د چابهار بندر د قرارداد دامضا کیدو سره د پاکستان د حکومت په سیاسي وضعیت او رویه کې ۱۸۰ درجې تغیرات راغلي پاکستان اوس داخلي موضوعاتو ترڅنګ په خارجه پالسۍ کې هم پاتې راغلۍ دی.

دچابهار بندر په اقتصادي سیاسي او ټولنیز ارزښت چې څومره هم خبرې وشي کمې دي یاد بندر درقابت او سیالۍ او په اقتصادي قدرت کې د ونډې په بنیاد طرحه شوي بندر دی.

کله چې چین د کاشغر ګودار لاره د پاکستان له لارې جوړیدو پلان جوړ کړو نه د  یادې پروژې اقتصادي ارزښت یو خواته مګر پدي کار سره چین غوښتل د هندوستان په مقابل کې د پاکستان داخلي اقتصادي سیسټم سربیره نظامي قدرت هم پیاوړي کړي چین په منطقه کې دخپل سیاسي او اقتصادي نفوس پیاوړتیا لپاره د پاکستان نه ډيره ګټه اخلي دوي پوهیږي چې دهند او پاکستان زیات رقبتونه دي بلخوا پاکستان هم د چین سره په ملګرتیا کې خپلې سیاسي او اقتصادي ګټې ګوري دوي د پاکستان تر ۴۰ فیصدو زیاته ځمکه چینیانو ته په لاس کې ورکړي چې هغه د  بلوچستان مهیم او ستراتیژیک موقعیت دی.

چینیان غواړي د ګودار بندر له لارې یو خوا د پاکستان او اسیا یو تر ټولو مهیمه او ستراتیژيکه نقطه دخپل کنټرول لاندي راولي او بل خوا غواړي دهمدي لارې دهندوستان ټول تجارتي او سیاسي حرکتونه چې د هند په بحر کې کیږي کنټرول کړي.

چا بهار بندر هم د هندوستان دسیالئ او اقتصادي او سیاسي نفوس لپاره یو پر اهمیته بندر دی هندوستان غواړي چې  د ایران او دافغانستان سره خپلې ستراتیژیکې اړیکې پیاوړي کړي.

ځکه که چین د پاکستان نه دهندوستان په مقابل کې دفشار په توګه ګټه واخلي دا ډول هندوستان هم وکولئ شي افغانستان نه دچین او پاکستان په مقابل کې هم په اقتصادي او هم په سیاسي لحاظ ګټه واخلي.

په نړیوالو اړیکو کې هیوادنه خپل اقتصادي ارزښت ته ډيره توجو کوي دوي پدي خپل سیاسي مفادات هم حسابوي فرض دیا بندر د فعالیدو سره به دافغانستان اتکا په پاکستان ختمه شي افغانستان به وکولئ شي په اسانۍ سره بحر ته لاره پیدا کړي او ددي ترڅنګ به افغانستان وکولئ شي خپل تجارت دعربي هیوادننو سره وکړي.

د یاد بندر د بنیاد طرحه دهندوستان دپخواني لمړي وزیر اټل بهاري واچپايي په ۲۰۰۳ کال کې د ایران سره شریکه کړه سره له دي چې هندوستان هغه وخت کې د امریکا تر سختو فشارنو لاندي راغي او دیاد بندر په اړه د امریکا دمخالفتونو سره پدي دلیل مخ شوه چې ایران هم پدي بندر کې بنیادي رول لوبولو.

 امریکا نه غوښتل چې ایران دي دومره ستر اقتصادي پروژه کې مشراکت ولري ځکه د امریکا په وجه په ایران ډير اقتصادي تحریمونه لګدلي وو  مګر پدي ورسیتو کې په ایران لګولي شوي بندیزونه او تحریمونه د ایران او امریکا او دنورو قدرتونو سره د توافق په بنیاد له منځه لاړه ایران وکولئ شو چې خپل هستوي پراګرام په اړه د نړئ دقدرتونو قناعت ترلاسه کړي.

دیاد بندر د رغیدو سره به دایران او هندوستان او بیا دافغانستان ایران او هندوستان ترمینځ یو ستر اقتصاي مشراکت پیل شي افغان سوداګر به وکولئ شي ترڅو خپل ټول مصنوعات دچابهار بندر له لارې هندوستان په ډيرې اسانۍ سره ورسوي.

نه یوازي هندوستان بلکې دمتحده عرب اماراتو عمان او دعرب ټول هغه هیوادنه چې سمندر سره نژدي دي افغانستان به وکولئ شي چې ورته خپل توکي ولیږدوي او یا هم ترې توکي وارد کړي.

دکله چې نه دا چابهار پروژه افتتاح شوي نو دپاکستان حکومت په یو نوم او بل نوم غواړي چې افغانستان ترخپل فشار لاندي راولي او تر څو وکولئ شي خپلې خبرې په افغانستان ومني.

پاکستان دکلونو نه د افغانستان په داخلي مسایلو کې ډيره لاسوهنه کړي په تاریخي لحاظ چې کله افغانستان کې د امریکا او شوروي ترمنیځ سړه جګړه پیل شوه او دطالبانو وجود مینځ ته راغلو نو دامریکا په استایزتوب پاکستان ډير بنیادي رول لوبولو او پآکستان دافانستان په اقتصادي او سیاسي ګټو کنټرول پیدا کړو.  په تاریخي لحاظ

د امریکانو سره د  War on Terror  تر عنوان لاندي جګړه پیلولو کې د پاکستان رول ډير ارزښتناکه ځکه وو چې امریکا په منطقه کې بل داسي هیواد نه کتلو چې له دوي سره پدي برخه کې دومره کافي ریاستی امکانات د پیسو په مقابل کې شریک کړي پدي جنګ کې تر ۲۰۰ بیلونو زیاتې پیسې مصرف شوي چې تر ۳۳ بیلونو ډالرو روپیو پاکستان ته ورکړل شوي.

د پاکستان دا ریاستي نوکري د امریکا سره د یو قرارداد په توګه وه مګر د پاکستان فوجي ایسټبلېشمنټ د پخوا راهسي د ډبل ګیم یا هم دومخیزه پالسۍ څخه کار اخیستو.

 دوي له امریکا سره هم ډبل ګیم پیل کړه د فوجي مشر جنرال مشرف په وخت کې له دي تیورئ ډير کار واخیستلو شو دوي له یوې خوا ترهګر روزل او له بلې پلوه د ترهګرو د ځپلو لپاره ېې د امریکا نه فوجي او نظامي مرستې اخیستې د ښه او بدو طالبانو تفکیک او ترهګر او مجاهد ترعنوان لاندي زیات مسایل تر خپل لاس لاندي ونیول.

دپاکستان خارجه پالسي د فوج یا ایسټبلېشمنټ د مستقیم نظارت لاندي ده دوي پدي برخه کې هیڅ یو ملکي ګوند او یا هم سیاسیون ته حق نه ورکوي چې بهرنۍ پالسي کې تغیرات راولي او یا هم پکې ګوتې ووهي.

اوس مهال د امریکا له لورې هم په پاکستان زیات فشاورنه دي.

پاکستان د تاریخ په خپل بدترینه وضعیت کې قرار لري له یوې خوا دهغه متحدینو له لورې یواځي پریښودل کیږي چې پاکستان پرې حساب کولو دبلې خوا د منطقي د اقتصادي او سیاسي بدلون نه بې برخې شو. د هر څه دپاکستان دغلطو پالیسو پایله ده د چابهار بندر په رغیدو سره ممکن پاکستان په میلونونو ډالر له لاسه ورکړي پاکستان مجبور او مکلف دی چې په خبله خارجه پالسۍ کې بدلون راولي کنه ددي حالات دوام دپاکستان داقتصادي معاشي او سیاسي زوال نښه ده.

ومن الله توفیق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *