تاند- د یونان کریت ټاپو ته نژدې نن /جون ۳/ د پناه غوښتونکو یوه بېړۍ، چې ۷۰۰ تنه پکې سپاره ول، چپه شوه.

ګومان کېږي چې د بېړۍ په سپرلیو کې به افغان پناه غوښتونکي هم شامل وي. دا بېړۍ د کریت ټاپو د جنوب په ۷۵ کیلومترۍ کې ډوبه شوې ده.

د مهاجرت نړیوالې ادارې وویل چې تر ۳۴۰ زیات کسان ژغورل شوي خو د چپه شوې بېړۍ اکثره غړي لا هم بې درکه دي.

ژغورونکو تراوسه پوري ۴ مړي موندلي او د نورو کسانو د موندلو لپاره هلوځلو ته دوام ورکوي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اپریل له میاشتې را په دې خوا به دا د یونان په اوبو کې د پناه غوښتونکو لپاره لومړنۍ پېښه وي.

د مارچ په میاشت کې د ترکیې او اروپايي اتحادیې ترمنځ د کډوالو د مخنیوي په باب لانجمنې موافقې یونان او اروپا ته د پناه غوښتونکو په تګ کې زیات کموالی راوستی دی.

د یونان ساحل ساتونکي وايي چې په دې ۲۵ متره اوږده بېړۍ کې، چې د کب نیونې لپاره ده، تر اندازې زیات کسان سپاره شوي ول.

ویل شوي چې پناه غوښتونکي ایټالیا ته وړل کېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *