخير دا بلا دلته راغله څنګه، د مخه خو کله هم زما په خوا نه وو راغلي ؟ بس يو لېونتوب راسره وي لېونتوب .

دا مهال زما د کور دباندي د کلي هغه بد مخي بد معاش ولاړ وي چی سرې سترګي او غټ برېتونه يې وي چي په کتو يې لا د سړي زړه ولوېږي او پښې يې په رېږد سي ، په لس مړو خو يې زه خبر يم او په نورو به نو دي پخپله ، زما په انتظار وي ، داسي بده جوله او بې کاره کړه وړه يې وي چي توبه .

ويل کېږي چي پخوا چي به يې په لار کښي په تورو شپو کښي مسافران شکول نو خپله ډله به يې هم درلوده چي په غلا او وژنه کښي په نام وه او ټول ملګري يې نامي پاي لوڅان وو چي ده له نامعلومو ځايونو را ټول کړي وو چي د خنجر غوندي تېره شکر به يې په ملا تړلي وو چي يوه وار به يې د سترګو په رپ کښي د خلګو کلمې راايستې او په دوي کښي به هر يو له ډېر غروره په لاره کوږ اوږ او په لڅو پشو تلي او په دغه د پاي لڅو ډله هم بلل کېده ، خو شکر دي چي اوس يې هغه شيطاني لشکر نسته ، ولي ، کېدي سي ، په دې کښي هم يو راز وي يا حالاتو څه بېلتون پکښي راوستي وي ، خو دا مهال که څه هم يکړ دي ، خو زه يې وار خطا کړي يم ، که څه هم تر اوسه يې څه نه دي راته ويلي او مخ يې بد نيولي دي ، خو بس يوازي ولاړ دي چي زه به کله وروزم . البته سرې سترګي يې له کيړکۍ وينم چي له خشمه ډکېږي .

 “څه بل څوک نه وو چي دي ماته راغي ، ددې مطلب دا دي چي يو څه را څخه غواړي او سترګي يې راباندي سرې دي ولي چي په خزانې ناست يم ، بس نن صبا نامي يو له ما سوځي ولي چي هر څه ته لاس وروړم ، سره زر سي سره زر او خورا کالداري را رواني دي ، څه دغه بد مخي خو مي لوټل نه غواړي.” زه و خپلي کوردارۍ ته وبوڼېږم .

کور والا هم زما په شان خورا وارخطا وي ، مخ ېي ژړ وي او په کپ اخته وي ، ياسين شريف راباندي تېروي او راته واي چي يو وار دي وير ورک کړه ، زر ور ووزه ومغزي ماتي ته چي بچيان در يتيمان نه کړي ، خو سور لېوه دي ، دي دي تر پاڼ لاندي سي. اوس به يې په وينو لړلي يې بد بخته ، وۍ ربه خير کړې .

دا څه په کوردارۍ خو خورا خلې هم رارواني وي .

زه چي څنګه ورووزم او اوس به روغ و جوړ ورته وايم چي مغزي ماتي دغسي خنجر زما په غاړه ونيسي چي د هغه لمر په رڼا کښي څرکېږي چي ډوبېدونکي وي ، ما په زوره د کلي په کږو وږو کوڅو کښي روان کړي او زه حېران سم چي اي څه کوي او چېري مي بيايي .

دا مهال د ژړي ماځيګر دوړي زما و مخته داسي اتڼ کوي لکه زه چي زوم يم او دوي مي په واده رخصي ، خو ډېر ښه پوهېږم چي زه دا وخت زوم نه بلکه پسه يم پسه چي زما له ګمانه حلالوي مي او زه ورسره ځم ، البته د حلالېدو ځاي لا نه وي را معلوم .

پاي هغه ما خپل کور ته راولي چي زه ورباندي حېران سم ، ګېټ په لغته ووهي ، دننه مي له چمني تېر کړي ، دغسي مي و يوې سنګار سوي خوني ته پوري وهي او پخپله ووزي .

دا څه ، دلته يې کور والا لکه ناوي ناسته وي او زما په خيال زما په انتظار وي . بس څه ووايم ، يوه د خوب دنيا وي او ما نشه کړي. دا د کلي تر ټولو حسينه زنانه وي ، داسي غټي بادامي سترګي يې وي لکه ملغلري ، ښکلي جامې يې په تن وي او خورا سنګار وي او عجبه خوشبوي يې ځي . عجبه ده ، يو وخت به ددې شمايلي ما خوبونه ليدل ، سړې ساوي به مي پسي کښلې ، بلکه ورته شاعر به هم سوم ، يادوله به مي او ټولي توري شپې به په خپلي بې وسۍ په سرو اوښکو راباندي تېري سوې ، خو بيا چي بدمعاش وتښتوله، نو مي توبه وکښه چي شکر دي دغه آفت زما په پټ عشق نه دي خبر کنۍ وژلي به يې واي چي ستا دومره جرات .

دې سړي زه و خپل کور والا ته راوستم ، يو ناولد ، دا زوي مړي پر سد دي او بل څه زه خوب خو نه وينم .

دا څه ، نا څاپه هغه دلربا غبرګ لاسونه خلاص کړي چي په نکريځو سره وي چي راسه اشنا ، خو په انتظار دي وکړلومه ، ولي چي ستا د پرون په تږو سترګو به زه ښه پوهېدم چي د کلي په هر واده او کوزدې کښي به دي راته کتل او دغسي راباندي ټال سي .

دا څه واي ، دغه زنانه لېونۍ ده ، که يې ماغزه خراب دي ، داسي بې حياي ، خو د چا کورداري ده ، دا  دي څه ، دغه بدلون ولي ، څه داسي وزم له دې سرې ښايي ؟ عجبه ده . زه حق حېران سم .

بل دا سړي چي زه يې دلته راوستلم ، ددې کاروکتار دپاره يې راوستلم ، لاکن دا خو ډېر غېرتي سړي وو او داسي کار بې ننګه خلګ کوي . دا هر څه ولي ، ولي يې د سترګو اوبه ختمي سوې، نو يې ووتي او خپل عزت يې دا شان ارزانه کړي ، دا بدلون په څه ، اخير په څه ؟

دا شي ما ولړزوي، و ماته خوند نه کړي را ، له ځانه پوښتنه وکړم چي دا خلګ په عزت او بې عزتۍ کښي دي که يه او ماغزه يې په ځاي دي ؟

اوس هغې زه ټينګ نيولي يم ، پر ما لکه پيشي ټال وي ، خو زه په خونه کښي په منډه سم چي ځان ځني خلاص کړم .

دا رنګه بيشي نکان را ولګوي او خوږ مي هم کړي . پاي مي زور کار وکري ، له هغي بلي ځان ځني خلاص کړم او له خوني دباندي وتښتېږم. دا دم، هلته د کلا د چمني په منځ کښي هري خواته مړاوي کلونه وي ، بې ژونده ، بې خونده او ددغو رنګداره ګلانو او وچي فوارې په منځ کښي بلکه د ژړ چمني په منځ کښي اوس بيرته پټپټاني پيل سي . هغه په ما پسي منډي وهي، خو زه ځني ځغلم ، کله دلته ، کله هلته او يو عجبه لوبه وي زموږ تر منځ ، زما په خيال که يو وار بيا د پيشي او موږک لوبه ورته ووايم ، نو به بده نه وي . کمال دي ، هغه داسي مسته او په خندا وي چي زه حېران پاته سم .

يوې رنګيني جامې او ښکلي وجود يې وي ، بس خاص لکه کمبلۍ چي په چا پسې وي، خو کمبلۍ ډېره غټه او زوروره وي او په ما لکه روي خسمان داسي لوبه کوي .

 پاي په چيغو ځان خلاص کړم او په دوړه له ګېټه داسي راووزم لکه سېرلي چي له لېوه ځان خلاص کړي .

