د کونړ والي وحیدالله کلیمزي

د کونړ ولایت ،قومي مشرانو،دیني عالمانو ،ځوانانو او ولایتي ادارې مشرتابه په هغه غونډه کې چې د سلمابند بشپړیدلو په ملاتړ جوړه شوې وه د مر کزي دولت څخه وغوښتل ،چې د کونړ په سیند هم بند جوړ کړي .

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل: د سلمابند چې تیره ورځ د هېواد  د ولسمشر محمد اشرف غني او د دوست هېواد هندوستان د لومړي وزیر له خوا پرانیستل شو  د افغانستان د خلکو لپاره د ابادۍ او پرمختګ لوی زیری دی ،چې د هېواد په امنیتي او اقتصادي وضعې به نېغ په نېغه مثبته ا غېزه وکړي ،ښاغلي کلیمزي د سلمابند پروژ ې د بشپړیدلو له امله ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د هېواد ولسمشر او دهرات ولایت خلکو ته مبارکي وویله او دیادې پروژې بشپړیدل یې د ملي یووالي د حکومت لویه لاسته راونه وبلله ،د ولایتي شورا مرستیال ،قومي مشرانو او ځوانانو په خپلو ویناوو کې د یادې پروژې په بشپړیدلو خوښي وښوده او د دولت د اقتصادي پروګرامونو څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *