کليوال ملګري ټولنې  روان کال د غبرګولي د مياشتې په پنځلسمه نېټه د ليکوال، شاعر، ژباړ او د غږ مياشتنۍ مجلې مسوول مدير انعام الله ګوهر په وياړ د درنښت غونډه وکړه.

غونډه چې اورانوس هوټل د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، جميل وقار او حکمت ارين ددريځ چارې پر مخ وړې،  په پکتيا او پکتيکا سربېره له کابل او ننګرهار څخه هم ليکوالان او فرهنګيان راغلي وو.

 وياړغونډې پيل د اجمل بلهار جلالزي له لوري د سپېڅلي  کلام په ښکلو ايتونو سره وشو، ورپسې د هيواد ملي سرود وغږول شو او خلک يې په درناوي ودرېدل.

  د غونډې د پيل ويناوال د کليوال ملګري ټولنې ريس مجيد ژړاند و، چې په خپلو خبرو کې راغلیو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د  انعام الله ګوهر د وياړ غونډې د جوړېدو په اړه يې هم لنډې خبرې وکړې.

ډاکتر نظر افغان د ښاغلي انعام  الله ګوهر ژوند ليک ولوست،  قومي مخور او سپين ږيري جنرال عبدالله وټي هم په خپلو خبرو کې د کليوال ملګري ټولنې ځوانان وستايل، چې هر وخت يې دعلم او پوهې لارويان ستايلي دي، زه ددوی له هڅو نه منندوی یم.

د غونډې بل  ويناوال د غزني پوهنتون  استاد مصطفی صفا دريځ ته وبلل شو، هغه د خپلو خبرو په دوام وويل، چې د  انعام الله ګوهر په ژباړو د ژباړې شک نه کېږي،  ځکه نوموړی په انګليسي برلاسی دی او د جبران خليل هنري نثرونه يې په ډېر ښه ډول سره ژباړلي دي او  په ژباړه برلاسی دی، همدارنګه يې د نيم ساعت څښتن چې د انعام الله ګوهر د  لنډو کيسو ژباړه ده، هغه يې د محتوا او منځپانګې له اړخه  ښه ژباړه وبلله، چې ښه پيغام لري، کليوال ملګري ټولنې نه يې هم مننه وکړه، چې  د کار خلک لمانځي او په وياړ يې غونډې جوړوي.

د غزني ولايتي شورا په استازيتوب حميدالله سروري خبرې وکړې او دغه ډول وياړ غونډې يې د ځوانو کدرونو   لپاره ډېرې اړينې او مهمې دي، نوموړي انعام الله ګوهر او  کليوال ملګري ټولنې ته مبارکي وويله.

نقيب الله خانيخېل د غزني په فرهنګي مخينه لنډه رڼا واچوله، هغه وويل چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د غزني په فرهنګي ډګر کې زیات پرمختګ شوی دی، خو په دې وروستيو څو کلونو کې  دغزني په فرهنګي ډګر  کې د پام وړ بدلون راغلی دی، چې د کليوال ملګري ټولنې کړنې او فعاليتونه د پام وړ دي.

اسدالله جلالزي هم د  ګوهر په ژباړو او شعر باندې هم ځانګړې مقاله ليکلې وه، چې ژباړې  يې د نوموړي د ځانګړي استعداد او مطالعې ځانګړنه وبلله.

عمادالدين دوران   هم د ګوهر  په ادبي هلو ځلو پراخې خبرې وکړې،  دوران په خبره چې  ګوهر د افغان ادبي بهير وروزل نوموړی به هر وخت افغان ادبي بهير ته راتلل، خپل شعرونه به يې کره کتنې او نقد ته وړاندې کول، د غونډې له ختمېدو سره سم به موږ او ګوهر  يو ځای کېناستلو او د نوموړي شعرونه به مو اورېدل او نقد به مو پرې کول.

د پکتيا پوهنتون استاد اسماعيل لاروي هم په خپلو خبرو کې انعام الله ګوهر له دې امله وستایه، چې د ټولنې له اړتيا سره سم يې داسې ژباړې کړې دي، چې هم د پيغام او هم د محتوا له امله ډېرې ځانګړنې لري.