بس منډي وم او لکه لېوني سپېرې کوڅې مي په مخه کړي وي . دلته بيا دوړي وي، ګړدي ځوزان يې په مخ کړي وي او له شاوخوا شوره داسي ښکاري لکه هر څه چي له سپېرو دوړو په فرياد وي .

لږ مخته په يوه بله سپېره کوڅه کښي چي يو مخ لاتعداده خره په سپېرو خاورو کښي ورغړي او د ژړ لمر ژړه رڼا خوند ورکوي ، ما حېران کړي . دا په کلي کښي خره څنګه زيات سول ، پخوا خو داسي نه وه. نور ساه داران هم وو ، آخر دا خره ولي زيات سول ، هر ځاي دوي بلکه په هره کوڅه کښي دوي. رښتيا خبره خو دا ده چي دا خو د اسانو کلي وو ، د ښايستو اسانو ، د رنګينو او تکړه اسانو چي په نام وو ، د پشو به يې دربي تلي او په منډه او وفادارۍ کښي خورا مزي وو ، هغه اسان څه سول ، خو دومره ډېر وو ، هر کور ځني ډک وو؟ زه له ځانه پوښتنه وکړم .

د بدمعاش د سرو سترګو له وېري زه مسلسل په منډو يم ، وارخطاي برله پسې لوبي راباندي کوي او په دا حال کښي له خپل زړه څخه سوالونه هم کوم .

دا هر څه ، څه دي؟ زه له ځانه په وار وار تپوس کوم . خوب خو نه وينم ، نه نه خوب د کومه دي ، بدمعاش ولي بې ننګه سو، ولي غريب سو، د کور او سترګو ګلان يې مړاوي سول او اوبه يې وچي سوې ؟ زه له ځانه په وار وار په تپوسونو ګرسره ستړي کېږم نه . بل هر ځاي خره ولي ښکاري ؟ کوڅې خو له درختو ډکي او رنګيني وې بلکه د هري لاري و دواړو خواوته به دغه اوني په سندرو وې ، هغه اوني څه سول، چا وسوېځل، رنګيني کوڅي سپېرې ولي سوې ؟

بهرحال ساه شړم او په منډه منډه داسي ځاي ته راسم ، چيري چي واده وي ، ډول ولاړ وي ، خو دا څه ، وچ کلک او درپدره خلګ اتڼ ورباندي کوي چي د يو چا په مخ هم خوشحالي نه وي او ټول خوابدي ښکاري، داسي راته واېسي لکه دوي چي يې په زوره په اتڼ درولي وي . کمال دي ،يو هم لاسونه نه اړوي بلکه پښې يې کپېږي. دا څنګه اتڼ دي ، بلکه په اتڼ ډرۍ دي ، ملنډي دي .

څه دا مړي خو نه دي او هغه هم خوابدي؟ مطلب داذچي د خوابدو مړو اتڼ ؟

خوابدي او بيا اتڼ ، بلکه د خوابدو اتڼ بلکه د مړو اتڼ ؟ دا خبره ما پرله پسې زيات حېرانوي ، ولي چي دواړه شيان له يو بله جلا وي. داسي اتڼ دي نو هم ورک سي ، زه تندي وټکوم .

دا څه، په درزنو سپېره په لڅو او چاودلو پشو بې شمېره وږي کوچنيان يو مخ هلته په قطار کښي ولاړ وي چی يتيمان ښکاري ، جامې يې رټي پټي وي ، تشي کاسې يې په لاس وي او د واده و غوړو وريجو او بوړ ته ېي سترګي ختلي وي چي لا نه وي وراغلي. هو هو دا خو يې مخونه هم ژړ وي ، د خزان د پاڼو په شان .

