يوه عارف ويلي وو، چې قبرونه د هر چا بېل دي خو د حاکمانو په قبرونو کې به هم د نورو کار وي. ډېر ماران او لړمان به د بېوزلو، کونډو، يتيمانو، مسافرو او مظلومانو حقونه ترې توږياو که حکمراني يې سمه وه، د جنت دريڅې به د نورو د دعاګانو او عدالت له کبله ورته را پرې وي خو اوسني واکداران داسې فکر کوي، چې له مرګه وروسته به هم دوی د ولس په قبرونو کې کار لري، له چا به کفن کاږي، د چا به قبر لاندې کوي، د چابه شناخته کشوي.
په هديرو کې اوسني اکثريت لوی قبرونه او مزارونه د همداسې حاکمانو دي، چې له مرګه وروسته هم د ملت حقونه خوري، هسې خبره بلې خوا ته راڅخه لاړه، زما خبرې د يو داسې حاکم په باره کې نه دي، چې له مرګه وروسته دې هم په دې خلکو حاکم پاتې شي خو هسې يو څه نيمګړتياوې او ستونزې پکې شته، چې ترې ګيله من يم او کېدای شي، د ولايت ټول کسان ترې ګيله من وي.د پکتيا والي ښاغلی نصرت الله ارسلا يادوم، چې پېژندګلوي مې ورسره د ولايت مقام ته د نوموړي د معرفي په غونډه کې وشوه، ما په هغه غونډه کې د سپيڅلي کتاب قرانکريم او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون يوه نسخه ورته ډالۍ کړه.
دا خبره په هغه وخت کې ملګرو د فيسبوکپاڼو سرټکی وګرځوله، چې لاروي والي ته داسې ډالۍ ورکړه، چې پايله به يې ژر معلومه شي. يا به په ولايت کې ژور مثبت تغيرات راځي او يا به والي ژر د کور پر لور د سفر موزې پښو کوي خو اوس چې حالات ګورم نه د پکتيا بدلون شته او نه د سفر موزې.
هسې خو والي صاحب په ښکلو او قيمت بها ډاليو نازول شوی و، فکر نه کوم چې زما ډالۍ به يې ياد وي او که ياد يې هم وي خو اوسني خلک دې دوو سترو کتابونو ته ډېر درناوی نه لري. قرانکريم د برکت لپاره په يو نيم کور کې ساتل کېږي، اساسي قانون ته خو لا ښکنځل هم کوي. حيراني دا ده، چې موږ د اسلاميت دعوه ګير هم يو او د افغانيت هم. خو دا دعوې مو يوازې د ږېرو لاندې د اوبو تېرول دي.
خبره زما د ډالۍ او والي صاحب وه. زما ډالۍ والي صاحب داسې ناڅيزه څه وبلله، چې له ډالۍ سره ملګري زرګونه پيغامونه مې له خاورو سره خاورې شول. يوه پيغام ته هم والي صاحب په درنه ونه کتل. د قرانکريم تعريف زما په نيمګړو او بې فکره خبرو ناممکن دی خو د بشريت د لارښوونې بل داسې ستر کتاب نشته، چې د دې کتاب بديل يې وبولو، زه خو وايم چې يو سيپاره به يې هم په بشپړ ډول تر اوسه تفسير شوې نه وي ځکه هغه عظمت چې په دې کتاب کې نغښتی، د انسان د بيان ژبه ترې عاجزه ده. د انساني ژوند هيڅ داسې برخه نشته، چې په دې ستر او سپيڅلي کتاب کې ورته ځای نه وي ورکړل شوی او دا زموږ عقيده هم جوړېږي.
روايت دی، چې په قرانکريم کې درې لوی موضوعات بيان شوي. احکام: امر و نهي دي، چې دا انسانه وکړه، دا مه کوه. د نبيانو کيسې: د عبرت او پند لپاره د پيغمرانو کيسې پکې راغلې دي او توحيد: چې د الله ج د وحدانيت موضوع جوړوي.
نو دا دوه برخې همداسې دي، چې تر ډېره د دنيوي او اخروي ژوند ګټې پکې يو ځای خوندي دي. مثلا قتل، غلا، زنا … هم اجتماعي زيان لري مطلب دا چې له کولو يې دنيوي ستونزې پېښېږي او هم اخروي زيانونه ورسره غوټه دي. د انبياوو کيسې د دې لپاره راغلي دي، چې حکمراني څه ډول وشي؟! له خلکو سره چلند څه ډول وشي؟! دنيوي ژوند څه ډول وشي؟! همدا عبرتونه له دې کيسو څخه اخيستل کېږي.
اساسي قانون هم داسې يو کتاب دی، چې د هر هيواد د اتباعو لپاره د فردي او ټولنيز ژوند ګڼ اړخونه روښانه کوي او پر موږ ټولو يې احترام او منل لازمي دي، اساسي قانون مو هم د اسلامي شريعت د احکامو منونکی او د همدې سترې لارې د ارشاداتو مطابق پکې تغيرات هم راتلای شي.
نو دا دوه درانه کتابونه والي صاحب واخيستل خو نه پوهېږم، چې ده به له دې ډالۍ کوم ډول اخيستنه کړې وي؟! له هغه وروسته مو له والي صاحب سره دوه درې ناستې وکړې، چې د ولايت د ستونزو په باره کې يې را څخه وپوښتل. د روغتيا، معارف، پوهنتون… ټولې ستونزې مې يوه په بله پسې ورته بيان کړې خو کومې خبرې چې والي صاحب زما له خولې د مشورو په نوم اورېدلې دي، يوه هم عملي نه شوه، بلکې مشکلات نور هم اوج ته ورسېدل.
څه وخت وړاندې يې ماښامی را ته زنګ وکړ، چې کار راسره لري. لومړی خو زه هغسې مشاور نه يم، چې په نزاکتونو وپوهېږم، هغه د اسمعيل شاهد غوندې سلوټونه نه شول کولای او دويم دا چې دا څېره او شکل مې هم دربار ته جوړ نه دي، په خط کش برابر برېتونه، اوتو شوي کالي، تور او غوږ وېښتان، هر ساعت رنګ بوټونه او نور مې ډېر خوندور نه وي، درېيم دا چې له داسې لويو خلکو سره مې ناسته پاسته هم ډېره نشته او په ډېر څه نه پوهېږم، لومړۍ مشوره مې والي صاحب ته دا وه، چې خلک دې د ګمرک په غلاوو کې شريک بولي، ته څه پکې وايې؟! د خلکو دې اندېښنې ته د پاکۍ په ژبه يو ځواب ورکړه، کنفرانسونو او مېلمستياوو باندې څه نه کېږي، عمل وکړه.
د بيارغونې جامد وضعيت مې هم ورته واضح کړ، چې خلک وايي، د والي صاحب د لټي له کبله هيڅ هم نشته، دې ته هم د عمل ځواب ورکړه. د غلاو او شوکو يو څو کيسې مې نورې هم ورسره شريکې کړې. د هغو ولسواليو حالت مې هم ورته واضح کړ، چې اوسېدونکي يې په ټوک ډوډۍ پسې مړه کېږي او حکومت له ځانه شړلي دي. اسوده ګي خو يې يو ځل نه ده ورکړې، چې پسې وژني يې هم او د دې مسوليت د والي صاحب دی، چې د خلکو احوال واخلي او د ستونزو په وخت کې اړوند ادارې رهبري کړي. نو د والي صاحب يوې مرموزې موسکا به زما د يو بشپړ ساعت بې تعقله وينا ځواب کړه. زه به هم ځان ته وشرمېدم، چې سړيه په دې جامو، ببر سر، خيرن څادر سره دربار ته راغلی يې، په ځان نه پوهېږې، سياستداري او څوکيداري دې په عمر هم ليدلي نه دي، هسې په ګډو وډو سر يې، څادر ټک وهه، د ښار يو موچي ته د زړه بړاس وباسه، اقلا غوږ خو به درته ونيسي.
والي صاحب زما څو ځله ډېر عزت او درناوی کړی او په فردي ډول زه ډېر ترې خوشحال يم خو په بل لحاظ يې زما د خبرو درناوی نه دی کړی، زه ځکه ترې ناراضه يم، چې ما د دې ملت په باره کې ورته خبرې کړې وې، ما د دې ځورېدلې او خوار ولس درد ورسره شريک کړی و، ما ورسره د ميرزکې د هغې ليسې حالت شريک کړی و، چې پېغلې نجونې په تياره او نمجنو کوټو کې درس لولي، ما ورسره د ځدراڼو د ناروغانو فريادونه شريک کړي وو، ما ورسره د ځاځي اريوب د ورانې لارې غم ژړلی و، ما ورسره د ګمرک غلا ياده کړې وه، ما ورسره د بې سرپرسته کونډو او يتيمانو ژړاګانې شريکې کړې وې، ما ورسره د يو محروم ولايت د اوسېدونکو اروزګانې او خواهشات شريک کړي وو خو هغه هر څه په خپل حالت جامد پاتې دي. د والي صاحب له دفتر نه اوس هم راته زنګونه راځي خو زما ورتګ به نور د والي صاحب دربار ته څه اړين وي؟!
ملنګان که غم د ګېډې کا دا ډېر دی
پاچاهان دې غم د ملک او ولايت کا
حضرت خوشحال بابا
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.