تاند- د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن وايي، باید د سرطان د وژونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره هومره چټکې هلې ځلي وشي لکه څرنګه چې د ابولا د خپرېدو د مخنیوي لپاره وشوې.
بایډن د امریکا د سرطاني ناروغیو د پروګرام مشري کوي.
ده له ساینسپوهانو او څېړونکو وغوښتل چې د سرطان د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي.
بایډن وویل«موږ د ابولا له ناروغۍ اندېښمن وو نو په سلګونو ملیون ډالره مو ورته ټولې کړې او د امریکا پوځ مو ورته تیار کړ چې له ایبولا ځپلو سره مرسته وکړي ځکه چې د روغتیا نړیواله اداره د دې ناروغۍ په مخنیوي کې پاتې راغلې وه. دغسي پام باید د سرطان ناروغي مخنیوي ته هم وشي.»
اوبو لا ناروغي په ۲۰۱۴ م کال په افریقا کې پیدا او په چټکه خپره شوه.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سږ کال په جنورۍ میاشت کې د سرطاني ناروغیو د مخنیوي لپاره د (مون شات) په نوم پروګرام اعلان کړ او یو ملیارد ډالره بودجه یې ورته ځانګړې کړه. د دغه پروګرام مشري یې جو بایډن ته وسپارله.
بایډن وايي، هیله یې دا ده چې د دې پروګرام له لارې د سرطان ناروغي ختمه کړي او باور لري چې دا کار شونی دی.
بایډن وايي چې د سرطان د مخنیوي لپاره هلې ځلې د ده لپاره په دې خاطر په یوې شخصي مبارزې بدلې شوي دي چې تېر کال یې خپل ۴۶ کلن زوی په سرطان مړ شو.
ده په نړۍ کې له ۳۰ پېژندل شویو څېړونکو وغوښتل چې په دې برخه کې تحقیقات وکړي.
د ډېرو سرطانونو درملنه ممکنه شوې خو لا هم څېړونکي د سرطان د رامنځته کېدو د علت په اړه دقیقې نتیجې ته نه دي رسېدلي.