تاند- د راپورونو له مخې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د روان اګست په وروستیو کې پاکستان ته ځي څو له دغه هیواد سره د افغانستان د سولې د بهیر او د پاکستان پر همکارۍ خبرې وکړي.

د افغانستان او پاکستان د حکومتونو سرچینو نن /سې شنبه/ وویل چې ښاغلی کرزی به د اګست میاشتې تر پای ته رسېدو مخکې اسلام اباد ته سفر وکړي.

خو د ارګ یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط خامه پریس خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان ولسمشر د اګست په شپږ ویشتمه نېټه پاکستان ته سفر کوي.

دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر د سفر د ځنډېدو یو علت دا دی چې نوازشریف هڅه کوي، د خپل هیواد پر چارو د پوځ تسلط لږ کړي او هماغه راز چې د افغانستان حکومت ورڅخه غوښتنه کړې پر خپلو ژمنو د عمل کولو ډاد ورکړای شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تېره میاشت ویلي و چې پاکستان ته به یوازې په هغه صورت کې سفر وکړي چې دا هیواد پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

له هند او افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د نوازشریف د هڅو په لار کې پوځ لوی خنډ دی. ویل کېږي چې پاکستاني پوځیانو د دې لپاره چې نوازشریف د خپل حکومت د تېرې دورې په شان له هند سره د اړیکو د ښه کولو هڅې ونه کړي د کشمیر په کنټرول کرښه پنځه هندیان ووژل او په جلال اباد کې یې د هند پر سفارت حمله تنظم کړه.

پاکستان ته به د ولسمشر کرزي دا سفر په دغه هیواد کې د نوازشریف له صدراعظم کېدو وروسته د افغان ولسمشر لومړنی سفر وي.

نوازشریف له واک ته رسېدو وروسته ویلي و چې لومړنی بهرنی سفر به یې افغانستان او سعودي عربستان ته وي خو د دوو هیوادونو په اړیکو کې ترینګلتیا سبب شوه چې نوازشریف د دغو دوو هیوادونو په ځای د پاکستان دودیز متحد چین ته سفر وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *