تاند- په متحده عربي اماراتو کې یو موټر په دې خاطر په ۵ ملیون ډالره وپلورل شو چې د پلېټ شمېره یې (۱) و.
دا نمبر پلېټ اماراتي سوداګر عارف الزهروني په یوه لیلام کې واخیست او ویې ویل چې تل یې هیله لرله چې د موټر نمبر پلېټ یې یو (۱) وي.

دا پلېټ شمېره د هغه څه چې اټکل کېده چې په لیلام کې به وپلورل شي، په ۲۰ برابره زیاته بیه خرڅه شوه.
تر دې څو کاله وړاندې په متحده عربي اماراتو کې د موبال ټېلفون یوه شمېره په څو ملیون ډالره پلورل شوې وه.
د متحده عربي اماراتو د موټر د نمبر پلېټونو په لیلام کې ځیني نورې شمېرې هم په لوړه بیه وپلورل شوې؛ لکه: ۱۲،۲۲، ۵۰، ۱۰۰، ۳۳۳، ۷۷۷، ۹۹۹۹۹