يو ځل بيا له ځانه پوښتنه وکړم چي په کلي کښي خو پخوا دومره يتيمان نه وو، دا د کومه راغلل ؟ دکلي د بچيانو په لاسونو کښي خو به کتابونه وو او لکه تازه ګلان په خندا به وو ، بلکه سره او سپين به وو ، دا ژړ ولي سول ، څه بدي ناروغۍ وهلي دي. دا د خيرات کاسې د کومه راغلې ؟ بل نازک لاسونه به يې هر وخت په نکريځو سره وو ، دا چاودلي ولي دي ؟ کتابونه چا ځني واخيستل ، يتيمان چا کړل ؟

دا څه، دا د واده کور خو يو شناخته کور وي ، زما د يو اشناي کور چي زه يې ښه پېژنم . د تور رنګ دروازه يه له ما نه سي ورکېدي . دلته بيا خوشحالي د کومه راغله او څنګه خوشحالي ده ؟ زه ولي نه يم په خبر ؟ زه پوښتنه په پوښتنه له ځان سره کوم او حېرانتيا مي نه ختمېږي .

اوس زه دغسي بده اخيستي د کور په لوي سراي ورننوزم چي دا نه وي بدمعاش يا شودا راپسې وي چي له جګو چنارونو ډک وي، خو ټول وچ وي، خاص لکه په کور کښي چي يې روي ولاړ وي او سړي وېروي .

دا څه دلته د زنانو رش وي ، د ناولدو زنانو ، خو کمال دي ، يوه هم مخ نه راڅخه پټوي او نه مي ناولد بولي ، خو عجبه ده د ټولو بڼي داسي بل ډول وي، دا ولي داسي بې تاثره دي، هيڅ خوشحالي نسته ورباندي، حالانکه ټولو هم سرخې وهلي وي او هم سپېدې، نه نه ټولي داسي دي لکه و چي به ژاړي، خو خپلي اوښکي و بهيدو ته نه پرېږدي ، عجبه ده ، واده دي ، جنازه خو نه ده ، وير او افسوس ښکاري، مړي خو نه دي سوي؟ هلکه دا د واده کور دي ، جنازه خو نه ده تياره پرته ؟

دا څه ، ګرسره د ناوي د رخصتي وخت وي چي د زوم کره ېي بياي . په کار ده چي دا وخت دغو زنانو ګلان پاشل ، په دريو يې اتڼونه کول ، شلي يې اچولي ، خو دلته يې په غم لړلي مخونه نيولي دي . اخير ولي ؟

ناڅاپه داسي تېرې او بدي چيغي سي چي په زړو خنجران چلوي چي مخامخ دناوي له خوني رارواني وي . زه دغسي د سترګو په رپ کښي په هغه خوا ورمنډه کړم او دغسي بې اجازې ، د ناوي په خونه ورننوزم .

په خونه کښي د خيرنو خيرنو بې شمېره زنانو په لاسونو کښي دريې او دف وي او په سرو سترګو ولاړي ، بابولاله واي .

 خوري وخت د رخصت راغي ، اوښ ولاړ ځنګون تړلي ، واي واي ، بابولاله ، لاله……….

زه چي په ژور نظر سره ناوي ته وګورم ، نو چيغه کړم او دوه ګامه شاته سم ، بلکه خلې وکړم ، سر و ټکوم او حېران سم چي دا څه شين ناورين دي .

هغه زما د اشناي کور داري وي چي په زرغونه بروکيټ کښي وي او په نارو وي ، په چيغو بلکه په سرو ساندو چي زما خو واده سوي دي ، درې واړه واړه سورککي بچيان مي دي . مېړه مي په ژوندي سر راته ګرځي ، په کوم قانون او دستور کښي مي بيرته ودوي ؟

دا څه، يو وار بيا حېرانتيا ، په هغو خلګو کښي چي ناوي رخصتوي، زما هغه بدبخت ملګري هم وي چي خاوند يې وي او پخپله د ناوي پر سر زرغون شال په زوره اچوي ، سوکان ورسره کوي او وهي ترټي يې چي چپ ، مخ پټ کړه ، کنۍ مړه به دي کړم ، داسي ښکاري لکه د ژوند ساعت چي دي لږ وي .

