لیکوال : رابرټ ایل ګرینیر
ژباړونکی: بسم الله پښتون مل
پنځم څپرکی
د طالبانو مینه
جنوري ۲۰۰۱
زه د سفیر میلام د استوګنځي مخ ته په بې صبرۍ منتظر وم او هڅه مې کوله چې په داسي موقع کې زما طبعي لیوالتیا پټه کړم، دا یو ډول بې عزتي وه او زه لګیا وم د راتلونکي میلمه په اړه مې ځان ته قناعت ورکوي د پاکستان د دغې اوارې سیمې اکثره ژمي ملایم وي خو نن اورښت شوی و او یخه شپه وه ما کوټ هم نه درلود.
د لیدنې امکانات د سفارت د یو تن ارتباطي اکبر له لوري برابر شوي و هغه اصلاً افغان و اوس په امریکا کې اوسیده او په استخباراتي چارو کې شل کلنې بوختیا یې زه دې ته اړ کړی وم چې پر ده او دده په څیر نورو کسانو په اسانه باور ونه کړم، چالاکه حکومتونه فرصت طلبه اشخاص جذبوي او دغه اشخاص بیا غواړي چې په هر رنګه چې وي چانس له لاسه ورنکړي او ځان خپل هدف ته ورسوي. د اکبر د شخصیت په اړه که فکر وشي نو هغه ثابته کړه چې کار کولی شي پدغه شپه اکبر موږ ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ملاجلیل اخوند راوست، چې په عام ډول د ملا جلیل په نوم یادیږي.
اکبر پخپله یو عجب شی و دا چې پښتون و نو ځکه تمه ترې کیده چې له طالبانو سره به ښې اړیکي ولري، پوره شرابي او چرسي و چې دا کار یې د هیڅ طالب لپاره د زغملو وړ نه و په هغه هیواد چې بې ږیري کس به سمدستي بندي کیده اکبر به تل ښوی خریلی مخ ګرځیده او دا ځکه چې له ده سره د ملا جلیل او د هغه د مشر د بهرنیو چارو د وزیر وکیل احمد متوکل ملاتړ و، په هغه هیواد کې چې د سخت دریزه او تنګ نظره پولیسو له لوري اداره کیده د اکبر کارونه غیر عادي و، دده زړورتوب یو مثال و هر څوک چې غواړي په ښکاره اصول تر پښو لاندي کړي باید زور ولري.
د اکبر پیشنهاد ساده و هغه پدې وروستیو کې ملاجلیل او یو شمیر نور طالب مشران پدې قانع کړي و چې که نړیوال بندیزونه لیري شي نو دی کولی شي د طالبانو لپاره داسي تجارتي اړیکي جوړي کړي چې دوي ورته اړتیا لري خو داسي لاره یې په نظر نه ورتله چې د اسامه تر ستونزه پکې ګام واړوي، اکبر د امریکا له حکومت سره هم ګڼ تماسونه نیولی و چې که له طالبانو سره یوې معاملې ته یې راضي کړي.
سخته ده چې زموږ لیدنې ته د استخباراتي فعالیت نوم ورکړل شي، موږ د امریکا سفارت په ستر ودانۍ کې چي جګو دیوالونو احاطه کړې او پاکستاني عسکر یې امنیت ساتي د سفیر په استوګنځي کې سره ولیدل، ددې لپاره چې دا لیدنه پټه وساتو موږ ځیني ستونزي ولیدلې، اکبر له ملاجلیل سره ملګری و دوي د طالبانو د سفارت د موټر پر ځای د اکبر په شخصي موټر کې راغلل، پکار وه چې پدغه لیدنه کې د طالبانو سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم برخه درلودای خو هغه مو خبر نه کړ، او په دخولي دروازه کې چې ټول کسان لیدل کیدل ما داسي ترتیبات ونیول چې د اکبر د لنډ کروزر موټر د شا په سیټ کې ناست سړی د تورو ښيښو تر شا همداسي نا پيژندلی پاته شي، میلام نور ترتیبات هم نیولی و خپل کارکوونکي یې مازیګر وختي رخصت کړي و.
له موټره را کښته شوی کس تر ۵،۷ فټه جګ نه ښکاریدی، ګرد ماشومانه مخ يې و، ږیره یې کوچني کړې نه وه خو بیا هم دومره لویه نه ښکاریده هغه د یو عادی طالب په شکل پنډ خام خړ رنګه پرتوګ کمیس اغوستی او ورباندي يې نصواري رنګه انګیا او بیا صدرۍ اغوستې وه، جامې يې په پنډ خړ څادر کې پټي وي او توره کندهارۍ لونګۍ يې پر سر وه چې اوږده شمله یې دده پر چپه اوږه را اوښتې وه ، لونګۍ يې چې د مخ خواته کوچنۍ ښکاریده د سر شاتنۍ برخې ته ور ښوییدلې وه.
د ملاجلیل د عمر اکثره افغانان په کورنیو جګړو کې ښکیل پاته شوي و او د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په توګه ملا جلیل هم له دغې ډلې استثنا نه و، هغه ګوډ ګوډ تلی او پر راسته پښه یې زیات زور کوی، کله چې هغه د سفیر څنګ ته پر بازو لرونکي څوکۍ کیناست دوو شیانو ته یې زما پام شو یو يې توري (ریبوک) څپلۍ وي چې تر چوکۍ لاندي ښکاریدي او بل يې د مخ په جیب کې د ګراني بیې (مونټ بلنک) قلم و چې بې له شکه دواړه یې د اکبر ډالۍ وې.
