تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /دوشنبه/ هلمند ته لاړ چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت له نژدې وګوري.
ولسمشر غني وروسته له دې هلمند ته لاړ چې دولتي ځواکونو مارجه ولسوالي له وسله والو طالبانو تصفیه کړه.
طالبانو په وروستۍ یوه اوونۍ کې په هلمند کې جګړو ته زور وکړ او نهايي هڅه یې وکړه چې د ولایت مرکز لشکرګاه ته ځان ورسوي. دې ډلې په ګریشک، نادعلي، مارجه او د لشګرګاه په لمنو کې یو شمېر پوستې ونیولې او شاوخوا ۱۰۰ پولیس او نور امنیتي ځواکونه یې ووژل خو په خپله هم سختې مرګ ژوبلې ورواوښتې.
ولسمشر غني په هلمند کې له دولتي چارواکو، قومي مشرانو، د ولایتي شورا غړیو او امنیتي ځواکونو سره ولیدل.
د هلمند په ګڼو سیمو کې لا هم جګړه روانه ده.