ددې تر څنګ چې انعام الله ګوهر شاعر، ليکوال او ژباړن دی، خو تر څنګ يې ډېر وخت مطالعې ته ورکړی دی، اردو ادب يې مطالعه کړی دی، هلته يې د اردو ژبې نامتو شاعرانو شعرونه لوستي دي، همدارنګه يې له اردو ادب څخه د بېلا، بېلو ليکوالو  کيسې يې په نيم ساعت  نومي اثر کې ژباړلې او تر لوستونکو يې رسولې دي.

 د پکتيکا د پښتون غږ راډيو مشر محمد ياسين ياسين  دريځ ته وبلل شو، هغه د انعام الله ګوهر په اړه  هم خورا خوندورې خبرې  وکړې.

نوموړي د خپلو خبرو په پیل کې وويل د کليوال ملګري له رهبري څخه منندوی يو، چې د  انعام الله ګوهر په درنښت يې غونډه رابللې ده، انعام الله  ګوهر د ستاينې وړ کس دی، کله چې نوموړی پکتکا ته راغی، دوه کاله يې په پښتون غږ راډيو کې افتخاري کار وکړ، تر څنګ يې په ياد ولايت کې د پکتيکا ادبي بهير بنسټ هم کېښود او ډېرو ادبپالو ته يې د ناستې زمينه برابره او په فکري ډول وروزل، چې له نېکه مرغه هغه لړۍ لا اوس هم روانه ده، ياسين د غږ خپرونې په اړه هم  خبرې وکړې، چې  د هيواد په کچه د ګوتو په شمېر مجلو کې راځي.

  په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ریس سميع الله صديق د کليوال ملګري تولنې په فعاليتونو باندې خبرې وکړي د خپلو خبرو په لومړيو کې وويل دا چې زموږ غږ خپرونه يوه کلنه شوه،  له همدې امله چې موږ د غږ  مجلې د مسوول قدرونه وکړو، ځکه غږ د هيواد په کچه معياري مجله ده، چې تر ډېره د نوموتو  قلموالو او ليکوالو ليکنې پکې راځي.

له دې وروسته به مو هڅه داوي، چې غږ مجلې تعليمې برخه ډېره زياته کړو، د غزني پښتون مېشته ولسواليو د ممتازو زده کوونکو د پېژندنې لپاره پاڼې ځانګړې کړو، هڅه به مو دا وي، چې دغه لړۍ روانه وساتو، موږ مخ پر وړاندې قدم اخلو، تر شا نه ګورو،  د منزل په لوري مزل کوو، خو ستړيا نه حس کوو،  تر دې پخوا هم کليوال ملګري ټولنې د نورو فعاليتونو تر څنګ د ستاينغونډو لړۍ پيل کړې ده، چې هرې ستاينغونډې لپاره د ټولنې د رهبري شورا له خوا کس نومول کېږي.

د پکتيکا د خپلواکو ژورناليستانو په استازيتوب عبدالباري نعيمي، د ژوند مدني ټولنې په استازولي صيق ذهين،  بشير باران، اکبر راحل او ځينو نورو ملګرو خبرې وکړې، د  وياړ غونډې په  پای کې  د ستاينليکونو لړۍ پيل شوه، چې د ختيځ ادبي بهير، جلالکوټ ادبي خوځښت، ځوان بنسټ، پښتون غږ راډيو، مېلمه ايف ايم راډيو د ژوند مدني ټولنې او يو شمر نورو بنسټونو له لوري انعام الله ګوهر  په ستاينليکونو ووياړل شو.

کليوال ملګري ټولنې د ملنګ شاعر او ځيرک ليکوال اسماعيل لاروي په وياړ جوړه شوې غزل شپه هم له فرهنګيانو سره روڼه کړه،  چې داود تپان، بشير باران، غلام رحمن همدرد، انعام الله ګوهر، محمد ياسين ياسین، عبدالهاشم ناصري، نبي الله امېل، رحمت الله مبین عصمت الله سلام، اکبر راحل او ځينو نورو ملګرو د رباب په سر او تال کې خپل ښکلي غزلونه په ګډونوالو ولورول، په پای کې اساعيل لاروي  هم لنډې خبرې د کليوال ملګري ټولنې نه په مننې سره پيل کړې، خپل زیات  غزلونه او نظمونه يې د غونډې ګډونوالو  ته وړاندې کړل.

باید يادونه وکړو، چې د اسماعيل لاروي په وياړ جوړه شوې غزل شپه د افغاني سرې میاشتې  په انګړ کې جوړه شوې وه، چې د شپې ناوخته د د عايې په کولو سره پای ته ورسېدله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *