د افغانستان خونړۍ غمیزه کورني او بهرني عوامل او ملي، سیمه ایز او بین المللي ابعاد لري. په سیمه ییزه سطحه په افغانستان د امریکایانو نظامي یرغل امریکا دی ته مجبوره کړه چی په وچی محاط دی غرني  هیواد کی د خپلو پوځیانو د اکمال لپاره پاکستان، ایران او حتی روسیي او د مرکزي اسیا هیوادونو ته باج ورکړي. ددی باج زیاته برخه پاکستان ته ورکړل شوه او ورکول کیږي. له بلی خوا ایران هم د امریکا د نظامي حضور سره د مرستی په بدل کی په افغانستان او عراق کی د خپلی خوښی ونډه تر لاسه کړه. په دی اساس د امریکی په لاس په افغانستان کی د پیل شوو جګړو ډیره ګټه زمونږ ګاونډي ملکونو ته رسي. پدی سربیره په افغانستان د امریکایانو پوځي یرغل او دهغوی پنځلس کلن نظامي شتون او د هغوی په وړاندی جګړو افغانستان له ډیرو اقتصادي فرصتونو محروم کړ. ملک د یوی سالمی اقتصادي ودی لپاره لازم بسټونه او مؤسسات نلري. ګاونډیو هیوادونو او په خاصه توګه پاکستان او ایران له دی وضعی  نه په استفادی سره د افغانستان په ضد په ملا ماتونکو اقتصادي جنګونو بوخت دي.

په نړیواله سطحه چین په افغانستان او عراق کی د امریکایانو له مصروفیت نه په استفادی سره په بحر الکاهل کی خپل نظامي شتون غښتلۍ او په افریقا، لاتین امریکې او اسیا کی یی خپل اقتصادي مزي وغځول. د ۱۹۹۲ کال راهیسی چی شوروې اتحاد ړنګ شو  روسیي هیڅکله هم داوس په پرتله په مرکزي اسیا کی داسی پراخ نظامي او اقتصادي شتون نه درلود. د روسانو هغه امپراطوري چی د مجاهدینو په لاس ړنګ شوه په افغانستان کی د امریکایانو پوځي حظور بیرته راژوندۍ کړه. نن روسان نه یوازی په مرکزي اسیا کی پراخ سیاسي، نظامي او اقتصادي شتون لري بلکه په افغانستان کی هم د مخالفینو سترګي وراوښتې دي. لیرې نده چی د افغانانو مختلفی سیاسي او نظامي ډلې به روسانو ته د یو معتمد ملګري په سترګه وګوري. په منطقه او نړی کی حالات په چټکۍ په بدلیدو دې او نړۍ یو ځل بیا په ښکاره ډول د یو نړیوال قوت په ځای د څو نړیوالو نظامي او اقتصادی قوتونو د ظهور شاهده ده.

دا ټکې د غور وړ دی چی پدی ډول ملي، سیمه ایزاو نړیوال سیاسي، اقتصادي او نظامي شرایطو کی مونږ ته څه کول پکار دي. اوس چی بهرنیان په وتلو دي زمونږ په مخکې دوه مهم انتخابه پراته دي. لومړنۍ انتخاب د جنګ انتخاب دی چی تر هغه به دوام کوي تر څو د بهرنیانو وروستئ پوځي له افغانستانه ووځي ، حکومت او پوځ راوپرزیږي او د طالبانو په لاس یو بل حکومت جوړ شي. دا یو مناسب انتخاب نه دی. له یوی خوا د طالبانود مشرانو پرله پسی وژل کیدل او د هغوی تر منځ داخلي اختلافات دوی د پخوا په پرتله ډیر ضعیفه کړیدی. له بلی خوا د طالبانو په لاس د حکومت جوړیدل لکه څنګه چی مخکنیو تجربو وښوده هیڅکله به هم کورنیو جنګونو ته دپای ټکی کښینږدي. افغانستان به یو ځل بیا د پاکستان، ایران، هند، روسیی او حتی ترکیي د سیاسي او نظامي رقابتونو په یو میدان بدل شي. افغاني میندي باید څومره بچې وزیږوي او رالوی یی کړي تر څو پردي ټوپکي په اوږو وګرځوي او یو بل پری ووژني.

کله چی د ۱۹۹۲-۱۹۹۶کلونوکی د مجاهدینو مختلفی ډلې په خپل منځې جګړو اخته وی د طالبانو د تحریک دمنځته راتلو شرایط مساعد شول. که څه هم د طالبانو ظهور او قدرت ته رسیدل دواړه جنګیدونکي جهتونه له قدرت او صحنی لیري کړل او د لنډی مودی لپاره یی جګړی لږې کړې خو ویی نشوای کولائ چی په وطن کی سوله راولي. ددی یوه لویه وجه دا وه چی د جګړې عوامل له منځه لاړ نشول او لدی امله د طالبانو او د هغوی د مخالفینو تر منځ په شمال او د هیواد په نورو برخو کی د اوږدو جنګونو یوه بله لړۍ شروع شوه.

