تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن/شنبه/ د هند صدراعظم نریندر مودي ته د افغانستان تر ټولو لوړ دولتي نښان ورکړ.

ولسمشر غني د هند صدراعظم ته د امان الله خان نښان د هرات په چیشت شریف کې د افغان- هند د دوستۍ د بند له افتتاح وروسته ورکړ.

هند په تېرو ۱۵ کلونو کې له افغانستان سره تر ۲ زره ملیون ډالره زیاته مرسته کړې ده.

د دغه هیواد په مالي مرسته د دلارام – زرنج لویه لار، د افغانستان د ملي شورا ودانۍ، ګڼ شمېر ښوونځي، کلینیکونه او د سلما بند جوړ شوي دي.

هند دغه راز د افغانستان ملي اردو ته څو هیلي کوپترونه ورکړي دي.

هند نن د افغان – هند د دوستۍ بند په پرانستونکو مراسمو کې وویل چې هند به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو حتي کرکټ کې مرستو ته دوام ورکړي.

One thought on “د هند صدراعظم ته د افغانستان تر ټولو لوړ ملکي نښان ورکړای شو”
  1. .له خدایه ورته اباد او خوشاله او متحد هند غواړم مودی واقعا ددی مدال لایق دی

ځواب دلته پرېږدئ