کله چې د بهرنیو چارو وزارت کوم کارکوونکی د بل هیواد له دیپلومات سره چې تر اوسه یې سره نه وي لیدلی او یا تصادفي سره پيښ شي خپل مجلس د یو بل د پيژندګلوي او د اړیکو نیولو په اړه پیلوی او وروسته د دواړه هیوادونو پر مشترکاتو خبري کوي، دلته د مجلس پيل میلام وکړ او د اسامه بن لادن د ور سپارلو په اړه یې د امریکا غوښتنه بیان کړه، جلیل وویل چې امریکا دي دوي ته د اسامه په اړه ثبوتونه وړاندي کړي که چیري هغه مجرم و دوي به یې پخپله اسلامی محکمه کې محاکمه کړي، خو میلام ور زیاته کړه چې د طالبانو محکمې د نړیوال عدالت د محکمو په څیر د امریکا غوښتنې نشي پوره کولي، دوي په څو څو واره پر دغه موضوع راوګرځیدل که څه هم د ملاجلیل انګریزي ښه وه او یواځي په ځینو برخو کې يې د ژباړن مرستې ته اړتیا پیدا کیده خو بیا هم اکبر ټولې خبرې ترجمه کولې، په دا ډول رسمي مجلسونو کې زما ناسته غیر عادي وه خو سفیر میلام ویل چې ملا جلیل تر دیپلوماتیکو اړیکو اخوا هم څه لیوالتیا لري او دا زما لپاره کیدای شي ښه موقع وي چې ګټه ځیني واخلم.
ملا جلیل د اکثره طالب مشرانو بر خلاف له مدرسو بهر پراخي زده کړي کړې وې او ما هڅه کوله چې دده د حقیقي غوښتنو په اړه په څه وپوهیږم، ما دده په سترګو کې د بې باکه چالاکۍ نښې لیدې، که څه هم هغه د اکبر په موجودیت کې د طالبانو د حکومت رسمي او تایید شوې غوښتنې بیانولې خو زه پوه شوم چې که له یو طالب سره معامله کیده نو هغه هم دا دی، د مجلس په منځ کې مو یوه وقفه واخیسته، ما اکبر او جلیل دواړه بهرنی دهلیز ته راوستل پر سګریټو عاشق اکبر دباندي ووت او چې څنګه په اکبر پسي دروازه وتړل شوه جلیل ماته مخ واړوه هغه خبر و چې زه د سي ای اې مامور یم، راته ویې ویل : موږ باید سره په تماس کې و اوسو، د دروازې خواته یې اشاره وکړه او زیاته يې کړه : خو هغه باید خبر نشي، زه له ملا جلیل سره پر دې موافق وم چې اکبر د اعتبار وړ نه دی، مګر څنګه به سره وینو؟ جلیل وویل چې هغه د ملا سلام ضعیف سره اوسیږي او د اکبر له مرستې پرته هغه نشي کولی له استوګنځي یوازي راووزي. زه په دې هم پوهیدم چې هغه داسي خوندي د ارتباط وسیله نلري چې له کندهاره زما سره اړیکه ونیسي په افغانستان کې موبایل ټلیفون سیستم نه و، څو د ګوتو په شمیر ټلیفوني لینونه و چې هغه هم د پيښور او کویټې له لاري له نړۍ سره وصلیدل او د لوړو پوړو طالبانو د رسمي اړیکو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیده او البته چې پاکستان به دغه ټولې اړیکي څارلې.
ما ورته وویل : که ستا سره سټلایټ ټلیفون وي نو کولی شي چې له ماسره اړیکي ونیسي او بل څوک درباندي پوه نشي؟ هغه وویل هو ! مګر د ټلیفون ساتل سخت دي ځکه که څوک زما سره سټلایټ ووینې چې یواځي زه یې کاروم نو دا نورو ته شکونه پیدا کوي خو زه به یې نورو ته هم اجازه ورکړم چې له دې ټلیفونه کار واخلي مګر زه به ورباندي یواځي ستاسره خبري کوم.
زما په فکر دا ښه نظر و خو اوس دا پوښتنه پاتي وه چې سټلایټ ټلیفون څنګه په افغانستان کې تر ده پوري ور ورسوو، اکبر د دغه کار لپاره مناسب کس و خو جلیل انديښنه درلوده چې اکبر به هیڅکله دا ټلیفون تر ده ور ونه رسوي ځکه بیا د هغه منځګړتوب ته اړتیا نه پاتي کیده، او چې اکبر بیرته سالون ته را دننه کیده ما جلیل ته وویل : دا کار ماته پریږده زه په پوهیږم.
ماښام ناوخته چې ديپلوماتیکي خبرې پای ته ورسیدي او هغوي دواړه پر خپله مخ ولاړل زه په فکرونو کې ډوب شوم چې د ملاجلیل سره دغه غیر متوقع لیدنه به له ځان سره څه ولري؟ د هغه په خبرو کې زما لپاره ښکاره سخاوت نه ښکاریده خو دا هیله کیده چې د یو لوړ پوړي طالب په توګه هغه جذب شي او د هغه په واسطه د اسامه بن لادن په اړه د طالبانو پالیسي تر تاثیر لاندي راولو، یا هم کیدای شي ملا جلیل هڅه وکړي چې د حالاتو په اړه زما نظر واړوي یا هم کیدای شي دواړه نتیجې ولرې، په هر حال دا یو لنډه او زړه راښکوونکې لوبه وه او ما غوښتل چې پیل یې کړم ما له پخوا څخه د اسامه او افغان عربانو په اړه د طالبانو د پالیسي د بدلون لپاره په غیر مستقیمه توګه سخت کار کړی و او د ملا جلیل په ذریعه ما کولی شوی په مستقیم ډول دغو هڅو ته دوام ورکړم، مخکې تر دې ژمی ووزی لوبه باید ګرمه شي.