د خولو تریخ بوی یې ته. په خاور کې یې پښې غځولې وې. هغه پیسې یې ګڼلې چې شیبه مخکې یې د یوه کور د چمن له ریبلو وروسته اخیستې وې.
یو یو نوټ یې سره بیل کړ. هر نوټ یې په ګوتو کې وسولاوه. څټ یې وګیراوه. د کرتۍ د جیبونو استر یې راوایست. یو استر سوری و. په هغه کې یې ګوتې ننویستې. خو ګوتې یې پکې سمې نه ننوتې. کورتۍ یې وایسته د استر په بیخ کې یې له دباندې ګوتې ووهلې. شل افغانۍ یې له حساب سره کمې وې.
بیرته هغه کور ته ورغی چې چمن یې ورریبلی و. زنګ یې وواهه. یوې نجلۍ دروازه پرانیسته. ده ورته وویل:
-زما پیسې دلته په چمن کې لویدلي
نجلۍ اړخ ته شوه. کارګر په چمن کې کړوپ کړوپ وګرځیده. څه یې پیدا نه کړل. له تراسه یوې ښځې ورغږ کړل:
-بابا څه شوي
ده له جیبه پیسې راوایستې:
-دا یې لس، دا یې شل، دا یې پنځوس دا شل روپې یې کمې دي
-د باندې یې وګوره چیرته به دې اچولي وي
کارګر زړه نازړه د دروازې لور ته روان شو او د وتلو په وخت یې یوځل بیا پر چمن سترګې تیرې کړې. نجلۍ خپلې مور ته ورنارې کړې:
-مورې خو شل روپۍ یې ورکې دي ور یې کړه
کارګر نجلۍ ته وخندل، د نجلۍ مور په لوړ غږ وویل:
-دغه خلک دغسې بد اموخته کیږي ور پسې پورې کړه
ټک شو، نجلۍ دروازه پورې کړه. کارګر په یوه لاس تندی وموښه په بل یې پیسې د جیب دننه ټینګې ونیولې او له ځان سره یې وویل:
« که په لاره کې غورځیدلي وي؟»
شونډې یې ویړې شوې او سترګې یې سره وروستې چې لار وڅاري.
پای