د جګړو د دوام یوه مهمه وجه دا وه چی د سولی د راوستلو هغه لاره او طریقه کومه چی قران ښودلی ده عملي نشوه. د قران عظیم الشان د حجرات دسورت نهم او لسم مبارک ایاتونه د مسلمانانو د خپلمنځي جګړو د ختمولو لاری داسی ښیی.

وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (۹) إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (۱۰)

ژباړه: (او که له مومنانو څخه دوې ډلي په خپلو منځو کی په جنګ شي، نو دهغو په منځ کی صلحه وکړئ بیا که له هغو څخه یوه ډله پر بلی تیری وکړي، نو له تیري کونکي (ډلې) سره وجنګیږئ تر دی پوری چی هغوی دالله دحکم خواته راوګرځي. بیا کله چی هغوی راوګرځي، نو په منځ کی یې په عدل سره سوله وکړئ، او انصاف وکړئ چې الله انصاف کونکي خوښوي. مؤمنان خو یو دبل سره ورونه وي، نو د خپلو ورونو په منځ کښي مناسبات سم کړئ، او د الله څخه وویریږئ هیله ده چی پر تاسي رحم وکړای شي.)

 که چیرې طالبانو د قدرت د اخستلو هڅه نه وای کړی او د یو دریم قوت په حیث یی په جګړو کی په ښکیلو ډلو فشار راوړۍ وای او ددوی تر منځ یی سوله او عدل کړي وای  د دوی په دی تګلاره کی به هم دوی او هم وطن ته لوی خیر وای. تر ټولو مهمه د دوی دا تګلاره به د قران عظیم الشان د حجرات دسورت د دی مبارکو ایتونو د تطبیق یوه ژوندۍ نمونه وای. متاسفانه په جګړو کی دښکیلو خواو تر منځ پخلاینه او او د دوی تر منځ د عدل او قسط په اساس سوله ونشوه. او د هغوی ټولو په وړاندی جګړه روا وبلل شوه. ددی کار نتیجه دا شوه چی افغانستان تر اوسه د جګړو په اور کی سوځي.

اوس چی د حزب اسلامي افغانستان او د افغانستان د اسلامي دولت تر منځ بین الافغاني خبرو د اولس پراخ ملاتړ تر لاسه کړی، د بین الافغاني جرګواو د امن او سولی د راوستو لپاره عیني او ذهني شرایط تر هر بل وخته زیاد مساعد دي. د قران د پورتني مبارکو ایتونو نه په انتباه او د وطن نږدي خونړي تاریخ ته په کتلو سره د اوسني کورني جګړو د دریدو لپاره د حزب اسلامي افغانستان په مشرۍ د سولی لپاره د یوی پراخی اولسي جبهی جوړیدل ضروري او د وخت تقاضا ده.

په جګړه کی ښکیل اړخونه شاید د جګړو د کورنیو او بهرنیو عواملو او ابعادو سره یو متوازن اومناسب تعامل ونکړي. له بلی خوا دا لویه غمیزه په جګړو نشي حل کیدای. د تلپاتی سولې راتګ د یو بین الافغاني دریم قوت چی د ملت د خاموش اکثریت ملاتړ ورسره وی مرستو او هلو ځلو ته اړه ده تر څو هم د دولت او هم د مخالفینو نیمګړتیاوی رابرسیره کړی او له دوی سره د جګړو په درولو او د د سولې په راوستلو کی مرسته وکړي. د قران د لارښوونو په رنا کی باید دا دریم قوت د عدل او قسط په اساس په جګړه کی  دښکیلو خواوتر منځ سوله وکړي. د سولی دا دریم اولسي قوت باید سوله په ټول افغانستان کی د ټولو افغانانو سره وغواړي.

یودریم بی پری اولسي قوت چی په افغانستان کی د پرتو بهرنیو قوتونو سره د هغوی په ژبه دهغوی د وتلو موضوع مطرح کړي او هم د ګاونډیو ملکونو نه زمونږ د جنګ ځپلي اولس توقعات په ډاګه کړي.

د سولی د یوی پراخی جبهی په جوړولو کی حزب اسلامي افغانستان ،  د حکومت نه بهر سیاسي مشران، کابل میشتي پخواني طالب مشران، علماء، علمي کدرونه، د پوهنتون استاذان، د مدني ټولنو غړي او د هیواد دننه او بهرټول هغه هیواد پال افغانان چی په وطن کی تلپاتې سوله غواړي مهم رول لوبولئ شي.

د حزب مجاهد امیر محترم حکمتیار صاحب په ملي، سیمه ایز او نړیوالو مسایلو کی د پوره بصیرت خاوند دی امید دی چی د وطن طوفان ځپلی کشتۍ په حکمت سره د امن ساحل ته راورسوي. الله (ج) ته مو د امید لاسونه لپه کړیدی تر څو د حزب د سولی دا نوښت په ټول افغانستان کی د سولی د یوی پراخی جبهی د جوړیدو باعث شي او سوله په ټول افغانستان کی او د ټولو افغانانو تر منځ راشي.

د یو سوکاله، اباد او اسلامي افغانستان په امید چی هم د امن کور وي اوهم د ګاونډیو او نورو ملکونو سره سوله ولري. امین یا رب.

په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *