اسمعيل لاروی –

د امپراتوريو، مشاهيرو او تمدنونو د ښار (غزني)عظمت زموږ د پرون او نن د تاريخ بابونه جوړوي. دوه ځله دې ښار ته لاړم خو له هر ګام سره به د ارواښاد ګل پاچا الفت د هغه مشهور شعر دا بيت را يادېده، چې د شرق نابغه سيدجمال الدين افغان ته يې ليکلی و:

دلته وينمه څه بل وړ تاثيرونه

دلته مه کوئ واړه، واړه سوالونه

دا ښار که د تېر تاريخ د پرتم او برم کيسې کوي؛ تاريخي څلي، زيارتونه، لرغوني ځايونه، د ښار د اوسېدونکو ژوند او نور ډېر څه به در سره مينه کوي او دا کيسه به درته د حال په ژبه کوي، چې د دې حاصلخيزې او متحرکې خاورې انسان په تېر کې څنګه و او اوس څنګه دی؟!

د تېر پرتم او د نن جنګ ځپلتيا؛ د ظلم او اختناق داستان د دې ښار په ټولو دېوالونو لوستل کېږي خو د ښار په واټونو د فقيرو هيوادوالو مينه ناکې څېرې، د يو ملت د درې سترو ټبرونو ـ پښتنو، تاجکو او هزاره ګانو د اخوت ثبوت به درته ټولې يو له بل سره نښتې هټۍ وړاندې کوي. دلته د عامو خلکو تر منځ د کرکې او بغض هيځ دېوال نه ليدل کېږي، دا توپير نشته، چې دا دوکان، دا کتابپلورنځی او دا مزار د کوم ټبر د ښاغلي دی؟! بلکې ټول يې يو له بل سره د همکاري او خواخوږي رابطه لري. يوازينۍ بدمرغي جنګي بلا ده، چې د ښار په اطراف او کله کله د ښار په واټونو را څرګندېږي او خلک يې د خواږه ژوند له خوندونو محروم کړي دي خو له دوه کاله وړاندې وضعيت څځه يې اوسنی حالت ډاډمن دی.

Ghazniد سلطان اعظم د درې نيم سوه کلنې امپراطورۍ دا ستر ښار اوس هسې پرتم نه لري؛ څنګه يې چې پخوا و. دا ښار په ۲۰۱۳ ميلادي کال هم د اسلامي نړۍ د تمدن مرکز نومول شویو خو لازمي رغونه يې ونه شوه. امنيت ته يې جدي پام ونه شو. د فرهنګ او تمدن د دې سيمې په کلتوري پرمخيون هم دې جنګي حالت منفي اغېزې وکړې.

په غزني کې فرهنګي فقر نشته، فکري خوځښتونه پکې کم نه دي، د مشاهيرو د حاصلخېزۍ توانايي پکې نه ده کم رنګه شوې خو حکومت په تېر کې ورته کم پام کړی دی او جنګ هر څه ته تاوان اړولی.

د سلطان محمود غزنوي مزار ته له څو ملګرو سره لاړو، د رغونې په باره کې يې د ټولو نظر يو و، چې دحامد کرزي په دوره کې ورته هيڅ کار نه دی شوی. ځينې نور زيارتونه مو هم وليدل، چې دوستانو ويل؛ پنځلس کاله وړاندې ورته راغلي وو، همداسې وو. همدارنګه ځيني تاريخي ځايونه لا پکې وران شوي هم دي.

په غزني کې هر څه شته، يوازې امن غواړي او د سياحت لپاره زمينه سازي غواړي. علامه اقبال د مسافر مثنوي په يوه برخه د غزني د سفر او حکيم سنايي د عظمت په باره کې داسې وايي:

آه غزنی آن حريم علم و فن

مرغزار شېر مردان کهن

ای حکيم غيب، امام عارفان

پخته از فيض تو خام عارفان

کليات اقبال لاهوری ـ ۴۵۰ مخ

استاد اسدالله غضنفر په يوه مقاله کې د ابوريحان البيروني يادونه کړې وه، چې په قبر پسې يې سرګردانه شوی و نو د داسې لويو انسانانو مزارونه هم پکې لادرکه دي، ښه خو دا وه، چې د اسیسکو ((ISESCO له لوري ورکړل شوي فرصته سمه استفاده شوې وای. د تاريخي او لرغونو ځايونه د ژغورنې، ساتنې اوجوړونې لپاره يې لازمي اقدامات شوي وای خو هسې ونه شول. د سياحت لپاره بايد زمينه سازي شوې وای او د خلکو ژوند ته بايد ځانګړی پام شوی وای. روغتيا، معارف، پوهنتون… او نورې هغه ادارې پکې د هيواد د ځينو نورو ولايتونو په څېر په بد حالت دي. د کرنې، مالدارۍ او باغوانۍ په برخه کې هم ورته کم کار شوی دی. عامو خلکو د غزني ښار ته نږدې ساحو کې د مڼو پراخ باغونه جوړ کړي خو فکر نه کوم، چې حکومت د مڼو حاصلاتو ته بازارموندنه وکړي او يا د جوسو فابريکو په جوړولو کار وکړي که داسې وشي، غزني د ورخواته ولايتونو لپاره هم په يو ښه اقتصادي مرکز بدلېدای شي. همدارنګه پياز په پراخو ساحو کرل شوي، چې حيرانونکی حاصل به ولري خو که ښه بازارموندنه ورته وشي، د ساتنې لپاره يې جدی کار وشي، دا هم زموږ د محصولاتو په لوړولو کې يو په زړه پورې کار دی نو لنډه دا چې غزني له ګڼو اړخونو داسې يو ولايت دی که پام ورته وشي؛ شونې ده، چې د هيواد په کچه په يو ښه اقتصادي، سياحتي او فرهنګي مرکز بدل شي.

غزني ته دوو پروګرامونو لپاره له څو ملګرو سره د تېرې شنبې په ورځ د جوزا په پنځلسمه لاړو. لومړی پروګرام يې د ښاغلي انعام الله ګوهر د نمانځلو لپاره ترتيب کړی و، چې خوندور پروګرام و. په کمو امکاناتو يې ښه پروګرام برابر کړی و. (کليوال ملګري ټولنه) چې کمه موده کېږي، فعاليتونه لري، ګڼې لاسته راوړنې لري. د دې تر څنګ چې داسې پروګرامونه لري، د ځوانانو د وېښتيابه لپاره ښوونيز او روزنيز پروګرامونه هم لري، چې ګڼ ځوانان يې د فرهنګ او ادب ډګر ته راوستي. د دې تر څنګ د غږ په نوم مجله خپروي، چې ۱۲ ګڼې يې خپرې کړې دي او همدا شان يې يو شمېر کتابونه هم چاپ کړي دي، چې ټول پروګرامونه يې د ستايلو دي.

دويم پروګرام يې «د غزل شپه» زما عاجز بنده په نوم جوړ کړی و، چې د رباب له ترنګ سره پکې ګڼو شاعرانو خپل شعرونه واورول. زه خو د دې قدردانۍ جبران په ټول عمر نشم کولای ځکهزموږ په همځولو کې له ډېر لوړ شاعران، ليکوالان او د وطن خدمتګاران شته.«کليوال ملګري ټولنې» داسې لورېينه راباندې وکړه، چې ترې ډېر ټيټ بولم.

د يکشنې په سهار د غزنی پر خاوره لا د لمر وړانګې نه وې پرېوتې، چې د پکتيا لور ته روان شو، رڼايي زياتېده او موږ له دې عظيمه ښاره لرې کېدو. د پکتيا او غزني تر منځ د غځېدلو غرونو لړۍ شروع شوه، ښار ته نږدې ګڼ کلي او بيا ورو، ورو کمېدل. دولت خان، رباط او نور ګڼ کلي د لارو دواړو غاړو ته پراته دي، چې د کليو شا و خوا باغونه او کروندې ليدل کېږي خو نوره لويه برخه دښته او غونډۍ تشکيلوي.

د غرونو او غونډيو سره نږدې ځينې داسې کورونه هم ښکاري، چې ډېرې برخې يې زمانو نړولې دي او داسې ښکاري، چې د غزني د متمدنې او امپراتوري زمانې انسانانو به دلته هم وخت تېر کړی وي، ورسره ځينې زړې ونې او نړېدلې برجونه هم ښکاري، چې د تېر داستان دی.

د غزني پاکه هوا، حاصلخېزه ځمکه، مينه ناک انسانان، لرغونتوب، پرتم لرونکی تاريخ، د ژوند ګڼ امکانات، د حکومت بې غوري او نور ګڼ څه به دې په ذهن تاويېږي خو مجبوريتونه به دې له دې ستر او عظيمه ښاره بېلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *