لیکوال : رابرټ ایل ګرینیر
ژباړونکی: بسم الله پښتون مل
دوهمه برخه
د جګړې پر لاره
پاکستان، طالبان او القاعده
دریم څپرکی
ښه وختونه
طالبانو چې په پښتنو کې کوم محبوبیت کې تر لاسه کړ هغه يې د افغانستان په نورو قومونو چې د هیواد په شمال کې میشت دي لکه تاجکو، ازبکو او هزاروو کې نصیب نشو، له هزاره ګانو سره چې د شیعه مذهب لارویان و د سني طالبانو برخورد ډير سخت و په شمال کې لږکي قومونه د طالبانو پر ضد د (افغانستان د ژغورنې متحده اسلامی جبهه) په نوم تر یوه چتر لاندي سره راټول شو چې وروسته دغې جبهه د شمالي ټلوالي په نوم مشهور شوه، هغه وخت چې ما په سیمه کې خپله دنده پیل کړه شمالي ټلواله له طالبانو سره په بده کورنۍ جګړه کې ښکیل وه، د دغې ټلوالي جګره ماران د هیواد په شمال او شمال ختیځ کې تر لیري پرتو سیمو پر شا تمبول شوي و.
د پاکستان پر استخباراتي اداره ای ایس ای دا تور لګول کیږي چې طالبان دوي رامنځ ته کړي خو دا خبره سمه نه ده مګر اسلام اباد ډیر ژر دغه د زده کوونکو ډله په غیږ کې ونیوله او لومړنۍ مرستې يې د ای ایس ای په وسیله ورته ورسولې تر څو له دې لاري پاشلې افغان ډلې د سنيانو تر مشرتابه لاندي سره یو ځای کړي او له پاکستان سره ښې اړیکي ولري. په حقیقت کې له شمالي ټلوالي سره د طالبانو د جګړو له امله پاکستان د طالبانو ملاتړ ځکه مهم باله چې شمالې ټلوالي له روسیې او هند سره نژدي اړیکي درلودې، د پاکستان له رامنځ ته کیدو سره د دغه هیواد واکمن دا اندیښنه لري چې کیدای شي له ټولو لوریو د دښمنو هیوادونو په محاصره کې راشي چې د دوي په نسبت له هند سره به نژدي وي ځکه نو د دغې طبعې انديښنې له امله پاکستان له طالبانو سره خواخوږي درلوده او په ښکاره یې د دوي له لاري خپلې سیمه ییز سیاسي ګټې تعقیبولې.
په افغانستان کې کورنۍ او پر له پسې جګړې او له طالبانو د پاکستان ملاتړ د امریکا د حکومت لپاره د انديښنې وړ نه و ځکه هغه وخت لا په سیمه کې د ډرامې بل لوبغاړی (اسامه بن لادن) نه و، د عرب بیلونر زوي اسامه د شوروي پر ضد د افغانانو د جهاد پر مهال په جګړو کې څرګند رول درلود له هغه سره په کافي شمیر عرب جنګیالي و او د یرغلګرو کافرانو پر وړاندي يې له افغان مسلمانانو دفاع کوله، هغه په ۱۹۸۰ کې هم سخت دریځه نظریات درلودل خو کله چې په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې د سعودي عربستان حکومت په خپله خاوره کې د امریکايي ځواکونو له میشتیدو سره موافقه وکړه نو ورسره دغه سخت دريځي هم زیاته شوه، دغه ځواکونه د خلیج د لومړۍ جګړې پروخت ددې لپاره په عربستان کې میشت شول چې کویټ د صدام له ولکې خلاص کړي، په عربستان د امریکايي سرتیرو د میشتیدو د مخالفت له مسئلې سره د دغه هیواد حکومت له اسامه سره اختلاف پیدا کړ او هغه یې اړ کړ چې سوډان ته مهاجر شي هلته اسامه د اسلامي سخت دریځو ډله منظمه او رامنځ ته کړه چې نوم یې پر القاعده کيښود، د القاعده لغوي مانا (اساس) دی، له دې سره سم اسامه د سي ای اې او نورو امریکايي استخباراتي ادارو پام د ځان په لوري واړوه، د امریکا له پرله پسې شکایتونو وروسته د سوډان حکومت اسامه ته وویل چې کوم بل ځای ته ولاړ شي او ۱۹۹۶ کال کې ایله طالبان کابل ته رسیدلي و چې اسامه له خپلو لږ شمیر عرب جنګیالو سره افغانستان ته ولاړ.
په افغانستان کې د هغه د ملګرو شمیر چې ډیری یې عرب و په تیزۍ سره زیاتیده، دوي دومره ډیر هم نه و فقط راتلل چې د طالبانو په ملاتړ له شمالي ټلوالي سره وجنګیږي بالاخره یې ځانته د (عرب ۵۵۵ غونډ) په نوم جلا نظامي ډله جوړه کړه، په افغانستان کې د القاعده په کمپونو کې د تروریستي او نظامۍ زده کړو لړۍ پیل شوه او هغه کسان چې له اسامه سره به یې بیعت کړی و او د القاعده رسمی غړي به و پدغو روزنیزو مرکزونو کې روزل کیدل، د اسامه دغو نړیوالو ملاتړو ځانونه افغان عربان بلل.
په ۱۹۹۶ کال کې اسامه بن لادن د امریکا پر ضد د جګړې اعلان وکړ خو دغه اعلان ته په لویدیځه نړۍ کې دومره پام ونشو مګر په ۱۹۹۸ کې په ختيځه افریقا کې کې تر بریدونو وروسته هر څه بدل شول، د کینیا په نایروبي او د تانزانیا په دارالسلام کې د امریکا پر سفارتونو د موټر بم حملې وشوې او پړه یې پر القاعده ور ولویده، په څو اونیو کې امریکا د دغو بریدونو د انتقام په موخه په افغانستان کې د القاعده ګڼ روزنیز کمپونه په کروز توغندو وویشتل، د امریکا د توغندیو برید یو سمبولیک کار و، د امریکا حکومت ونشو کړای د افریقا له بریدونو وروسته د القاعدي پر ضد څه وکړي یا هم خپل اصلي هدف له منځه یوسي، خو بیا د کلنټن ادارې د اسامه پر خلاف کلک دریځ نیولی و دوي له ملاعمر او طالبانو وغوښتل چې اسامه امریکا ته وسپاري تر څو هغوي يې محاکمه کړي، کله چې طالبانو دغه غوښتنه رد کړه نو امریکا پر طالبانو بندیزونه ولګول او ملګري ملتونه یې هم قانع کړل چې پر طالبانو بندیزونه ولګوي.
عدالت ته د اسامه بن لادن د راکشولو په برخه کې د امریکا احساسات ژر ساړه شول له هغه څخه په راتلونکي کې هم د ستر خطر ویره نه وه، د اسامه د نیولو لپاره دځانګړو ځواکونو عملیات نا ممکن بریښیدل هیڅکله چا پدې اړه فکر ونکړ، موږ چې د القاعدي د مرکزونو په اړه کوم معلومات تر لاسه کړل یواځي هوايي بمبار او د کروز توغندیو بریدونه ممکن و خو بیا یې هم دقیق وخت او سم ځای ته اړتیا وه تر څو د اضافي تلفاتو مخنیوی وشی، په هغه وخت کې د بې پیلوټه الوتکه څخه کار نه اخیستل کیده، ډير لږ وختونه داسي استخباراتي معلومات تر لاسه شول چې دقیق و خو بیا حکومت پریکړه وکړه چې په برید کې د بې ګناه کسانو د زیانمنیدو خطر ډیر زیات دی.
د اسامه بن لادن د تعقیب لپاره د امریکا زړه نا زړه توب او خطر نه منلو موږ د پاکستان له رټلو منع نه کړو، پاکستان یو له هغو دریو هیوادونو و چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلی و، له پاکستان سره زموږ د رسمي ارتباطاتو په ترڅ کې به دا ګیلي کیدلي چې ولي د داسي حکومت ملاتړ کوي چې هغوي زموږ دښمن ته ځای او پناه ورکړې ده. په هغو شرایطو کې داسي نه ښکاریده چې سي ای اې دي پخپله له اسامه بن لادن سره معامله یو طرفه کړي، ما د خپل کار په ترڅ کې په وارو لیدلي چې د امریکا د بهرني پالیسي په نظر کې نیولو او خطر منلو سره به موږ ځیني دندي سرته رسولې، د امریکا د حکومت غلطي داده چې له سي ای اې غواړي چې هر کار په سمه، منظمه او بالکل پټه توګه سرته ورسوي. ما فکر کوی په اسلام اباد کې زما له دندو یوه یې د هغه سړي نیول یا وژل دي چې د سي ای اې مشر جورج ټینټ په خپل وخت کې د امریکا د امنیت لپاره د تر ټولو لوي خطر په توګه یاد کړی و، دا کار ما په خپلو امکاناتو یا هم د حکومت په لږ مرسته کولی شو ځکه هدف په یو نا ارامه، لیري پراته، بې کنتروله او کورنۍ جګړه کې ښکیل هیواد کي و، پداسي سیمو کې موږ د چا د وژنې لپاره د فدرالي اداري له لوري وضع شوي اصول په نظر کې نه نیسو، که هدف مو له منځه وړی وای حکومت به مو له لوي سرخوږي خلاص و او بل د استخباراتو د کارکوونکي په حیث دا زما دنده وه او په منلو کې به یې هیڅ زړه نا زړه شوی نه وای، ما کلونه د دا ډول ننګونو پر وړاندي کار کړی دی او اوس یې ښه وخت و.
د کار د پيل په لومړیو شپږو میاشتو کې مې پر دې کار وکړ چې موږ باید څه وکړو؟ او له هغه را وروسته مې پر خپلو راتلونکو دندو او د هغه لپاره پر تیاري کار وکړ د ۱۹۹۹ په ډسمبر کې زه په دې پوه شوم چې د اسامه بن لادن او القاعده پر وړاندي هغه لاره چې موږ تر دې وخته تعقیبوله هدف ته نه رسیده، ما باید د ستونزې په اړه له بل لوري فکر کړی وای او د حل لپاره مې نوې لاره موندلې وای.