تاند- په جرمني کې ساینسپوهانو د هغو کسانو لپاره چې سترګې یې کمزوري دي د لارې د ښودلو لپاره ځیرک یا سمارت کمربند جوړ کړی دی.
دا کمربند فیل سپېس (feelSpace) کمپنۍ د جرمني د (Osnabrück) پوهنتون کې د څېړونکو په مرسته جوړ کړی دی.
دا کمربند بلوتوت لري چې د هغه په وسیله له انترنیټ او اندروید لرونکي موبایل ټېلفون سره وصل کېږي او په دې توګه کاروونکي ته لار ښيي.
دا کمربند څو سینسرونه لري چې د بلوتوت په وسیله له هغې نقشې او تګلوري سره ځان عیاروي چې کاروونکی یې په خپل موبایل ټېلفون کې ورته ټاکي. وروسته کمربند په خوځېدو کاروونکي ته د تګ په مهال سمه لار ښيي.
کله چې د کمربند مخکینۍ برخه ښوري باید کاروونکی مخامخ لاړ شي خو کله چې د کمربند کیڼه یا ښۍ خوا وخوځي باید کیڼې یا ښۍ خوا ته تاو شي.
د دغه کمربند وزن تر نیم کیلو لږ یعني ۴۵۰ ګرامه دی او په یو وار چارجولو یوه ورځ کار کوي. اوس یې بیه لوړه ده، نژدې ۹۰۰ ډالره، خو د هرې بلې الیکترونیکې وسیلې په شان به ورو ورور ارزانه شي.