دا زما په يار څه سوي دي. ماغزه يې پر ځاي دي که يه ؟ زه يو ځل بيا سر وټکوم .

اوس زه چيغي کړم چي ناوي خو دا دي څښتن لري، د ده دي مغزي مات سي په دغه پنډ سر، دي دي په ځان اخته سي، دي دي ګنده لنډي ووهي، که څه هم زما انډيوال دي ، خو عمل يې توري پيشي ته سوي دي. بل دا څرنګه واده دي او ولي يې په زوره ودوي، څه دا پښتو، ننګ او غېرت دي، څه اولنو هم داسي ژړ سترګي کوله، لېوني ياست که مو ماغزه خراب دي، که چا کوډي درباندي کړي دي ، بد بختانو؟ زه چيغي کړم .

د ملګري چي راته پام سي ، دغسي له ژړا ډوب سي چي وروره پوروړي سوي يم ، تا هم پرې ايښي يم او دنيا ټولوې بلکه په کالدارو کښي لوبي کوې . پيسې نه لرم ، ځکه دا ناورين او سپين سترګي کوم چي د هغه سړي خله له ځانه ليري کړم، له چا چي مي د خپلو بچيانو د نس دپاره پورونه کول. وام که مي نه واي کړي ، خو له لوږي مړېدل ، ولي چي نه کاروبار سته ، نه کار و قطار سته . هغه سود خور واي ود سوي زنانه مي هم قبوله ده ، دي دي په ځان اخته سي .

اوس زه په ډېر فخر او غرور سره په زوره وخاندم ، چارچاپېره مي د خندا ازانګې سي ، زما دروند ږغ پوره خونه ولړزوي ، بلکه دېولونه وشوروي چي د دېب غوندي زورور وي ، بېخي دروند بلکه خورا دروند چي ما لا ولړزوي او خونه داسي لړز واخلي لکه زلزله چي سي او هر څه په لړز او کپ اخته سي .

ناڅاپه دريې ودريږي ، خيرني زناني وار خطا سي چي دا څه دي، و ماته په حېرانتيا وګوري چي اي څنګه ږغ يې دي. انسان دي که غوي؟ ديب دي که پيري؟ ولد مخلوق دي که ناولده ؟ د ټولو سترګي رډي راوخېزي .

پيسې خو له ما سره ډېري دي . واورۍ بلکه په خلاصو غوږو يې واورۍ چي دا مهال په دې کلي کښي تر ټولو لوي وډايه زه يم ، بل څوک نسته . زه ناري کړم ولي چي د مړو دپاره تابوتونه جوړوم او مړي داسي په تېزۍ سره راروان دي او دومره ډېر دي لکه کارخانه چي يې چا لګولي وي ، بس سحار و ماښام مړي وي او موږ يو ، بل نو څه راپاته دي ، بلکه که دا ووايم چي دا وطن د مړو وطن دي ، په سرو وينو لړل سوي د مړو ، نو په تاسي کښي څوک انکار کوي سي ، واړه ، زاړه ، هر رنګه مړي ، کاروبار مي په زور کښي دي ، اديرې ورځ په ورځ زياتېږي بلکه خورېږي . له يو تابوته چي فارغه سم ، نو بل ته بيا خلګ راته ولاړ وي ، بلکه په منت و زاريو وي ، بلکه اوس خو د کشت او کروندې و ځايونو ته لا زموږ اديرې ورسېدې او لږ ساعت هم نه يم خلاص د تابوتونو له جوړولو ، بلکه اوس خو مذدوران هم راسره لګيا وي ، د سرګردانۍ څه خبره ؟ زما خو دا خيال دي چي دا ولات که ګورستان بلل کېدي ، نو به ډېر ښه واي .

اوس زه دغسي په انډيوال زېري وکړم . دم دستي به دي له دې جنجاله خلاص کړم ، بيا په خپلي يارانې کښي ورته ووايم چی يار خو خوري د يار دپاره د غوي غوښي .

زما يو اوږد کوټ په غاړه وي . د بغل دواړه جېبونه مي له نوټونو ډک وي چي وغواړه څو غواړې ، ځان له دې عزابه خلاص کړه زما ګرانه .

په دې ښه بلکه د رښتيا خوندور زېري په مصيبت اخته ناوي وماته په خوشحالۍ وګوري او زر زر اوښکي صفا کړي چي خور دي جار ، خور دي قربان ، خور خو دي خداي له تا له مخه کړي ، نېستي دي مه راځه . ودې ته واي ورور ، خو بيا مي چيغه تر خلې ووزي، ولي چي اوس را په ياد سي چي له غبرګو جېبونو مي د بدمعاش کوردارۍ پيسې وکښلې چي بنچه بنچه وې او په زراو وې .

زه يو ځل بيا چيغه کړم ، سر وټکوم ، د لېونو په شان په خونه کښي په منډه سم ، يو وار تر يوه سره سم ، بيا تر بله ، ماغزه مي کار نه کوي ، خاص لکه پيشي چي په خونه کښي څوک وتړي ، وار خطا وي او خلې اچوي. داسي په لړز اخته سم . زما په دې حال ښځمني چيغي کړي چي په سم سړي څه وسول ، لېونتوب ورولوېدي که څه ، پام کوي چي څوک خوږ نه کړي ، تر پشو يې لاندي نه کړي ، ولي چي بلا وهلي په خپله سما کښي نه دي .

دا ډول پاي له هغه بد بخته کوره په نارو بغارو او ځغاسته سره ووزم ، خاص لکه يو لېوني چي له يو کوره راووزي .

دا څه دباندي تش ميدان وي ، نه ډول ، نه يتيمان ،نه بدمعاش او تکه توره شپه وي . زما په خيال ما په کور کښي زيات وخت ولګوي او دا ډول لکه تورېدلي اوښ زه په منډو سم .

بيرته زه ، بيرته منډي ، بيرته ستړيا او بيرته زما ساوي .

ناڅاپه لېري يو ځاي د يوې کمزوري ډيوې ژړه رڼا ووينم چي لږ زړه پيدا کړم او ورو سم ، خو ساه لا په زوره زوره وهم او شړم يې.

يو خورا مشر سړي و دغي کمزوري څراغ ته ناست وي چي په ملا بوغ وي او سپيني جامې يې وي ، په سترګو معزوره او لکړه ېي په لاس کښي وي چي يو نوراني شخصيت ښکاري او د سړي په زړه کښي احترام ورته پيدا سي .

دا بزرګ دلته څنګه راغي . يو ځل بيا زه او له ځانه پوښتنه .

دغسي زلزله سي چي ما وکپوي او د چارچاپېرو غرونو شاته اور ولاړ سي ، يو بد او سور طوفاني اور بلکه د دوزغ بلکه د تاترين اور او هم هلته شاته ډزي سي چي پاي ېي نه وي . سرې سرې مرمۍ په فضا کښي الوزي او په لوبو وي ، قيامت سي قيامت چي سړي لېوني کوي . حېرانتيا واخلم چي که اوس مخ کړم ، نو و کومي خواته يې کړم .

دغسي له وار خطاي مشر ته نږدې سم او ټينګ يې ونيسم . اوس چي زه څنګه د مشر په لاس ، لاس کښيږدم ، هغه حېران سي ، زما په مخ خپل کپېدلي لاس تېر کړي لکه ګوري چي څوک دي ، وړندې سترګي ورپوي چي اوښکي يې په تياره کښ يې هم و برېښي لکه مسلسله چي ژاړي او په ډېر فکر سره په خپل زهير ږغ کښي وواي .

 ” زما لاليه ، جنګ لا نه دي ختم ، ژړي ماځيګري لا نه دي تېر؟ “

پاي

نومبر

2015

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *