انجنير احسان الله صديق

مينه، خلوص، صداقت او رښتينولي د انسانانو ځانګړنې دي، چې پر يوبل باندې بهتري پيدا کوي، ټولنه د باغ ګلونو ته ورته ده، ګلونه هم يو ډول بوی او ښکلا نه لري، له يو بل سره توپير لري، انسانان هم د باغ د ګلونو په څېر دي، د چا له اخلاقو څخه يو څوک ډېر زیات متاثره او اغېزمن شي، همدغه ځانګړنې دي، چې د ملګرتيا مېنه ابادوي او د سړي زړه ته سکون وربښي.


له څو ورځو راهیسې په کابل ښار کې يم، پر ملګرو ياړم، ښه د مينې او هيلې ملګري دي، خو ځينې ملګري بیا بېخي د زړه تل ته لار پيدا کوي او سړی دې ته هڅوي، چې د داسې ملګري په اړه خو باید يو څه وليکم. 


ملګرتيا د مينې، خلوص، صداقت او رښتينولۍ په مراندو ټينګېږي، د ښو ملګرو لټون او لاسته راوړل به فکر کوم له عبادت څخه کم نه وي، چې په ښه ورځ درسره وخاندي، ښادي دې په خوښۍ بدرګه کړي، خو د غم پر مهال دې بیا د لاس امسا وګرځي او تکيه پرې کېدلی شي. 


که هر څومره يې پر اړه وليکم، بیا مې هم زړه اوبه پرې نه څښي، چې دا خو د ملګري په حق هيڅ هم نه دي، خو دا چې هر څوک په وس پړ دي، نو زه يې هم پر اړه د خپلې مينې څو کرښې کاږم او د کاغذ مخ پرې توروم.


تاسو به هم تلوسه زياته شوې وي، چې دغه خوږ انسان به څوک وي، چې زه ځينې متاثره شوی یم، ښاغلی انجنير احسان الله صديق يادوم. 


انجنير احسان الله صديق د غزني ولايت د اندړو ولسوالي د اټل د کلي استوګن دي، چې دمګړۍ له خپلې کورنۍ سره يوځای د کابل په ښار کې ژوند کوي.


لومړنۍ زدکړې يې د اندړو په سلطان شهاب الدين عالي لېسه کې کړې دي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د غزني ښار مدينه العلوم په مدرسه کې دری کاله دیني زدکړې تر سره کړې، له هغه وروسته پېښور ته لاړ او په ۱۳۸۱ ل کال کې يې د ثقافت له لېسې څخه فارغ شو، د لوړو زدکړو لپاره د هند هيواد ته تللی او سيول انجنيري په برخه کې يې خپلې لوړې زدکړې په ۲۰۰۹ زېږديز کال کې بشپړې کړې دي. 


په ۲۰۰۹ زيږديز کال AVTIانستيتوت کې د استادۍ وياړ هم تر لاسه کړی دی، چې له هغه وروسته بیا د خوست والي تخنيکي سلاکار پاتې شوی دی، دمګړۍ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د انکشاف او پراختيا د څانګې مسوول دی. 


لا يې هم پر زدکړو بسنه کړې نه ده، د مګړۍ په اداره او منجمنټ کې ماستري کوي.


ښاغلی انجنير احسان الله صديق په ټولنيزو اړيکو کې هم ډېر فعاله ځوان دی، تل يې د ځوانانو د يووالي او انسجام لپاره هلې ځلې کړې دي، ددې لپاره چې په هيواد کې د ظلم او وحشت ټغر ټول شي، مينه او سوله حاکمه شي، د ژوند له طبیعي ښکلاګانو سره د خپل تخيل ښاپېرۍ وځغلوو، نو د داسې وړ او مستعده ځوانانو مشورو، وړانديزونو ته اړتيا ده، تر څو په سمندر کې ډوبه شوې بېړۍ د ساحل تر لمنو ورسوم. 


د انجنير صاحب په اړه که هرڅومره وليکم، بیا هم د نوموړي له ټولو ځانګړنو څخه لوستونکي خبرولی نه شو، نو خپلو کرښو ته په همدې ځای د پول سټاپ نکته ږدم او په دغه لنډۍ مې خپلې خبرې رانغاړم.


ستا د ښايست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم، کوم ټولومه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *